دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 70

د سر چوک انډیوالي

0

لیکوال: شاه محمود میاخیل

افغانستان کې به چې د سرک په سر یا چوک په منځ کې څوک ولیده او بیا به ورسره اشنا شولې، دې ته یې سرچوک اشنایي ویله. سر چوک یې ډېر پخوا د میوند جادې منار سیمې ته وایه او هلته به خلک راټولیدل. په سماوارونو کې به یې بنډارونه سره کول؛ خو ژوره پیژندګلوې به نه وه، چې د یو بل کور ته سره تګ او راتګ ولري. دې ته یې ځکه د سرچوک انډیوالي ویله.

نن سبا دا سیاست هم دومره پیچل شوې او مغلق دی چې حد نه لري. هند د پاکستان مخالف او اسرایلو دوست دی. بیا اسرایل او پاکستان د امریکې دوستان دي. هند په ۲۰۲۵زکال کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو تیل د ایران نه اخستلې چې د ایران اقتصاد تقویه شي او دا کچه زیاتوي. بیا ایران د اسرایلو دښمن دی. هند د طالبانو سره ښه روابط لري خو د پاکستان خلاف دی. بیا طالبان د ایران او هند سره ښه روابط لري او د پاکستان سره یې اړیکې خړ پړې ښکاري. روسیه او چین د امریکې سره خرابې اړیکې لري خو د پاکستان سره یې اړبکې ښې دي.

اوس هیڅوک نه پوهیږي چې کوم هیواد د کوم هیواد دوست او دښمن دی.

دلته د سیاسي علومو په اساس، اړیکې د دوست او دښمن د تعریف په اساس نه ټاکل کیږي ځکه په سیاسي معادلاتو کې دوست کیدې شي چې دښمن او رقیب شي او همدا شان دښمن او رقیب دوست شي. هر هیواد خپلې اړیکې د نورو هیوادونو سره د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ګټو په اساس ټاکي نه د قومي، سمتي، مذهبي، دیني او ګاونډیتوب د انډیوالې په اساس.

یوازې افغانان فکر کوي چې د دنیا کارونه اوسیاست د طالبانو او تنظیمونو د تشکیلاتو او د ښوروا د کاسې د انډیوالې په شان دی. کله چې ګټې تعریف شولې بیا د ګټو لپاره دوست او دښمن او شریک ټاکل کیږي. افغانان لا ګټې تعریف کړې نه وي، وایي فلانې مو دوست او فلانې مو دښمن دی.

دوست او دښمن د سرچوک په انډیوالې، د کنفرانسونو او د ښورواګانو د کاسې په خوراک نه ټاکل کیږي او نه پیژندل کیږي.

نوټ: ټولنیزو رسنیو کې هم د سر چوک انډیوالیانې زیاتې دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

خیبر پښتونخوا؛په ټانک کې پر امنیتي پوستې ډرون برید کې یو سرتېری وژل شوی

0

د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د وسله‌والو له لوري د کواډکوپټر ډرون په وسیله برید شوی دی.

د پولیسو په وینا، برید د سهار وختي ترسره شوی او ډرون دوه هاوان مرمۍ غورځولې دي.

په پېښه کې یو سرتېری ټپي شوی و، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

چارواکي وایي چې د برید کوونکو د پېژندنې او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت:په تېره یوه اونۍ کې ۱۶ کوډګر مو نیولي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کسان د کوډګرۍ په تور نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان په پروان، بامیان، کندهار، بدخشان، جوزجان، غور او سرپل ولایتونو کې نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

وزارت همداراز ویلي چې په همدې موده کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۹۶ قضیې حل کړې او له سوداګرو سره یې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي په تړاو ۲۱۲ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي.

د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي تحریک مشر:پاکستان هڅه کوي افغانستان د «پنځم ایالت» په توګه وښيي

د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي تحریک مشر حربیار مري په تازه څرګندونو کې د پاکستان له لوري پر افغان ملکیانو هوايي او ډرون بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

هغه ویلي چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا اسلام‌اباد ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان د خاورې بشپړتیا او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.

مري همداراز د ډیورنډ کرښې موضوع ته په اشارې ویلي چې که د تاریخ په اوږدو کې نړیوالې ټولنې بې‌تفاوتي نه وای کړې، سیمه به له اوسني وضعیت سره نه مخ کېده.

حربیار مري د پاکستان پر هغې تګلارې نیوکه وکړه چې ګواکې غواړي افغانستان د خپل «پنځم ایالت» په توګه معرفي کړي او د کابل پر ملي حاکمیت برلاسی ومومي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان او بلوڅان باید د خپلو حقونو او سیمو د دفاع لپاره یو موټی دریځ خپل کړي.

نریندرا مودي:د هند او اسرائیل ترمنځ اړیکې باید لا پیاوړې شي

0

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې اسرائیل ته په رسمي سفر تللی، د دغه هېواد په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي چې د نوي ډیلي او تل‌ابیب ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې باید لا پیاوړې او پراخې شي.

مودي ټینګار کړی چې هند له اسرائیل سره خپلې تاریخي او امنیتي همکارۍ ارزښتناکې ګڼي او غواړي دغه اړیکې د اقتصاد، ټکنالوژۍ، دفاع او کرنې په برخو کې نورې هم ژورې کړي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې په پوره ژمنتیا، اوس او په راتلونکي کې، د اسرائیل ترڅنګ ولاړ دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسرائیل په غزه کې د روانو پوځي عملیاتو له امله له سختو نړیوالو نیوکو او سیاسي فشارونو سره مخ دی.

مسعود پزشکیان:له امریکا سره د خبرو درېیم پړاو کې د ښې پایلې هیله لرو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اټومي پروګرام په اړه د امریکا سره د خبرو درېیم پړاو ته په اشارې ویلي چې هېواد یې د ښې پایلې چانس ویني.

ټاکل شوې د امریکا استازی سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې د ایراني پلاوي له مشر عباس عراقچي سره وګوري.

دواړو هېوادونو د روانې میاشتې په پیل کې د اوږدمهال لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پيل کړې دي.

امریکا او اسرائیل باور لري چې ایران د اټومي وسلې جوړولو هڅه کوي، خو تهران ټینګار کوي چې پروګرام یې سوله‌ییز دی.

خیبر پښتونخوا؛په بنو کې د دوو تښتول شويو وروڼو مړي موندل شوي چې دواړه د پولیسو سرتېري هم وو

0

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د دوو وروڼو مړي د بنو هوايي ډګر پر سړک موندل شوي دي.

وژل شوي کسان امجد او حضرت‌الله پېژندل شوي چې دواړه د پولیسو سرتېري وو.

راپورونه وایي چې درې وروڼه، چې ټول دولتي کارکوونکي وو، د لسو تر دولسو وسلوالو کسانو له لوري د ماښام د لمانځه پر مهال د سوکري حسن خېل په سیمه کې، چې د کنټونمنټ پولیس سټېشن تر حوزې لاندې راځي، تښتول شوي وو.

د معلوماتو له مخې، یو ورور د کمېشنر په دفتر کې کار کاوه او دوه نور د پولیسو اړوند کارکوونکي وو.

د پېښې په اړه لا هم د امنیتي چارواکو له لوري نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان:په کونړ کې د زلزلې له شپږو میاشتو وروسته هم زرګونه ماشومان بې‌سرپناه زده‌کړو ته اړ دي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې د کونړ له زلزلې څه باندې شپږ میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د زرګونو زلزله ځپلو کورونه او ښوونځي نه دي رغول شوي.

د یاد سازمان په وینا، شاوخوا ۲۵ زره ماشومان اوس هم په خیمو کې ژوند کوي او زده‌کړې ترسره کوي.

ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې واورو خیمې نړولي او په نورو ځایونو کې د تودوخې لپاره د لرګیو سوځولو له امله د اور لګېدو جدي خطر موجود دی.

سازمان زیاته کړې چې زلزلې په کونړ کې له ۶۰۰ څخه زیات ټولګي زیانمن یا بشپړ وران کړي دي.

د دې وضعیت له امله شاوخوا ۱۷ زره زده‌کوونکي اړ دي چې په لنډمهالو او نامناسبو ټولګیو کې خپلې زده‌کړې ته دوام ورکړي.

دغه بنسټ له مرستندویو ادارو او مسؤلو لورو غوښتي چې د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې او د ماشومانو د خوندي چاپېریال برابرولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

مارکو روبیو:د ایران اټومي او توغندیز پروګرامونه د امریکا لپاره جدي ګواښ دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي چې د ایران اټومي او توغندیز پروګرامونه د امریکا د ګټو پر ضد جدي ګواښ بلل کېږي.

هغه د چهارشنبې په شپه د واشنګټن په وخت خبریالانو ته ویلي چې د امریکا ولسمشر تل هڅه کوي د خبرو اترو لاره خپله کړي.

نوموړي زیاته کړې: «ټول باید پوه شي چې د ایران حکومت له ډېرې مودې راهیسې د امریکا لپاره یو ډېر جدي ګواښ پاتې شوی دی.»

روبیو ویلي تر ټولو ستر ګواښ د تهران اټومي پروګرام دی او ادعا یې کړې چې ایران د امریکا په بریدونو کې د خپلو تاسیساتو له ویجاړېدو وروسته هڅه کوي ځینې برخې یې بېرته ورغوي.

د هغه په وینا، ایران دا مهال د یورانیمو غني کول نه ترسره کوي، خو هڅه کوي داسې پړاو ته ورسېږي چې وکولای شي دغه فعالیتونه بیا پیل کړي.

هغه همدارنګه د ایران توغندیز پروګرام د امریکا پوځي اډو او د هغې د متحدینو پر ضد مستقیم ګواښ بللی.

روبیو زیاته کړې چې تهران د سمندري تجهیزاتو په لرلو سره د امریکا سمندري تګ راتګ او بحري ځواک ته هم ننګونه پېښوي او داسې وسلې لري چې د امریکایانو پر ضد کارېدلی شي.

ذبیح الله مجاهد:پر افغانستان د پاکستان تېري ته به پوځي ځواب ورکوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د العربیه له انګلیسي څانګې سره په مرکه کې د پاکستان هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې حضور لري.

نوموړي ویلي، پاکستان د افغانستان خاوره او هوايي حریم نقض کړی او وروستي هوايي بریدونه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

مجاهد ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌وال په افغانستان کې حضور نه لري.

هغه اسلام‌اباد تورن کړی چې د ملکي وګړو په نښه کولو ترڅنګ د داعش-خراسان غړو ته خوندي پناه‌ځایونه برابروي.

مجاهد زیاته کړې، کابل به د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته پوځي ځواب ورکړي او د هېواد له حاکمیت او خاورې څخه دفاع ته به لومړیتوب ورکړي.