د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي اعلان کړی چې اوکراین له متحده عربي امارات، سعودي عربستان او قطر سره د بېپیلوټه الوتکو ۱۰ کلن تړونونه لاسلیک کړي دي.
د هغه په وینا، د دې تړونونو له مخې به اوکراین یادو هېوادونو ته ډرونونه صادروي او همدارنګه به ورسره په ګډه د تولید چارې هم پر مخ وړي.
دا ګام د اوکراین لپاره د دفاعي صنعت د پراختیا او نړیوالو همکاریو د پراخولو په لور مهم بلل کېږي.
زلېنسکي زیاته کړې چې له دې هوکړو سربېره، اوکراین د منځني ختیځ او خلیج له ۱۱ نورو هېوادونو څخه هم د ورته همکاریو غوښتنې ترلاسه کړې دي، چې دا د دغه هېواد د ټکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو پر زیاتېدونکي باور دلالت کوي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې قفقاز سیمې ته به هم په تدریجي ډول د اوکراین پاملرنه زیاته شي، څو هلته خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي.

