د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وایي، چې ځینې جنګ سالاران د ډیورنډ کرښې په اړه د نظر ورکولو حق نه لري.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي:«محمد محقق او محقق ته ورته بدنامې او وحشي څیرې او جنګ سالاران چې ځانونه افغانان نه ګڼي د ډیورنډ د کرښې په اړه د نظر ورکولو حق نلري.»
اصولي دغه راز ویلي چې د دغه خلکو نه باید افغان پاسپورتونه هم واخیستل شي او افغانستان ته ممنوع الدخول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.

