د انګلېنډ کرکټ بورډ د جون په ۱۷مه له نیوزیلنډ سره د دویمې ترسره کېدونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډلمشر بېن سټوکس او توپ اچوونکی ګس اټکېنسن له نوملړه ایستلي.
یاد دوه لوبغاړي د نیوزیلنډ پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې له بریا وروسته د کرکټ بورډ د شپې ګرځبندیز اصول مات کړي و او شپني کلب ته د تګ پرمهال یې د وهلو ډبولو پېښه کړې وه.
اوس سټوکس او اټکېنسن له تر پلټنو لاندې دي او د انګلېنډ لوبډلمشري د لنډ مهال لپاره جو روټ ته ورکړل شوې.

