سه شنبه, جون 23, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکیان:د روانو خبرو بریا د ژمنو په عملي تطبیق پورې تړلې...

مسعود پزشکیان:د روانو خبرو بریا د ژمنو په عملي تطبیق پورې تړلې ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د روانو خبرو اترو بریا به د دواړو لورو د منل شویو ژمنو په بشپړ عملي کولو پورې تړلې وي.

هغه ټینګار کړی چې د دې بهیر پرمختګ به د منل شویو مسوولیتونو د عملي پلي کېدو له مخې ارزول کېږي، نه یوازې د خبرو له لارې.

پزشکیان زیاته کړې چې له توافق څخه بهر څرګندونې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره ګټورې نه دي او د خبرو بهیر ته زیان رسولی شي.

هغه ویلي چې یوازې هغه وخت د خبرو اترو هدف ترلاسه کېدای شي چې دواړه لوري خپلو منل شویو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here