نن د ښځو د شل اووریز نړیوال جام په لړ کې د هند او پاکستان لوبډلې سره مخامخ شوې چې په کې هندۍ لوبډلې د ۶۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د دغې لوبې لومړۍ پاڼۍ هندۍ لوبډلې ولوبوله چې په شلو اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې هدف جوړ کړ.
د پاکستان ښځینه لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د هدف په تعقیب ډېر زر خپلې وېکټې له لاسه ورکړې، په ۱۷ اوورونو کې یې یوازې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې.
په دې سره د هند ښځینه لوبډلې د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه وګټله او پاکستان لومړۍ لوبه یې وبایلله.

