دوشنبه, اپریل 20, 2026
Homeکورپاڼهوال سټریټ ژورنال:متحده عربي امارات د ډالرو د کمښت له امله اړ...

وال سټریټ ژورنال:متحده عربي امارات د ډالرو د کمښت له امله اړ شوی چې د نفتو راکړه ورکړه په یوان ترسره کړي

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو له امریکا څخه د احتمالي مالي فشارونو د کمولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، ابوظبي خبرداری ورکړی چې که د ډالرو له کمښت سره مخ شي، ښایي اړ شي خپل د نفتو راکړه ورکړه په یوان او نورو نړیوالو اسعارو ترسره کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د اماراتو د مرکزي بانک رئیس، خالد محمد سالم بالعمي، تېره اوونۍ په واشنګټن کې له لوړپوړو مالي چارواکو سره لیدلي او د اسعارو د تبادلې د یوې ځانګړې کرښې د رامنځته کولو وړاندیز یې مطرح کړی دی.

راپور زیاتوي چې امارات که څه هم تر دې مهاله د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له مستقیمو اقتصادي زیانونو تر ډېره خوندي پاتې شوي، خو د جګړې دوام یې پر مالي ثبات جدي سیوری غوړولی دی.

چارواکي اندېښنه لري چې دغه وضعیت به د بهرنیو اسعارو زېرمې راکمې کړي او نړیوال پانګه‌وال به له دې بازار څخه ووځي.

د تحلیل له مخې، د ایران سره شاوخوا ۴۰ ورځنۍ جګړې د اماراتو د انرژۍ پر سکتور منفي اغېز کړی، د نفتو د لېږد بهیر یې ګډوډ کړی او د هرمز تنګي له لارې د صادراتو وړتیا یې زیانمنه کړې ده.

دا وضعیت کولای شي امارات د خپلو مهمو ډالري عوایدو له سرچینو بې‌برخې کړي او اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here