یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:د اسرائیل لخوا پر بیروت برید، د هوکړې اعلان څو ساعته...

ډونالډ ټرمپ:د اسرائیل لخوا پر بیروت برید، د هوکړې اعلان څو ساعته شاته وغورځاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر بیروت د اسرائیل وروستي برید د امریکا او ایران ترمنځ د یوه احتمالي تفاهم‌لیک د لاسلیک بهیر له لنډ ځنډ سره مخ کړی دی.

ټرمپ له اکسیوس سره خبرو کې ویلي، چې د برید خبر د ترلاسه کولو وروسته حیران شوی او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه خپه شوی.

د هغه په وینا، ټاکل شوې وه چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه ژر لاسلیک شي، خو وروستیو تحولاتو دا بهیر څو ساعته شاته وغورځاوه.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې وروستۍ پېښه د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتېدو حساسیت ښيي او کولی شي د روانو ډیپلوماټیکو هڅو پر مهالویش اغېز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here