یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 73

وال سټریټ ژورنال:د ډونالډ ټرمپ اداره د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار تګلاره جاري ساتي

0

وال سټریټ ژورنال په یو راپور کې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره د ایران د بیا بمبارۍ احتمال ارزولی؛ خو په پای کې یې پرېکړه کړې چې د فشار تګلاره دوام ومومي.

راپور زیاتوي چې د ټرمپ اداره چمتو ده انتظار وباسي او باور لري چې د “اعظمي فشار” پخوانۍ تګلاره یو ځل بیا اغېزمنه کېدای شي.

د سرچینو په وینا، ټرمپ او د هغه ټیم منځنۍ لاره غوره کړې ده، چې له مخې به یې پر ایران فشار تر هغه دوام وکړي څو تهران یو مشخص وړاندیز وړاندې کړي.

د راپور له مخې، وروسته به د امریکا ولسمشر پرېکړه کوي چې خبرې دوام ومومي او که د ایران پر وړاندې د بریدونو نوې څپه پیل شي.

ډونالډ ټرمپ:د هرمز تنګی د امریکا له لوري تړل شوی، ایران د خپل حیثیت د ساتلو لپاره دروغ وایي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د سمندري محاصرې له لارې د هرمز تنګی په بشپړ ډول تړلی دی.

هغه دا څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارم تروت سوشیال کې کړې او ویلي یې دي چې ایران یوازې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره د تنګي د بندېدو خبره کوي؛ خو په حقیقت کې غواړي دا لاره خلاصه پاتې شي.

ټرمپ ادعا کړې چې ایران هره ورځ له دې لارې سلګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي او که تنګی بند پاتې شي، دا عاید به له لاسه ورکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې ایران په خبرو کې د تنګي د بندېدو یادونه کوي؛ خو په عمل کې غواړي دا بېرته پرانېستل شي، او ټینګار یې کړی چې وضعیت تر ډېره د امریکا تر کنټرول لاندې دی.

نیوریارک ټایمز:د ټرمپ لخوا افغانان کنګو ته د لېږد او یا بېرته هېواد ته د ستنېدو له سخت انتخاب سره مخ دي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه افغانان چې قطر ته انتقال شوي، له یوې سختې پرېکړې سره مخ دي: یا به کنګو هېواد ته ځي او یا به بېرته افغانستان ته ستنېږي.

راپور زیاتوي چې ډونالډ ټرمپ د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو د انتقال لپاره له کنګو سره خبرې کوي.

د سرچینو په وینا، په دې ډله کې د امریکايي ځواکونو پخواني ژباړونکي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړي او د امریکايي سرتېرو د کورنیو یو شمېر غړي شامل دي.

ویل کېږي چې د دغو کسانو راتلونکی لا هم روښانه نه دی او دا پرېکړه د هغوی لپاره له جدي اندېښنو سره مل ده.

اسلام اباد کې د سولې د خبرو نامعلوم وضعیت؛نن د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د پای اخیرنۍ شپه ده

0

له پنځلس ورځني اوربند سربېره بیا هم د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا کمه نه شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی دوه اوونیز اوربند د پای ته رسېدو درشل ته رسېدلی او نن شپه د اوربند وروستۍ شپه ده.

هاخوا، د ایران د پارلمان رئیس، محمد باقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که اوربند پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېږي، هېواد به یې په جګړه کې نوې تګلارې او امکانات وکاروي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې که تهران د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو له سختو او بې‌ساریو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي حتی خبرداری ورکړی چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به بمبارۍ پیل شي او دا یې هم ویلي چې د بل اوربند لپاره دومره وزګار نه دی.

په ورته وخت کې اسلام اباد ته د امریکا د مرکچي پلاوي د مشر جی‌ډي ونس سفر هم وځنډید.

دغه کړکېچ وروسته له هغې لا پسې زیات شو چې امریکا د هرمز تنګي ته نږدې یوه ایراني بېړۍ ونیوله.

تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

واشنګټن پوسټ:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر وځنډید

0

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې اسلام اباد ته د جی‌ډي ونس سفر د سپینې ماڼۍ د «اضافي پالیسۍ غونډو» له امله ځنډول شوی دی.

په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران چارواکو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې په خبرو کې به ګډون وکړي که نه.

راپورونه زیاتوي چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر لا هم په امریکا کې دي، حال دا چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو وزارت الوتکه یې د سې‌شنبې په سهار له میامي څخه اروپا او بیا پاکستان ته یوسي؛ خو د الوتنې پلان په وروستیو شېبو کې لغوه شو او الوتکه اوس بېرته واشنګټن ته روانه ده.

نصیر احمد فایق:د ډیورنډ کرښې بحث د اصلي بحرانونو څخه د پام اړولو هڅه ده

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې په اوسني حساس پړاو کې د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کول د افغانستان له اصلي او ژورو ستونزو څخه د عامه افکارو د اړولو هڅه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې د ټولنې نیمایي برخه، یعنې ښځې او نجونې، له بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې او کار څخه محرومې دي، چې د ده په وینا دا یو هدفمند اقدام دی او د خلکو اساسي او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کوي.

فایق زیاته کړې چې د معاصرو علومو محدودول ځوانان افراطیت او تاوتریخوالي ته بیایي، په داسې حال کې چې فقر، بېکاري او کډوالي هم مخ پر زیاتېدو دي.

د هغه په وینا، له ۲۳ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار د داسې نظام جوړول دي چې د خلکو پر اراده، د قانون پر حاکمیت او عدالت ولاړ وي.

ډېوه پتنګ، اصف‌علي زرداري ته:ستاسو مصنوعي هېواد کوم تمدن نه لري، د افغانستان د تمدن دعوه مه کوئ

د ښځو د حقونو فعالې ډېوه پتنګ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

آغلې پتنګ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«ښاغلی زرداري: د قائد اعظم پلار مو معلوم نه دی خبره د تمدن کوې!»

ډېوې دغه راز ویلي چې پاکستان یو مصنوعي هېواد دی او مصنوعي هېواد هیڅکله د تاریخ او تمدن څښتن کیدای نه شي.

هغې لیکلي:«تاسې يو ځلې د قائد اعظم، محمد علی جناح څخه نيولې تر خپل ځان پورې خپل تاريخ راته ثابت کړئ، بيا راشه د ګندهارا، ادم خان او درخانۍ په اړه خبرې او دعوه وکړه.»

نوموړې ویلي چې د پاکستان اوسنی تاريخ ټول د افغانستان د شخصيتونو په وياړونو را څرخيږي او په وینا یې چې پاکستان نه کوم وياړ لري او نه کوم تاريخ او تمدن.

ډونالډ ټرمپ:ایران سره د اوربند دوام د وخت ضایع ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د اوربند د تمدید نیت نه لري او امریکا په مذاکراتو کې قوي دریځ لري.

هغه دا څرګندونې له CNBC سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې غواړي په پای کې یو غوره توافق ته ورسېږي.

ټرمپ د اوربند د تمدید د امکان په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «زه نه غواړم دا کار وکړم، موږ دومره وخت نه لرو.»

ډونالډ ټرمپ:ایران څو ځله اوربند مات کړی؛ خو نور راته د منلو نه ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران څو ځله اوربند مات کړی دی.

هغه دا څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارم تروت سوشیال کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران لخوا د اوربند نقض د منلو وړ نه دی.

ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې که د ایران چارواکي له امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي، نو له داسې سختو ستونزو سره به مخ شي چې مخکې یې هېڅکله تجربه کړې نه وي.

اروپایي ټولنه او د طالبانو حکومت؛راتلونکو اونیو کې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه خبرې کوي

په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې احتمال شته په راتلونکو اونیو کې د اروپایي ټولنې او د طالبانو حکومت ترمنځ د یوه تخنیکي پلاوي خبرې وشي، څو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړل شي.

د راپورونو له مخې، دا پلاوی ممکن د دوبي له رارسېدو مخکې بروکسل ته راوبلل شي، او خبرې به د اروپایي کمیسیون او ځینو غړو هېوادونو په همغږۍ ترسره شي.

سرچینې وایي اروپایي استازي د الوتنو د امکاناتو، د کابل د هوايي ډګر د ظرفیت او د بېرته ستنو شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات راټولوي.

که څه هم تر اوسه رسمي بلنه نه ده لېږل شوې، خو د دغو پلانونو په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د بشري حقونو ځینې سازمانونه وایي چې افغانستان لا هم له جدي بشري ناورین سره مخ دی او د خلکو بېرته ستنول خطرونه لري.

اروپایي اتحادیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو سره له دې هم ځینې اروپایي هېوادونه غواړي د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر بیا پیل کړي.