د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د خوست اړوند ببرک ټاڼې اړوند انځر سر لویه پاکستاني قرارگاه فتحه شوه.
هغه ویلي، چې په دې قرارګاه کې لسګونه عسکر وژل شوي او ټپيان دي او ډېره وسله نیول شوې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د خوست اړوند ببرک ټاڼې اړوند انځر سر لویه پاکستاني قرارگاه فتحه شوه.
هغه ویلي، چې په دې قرارګاه کې لسګونه عسکر وژل شوي او ټپيان دي او ډېره وسله نیول شوې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي که پاکستان د کابل په شمول نورې سیمې بیا په هوايي بریدونو وځپي، «اسلامي امارت» به هم د پاکستان ستر ښارونه په نښه کړي.
مجاهد ویلي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې ۱۵ پاکستاني پوستې نیولي او جګړه لا هم روانه ده.
نوموړي زیاته کړې:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په ننګرهار او کونړ کې یې ۵۳ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په غاښي کنډو سیمه کې درې پوستې، او د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ او دوکلام سیمو کې دوه پوستې او یوه چوڼۍ د «اسلامي امارت» د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
نوموړي ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۴۰ پوځیان وژل شوي دي.
همداراز د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ پنځه پوستې او د ګوشتې ولسوالۍ دوه پوستې هم فتحه شوې دي، او ۱۳ جسدونه یې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د پاکستان د معلوماتو او نشراتو وزارت وایي، چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو پارونکو اقداماتو ته یې بیړنی ځواب ورکړی.
د وزارت اعلامیه وایي، د افغان طالبانو له لوري د ناسم اټکل له مخې د خېبر پښتونخوا (KP) په سیمه کې د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې پر څو ځایونو پارونکې ډزې پیل شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښودل شو.
اعلامیې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت ځواکونو ته د چترال، خېبر، مهمند، کورم او باجوړ په برخو کې سخت زیان رسیدلی دی.
پاکستان وایي، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه یې پورته کړي دي.
د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د روانې جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ له لوري ساتل کیدونکي د خوارجو د استوګنې مرکزونه د «اسلامي امارت» د ډرون په وسیله په نښه شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې په دغه برید کې مقابل لوري ته درانه تلفات اوښتي؛ خو د زیانونو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی او ویلي یې دي چې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د «اسلامي امارت» د ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوستو بریدونه موفقانه روان دي.
هغه ویلي چې د دښمن ۱۵ پوستې د «اسلامي امارت» د ځواکونو لاسته ورغلي.
نوموړي زیاته کړې:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «غچ اخیستنې» عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا، د ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۳ منصوري قول اردوګانو ځواکونو په پکتیا، خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تهاجمي بریدونه کړي دي.
فطرت ادعا کړې چې تر اوسه پورې ۱۵ پوستې نیول شوې او عملیات لا هم دوام لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د اقداماتو په ځواب کې پراخ عملیات پیل شوي دي.
مجاهد لیکلي:«د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.»
د نوموړي په وینا، د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په ماشینناو سیمه کې دوه پوستې، د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي په ساحه کې درې پوستې، او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې دوه پوستې نیول شوې دي.
مجاهد ادعا کړې چې دغه عملیات د پاکستاني پوځ د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند راپور ورکړی چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ د وروستیو اقداماتو په ځواب کې انتقامي عملیات پیل کړي دي.
د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په امتداد کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني ملېشو درې پوستې نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په امتداد کې هم د کرښې هاخوا دوه پوستې د طالب ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د طالبانو حکومت یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې او په وینا یې افغان لوری ښې لاس ته راوړنې لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې، نیازکي او خاني سیمو او همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان په ځینو ساحو کې هم نښتې شوې دي.
هغه ویلي چې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.
نعماني زیاته کړې چې د دوربابا ولسوالۍ د ماشینناو په سیمه کې د خار غلي په نوم یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده او جګړه په ځینو نورو سرحدي برخو کې هم دوام لري.