دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 69

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان د پوځي حلقې د بار بار سرکشیو په غبرګون کې د پاکستان پر نظامي تأسیساتو پراخ عملیات پيل شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د اقداماتو په ځواب کې پراخ عملیات پیل شوي دي.

مجاهد لیکلي:«د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.»

د نوموړي په وینا، د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په ماشین‌ناو سیمه کې دوه پوستې، د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي په ساحه کې درې پوستې، او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې دوه پوستې نیول شوې دي.

مجاهد ادعا کړې چې دغه عملیات د پاکستاني پوځ د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په ننګرهار او کونړ کې پنځه پاکستاني پوستې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند راپور ورکړی چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ د وروستیو اقداماتو په ځواب کې انتقامي عملیات پیل کړي دي.

د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په امتداد کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني ملېشو درې پوستې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په امتداد کې هم د کرښې هاخوا دوه پوستې د طالب ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

ننګرهار، نورستان او خوست کې له پاکستان سره جګړه؛جابر نعماني د پرمختګ خبرونه ورکړي دي

د طالبانو حکومت یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې او په وینا یې افغان لوری ښې لاس ته راوړنې لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې، نیازکي او خاني سیمو او همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان په ځینو ساحو کې هم نښتې شوې دي.

هغه ویلي چې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

نعماني زیاته کړې چې د دوربابا ولسوالۍ د ماشین‌ناو په سیمه کې د خار غلي په نوم یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده او جګړه په ځینو نورو سرحدي برخو کې هم دوام لري.

عاطف مشعل:پر کابل بمبار به پاکستان ته ډېر قیمته تمام شي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې په کابل د پاکستاني پوځ بمبار به د پاکستان لپاره ډېر قیمته تمام شي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستاني نظامي مشرتابه باید له عقلانیت څخه کار واخلي او د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواک بهرنی سیاست نور ونه چلنجوي.

مشعل زیاته کړې چې د «لیبرال هیجیموني» زوال د غیرمستقیم استعمار د پای معنا هم لري، او د پاکستان پوځي رژیم یوازې له افغانستان او سیمې سره نه، بلکې له خپلو ولسونو سره هم په ټکر کې دی.

د هغه په وینا، په پاکستان کې پښتانه، بلوڅان او مهاجر خپل حقوق غواړي او که تاوتریخوالی دوام ومومي، د کابل احتمالي غچ به ولسونه په اسلام‌اباد کې واخلي.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دغه بمبار له امله چاته د سر زیان ندی اوښتی.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:د ډیورنډ کرښې انتقامي عملیات د لوی درستیز په امر پای ته ورسېدل

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې او هوايي حریم د نقض او د ملکي تلفاتو په غبرګون کې یې تېر ماښام د ماخستن په ۸ بجو د ډیورنډ کرښې پورې غاړه انتقامي عملیات پیل کړل، چې د شپې په ۱۲ بجو د لوی درستیز په امر پای ته ورسېدل.

وزارت په خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دغه عملیات د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو ته څېرمه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې نیول شوې دي.

همداراز ویل شوي چې له څلورو نورو پوستو څخه پاکستاني عسکر تښتېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې یو ټانک سوځول شوی، یو پوځي د انتقال موټر نیول شوی او سپکه او درنه وسله او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت د خپلو ۸ جنګیالیو وژل کېدل او د ۱۱ نورو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.

همدارنګه ویل شوي چې په ننګرهار کې د مهاجرینو پر کمپ د توغندیز برید له امله ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

خوست؛په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.

راپورونه وایي چې دواړه لوري درنې وسلې کاروي او نښته روانه ده.

ځايي اوسېدونکي وایي، د جګړې له سیمې څخه د خوندي ځایونو پر لور د وتلو هڅه کوي.

بل لور ته، یو شمېر سرچینې وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې په څو نقطو کې د ډزو تبادله شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه نښتې ماښام شاوخوا پنځه بجې پیل شوې او لا هم دوام لري.

راپورونه زیاتوي چې د خیبر ولسوالۍ د بازار زخېل په سیمه کې، د مارو سر او شاه کوټ په ګډون، په دوو ځایونو کې سختې ډزې روانې دي.

امنیتي سرچینې وایي، دواړه لوري درنې وسلې کاروي؛ خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کوم رسمي تائید نه دی شوی.

تازه خبرد طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا جګړه پیل شوې

سرچینې وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو ځل بیا په سرحدي سیمه کې نښته روانه ده او دواړو لورو پر یو بل ډزې پیل کړې دي.

د معلوماتو له مخې، ډزې ماښام شاوخوا ۵:۵۰ بجې پیل شوې دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا اوښتو زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکي:له تهران څخه افغانستان ته د رېل سوداګري ۱۷ برابره زیاته شوې

ایراني چارواکي وایي، روان لمریز کال کې له ایران څخه افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو لېږد د تېرې مودې په پرتله ۱۷ برابره زیات شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو ته د ایران د رېل پټلۍ ادارې د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس، شهریار نقی‌زاده ویلي چې د روان کال د وري له لومړۍ تر د سلواغې تر پایه شاوخوا ۶۵۰ زره مټریک ټنه توکي د رېل له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، له دې ټولې اندازې څخه لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه ترانزیټي توکي وو، یعنې دا مالونه په نورو هېوادونو کې بار شوي او د ایران له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

نقی‌زاده زیاته کړې چې ایران پلان لري د ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د شمتېغ له سرحدي لارې دوه میلیونه ټنه بار ولېږدوي او ټینګار یې کړی چې د اوسني ودې له مخې دا هدف د ترلاسه کېدو وړ دی.

سیف الاسلام خیبر:له دې وروسته نکاح به په رسمي ډول ثبت او په محکمو کې ترسره کېږي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وایي، په راتلونکي کې به د نکاح تړون له دودیز او کلیوالي بڼې ووځي او په رسمي چوکاټ کې به ثبتېږي او په محکمو کې به ترسره کېږي.

خیبر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې د جبري ودونو، درنو مهرونو او یو شمېر نورو ناسمو دودونو مخه ونیول شي.

د نوموړي په وینا، د نکاح رسمي ثبت به د ښځو حقونه خوندي کړي او د کورنیو ترمنځ د شخړو د کمېدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېری سیمو کې نجونې په جبري ډول ودیږي او یا هم لوړ مهر او ولور ورباندې کېښودل کېږي.