یکشنبه, جولای 5, 2026
Home Blog Page 70

۸.۸ میلیونه؛افغان ماشومان د اقلیمي خطرونو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان لږ تر لږه د درې اقلیمي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ، سختې ګرمۍ او د شګو او دوړو طوفانونو سره مخ دي.

د یونیسف د نوي راپور له مخې، افغانستان د سویلي آسیا په کچه د ماشومانو د زیان‌منوالي له پلوه لومړی مقام لري چې دا د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خدماتو د پیاوړتیا جدي اړتیا ښيي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي چې له ډلې یې ۴۱ سلنه له څو اقلیمي خطرونو سره یو ځای مخ دي. له دې ډلې څه باندې ۷۵ سلنه ماشومان له وچکالۍ سره مخ دي، له ۵۰ سلنه زیات د اوږدو او پرله‌پسې سختو ګرميو اغېزمن شوي او له ۱.۷ میلیونو زیات ماشومان د سیندیزو سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف وایي چې دا طبیعي خطرونه د ماشومانو پر ژوند، روغتیا، زده‌کړو او خوړو مستقیم اغېز لري او د خوارځواکۍ ستونزه یې لا پسې زیاته کړې ده.

دغه اداره ټینګار کوي چې د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ‌الصحې، زده‌کړو او د ماشومانو د خوندیتوب خدمات باید پیاوړي شي، څو د اقلیمي ټکانونو پر مهال خوندي پاتې شي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره بیړنۍ او دوامداره پانګونه وکړي.

ټرمپ: له ایران سره هوکړه روښانه ده چې تهران به اټومي وسله ونه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره شوې هوکړه «په ښکاره او واضح ډول» دا تضمینوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو له مخې هوکړه اوس دویم پړاو ته ننوتې او د ځینو راپورونو له مخې دا یو لومړنې چوکاټي هوکړه (MOU) ده، نه بشپړ وروستی تړون.

د راپورونو له مخې، د دغې هوکړې له مخې به د ایران پر اټومي پروګرام سخت محدودیتونه ولګول شي او د بندیزونو د نرمېدو موضوع به د ایران له ژمنو سره تړلې وي.

ټرمپ ټینګار کړی چې هوکړه کې ایران د اټومي وسلو له جوړولو منع شوی او دا به د نړیوال امنیت لپاره مهم ګام وي.

خو د هوکړې جزئیات لا هم د تخنیکي خبرو په پړاو کې دي او تمه کېږي چې د بندیزونو، څارنې او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه وروستۍ پرېکړې بیا وشي.

په همدې حال کې، نړیوالو شریکانو د دې پرمختګ هرکلی کړی، خو ځینې لوري لا هم د هوکړې د عملي کېدو په اړه احتیاط کوي، ځکه چې لا یې ټول جزئیات وروستي شوي نه دي.

د ملګرو ملتونو؛د سرمنشي نوی مرستیال کابل ته ورسېد او نن یې خپله دنده پیل کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی ټاکل شوی مرستیال او د استوګنې او بشري چارو همغږي کوونکی برونو لمارکي نن کابل ته راورسېد او خپله دنده یې پیل کړه.

نوموړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له لوري ټاکل شوی او د اندریکا راټواټه ځای ناستی دی. نوموړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د پراختیايي چارو همغږي هم پر غاړه لري.

یوناما وایي، لمارکي به په افغانستان کې د دغه سازمان د ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي او د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو مشري به کوي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، برونو لمارکي د ملګرو ملتونو په سیستم کې پراخه تجربه لري او له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ پورې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت (MONUSCO) د مرستیال استازي او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

یونیسف: ۶۰ زره راستانه او بې ځایه شوي ماشومان د لنډمهاله زده کړو پرګرامونو ته جذب شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې یې زرګونه راستنېدونکو او بې‌ځایه شويو کسانو ته د بېړنیو خدماتو مرستې رسولې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په تورخم، سپین بولدک او اسلام‌کلا کې یې شاوخوا ۱۶۷ زره کسانو ته روغتیايي، تغذیوي، د اوبو او حفظ‌الصحې او رواني ملاتړ خدمات وړاندې کړې دي. همداراز شاوخوا ۶۰ زره ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، د لنډمهالو زده کړو پروګرامونو ته جذب شوې دي.

یونیسف همداراز زیاته کړې چې په روغتونونو کې پنځه د اکسیجن فابریکې هم لګول شوې دي، څو د میندو او ماشومانو د درملنې خدمات پیاوړي شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ۱.۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورنې معلومات رسېدلي او زرګونه شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

برېټانیا؛د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو او پخلاینې غوښتنه کړې

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د برېټانیا وزیر او د پارلمان غړي هېمش فالکونر اسلام‌آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره، د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو کړکېچونو په اړه خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې د ستونزو د حل لپاره ډیالوګ مهم دی.

په دې لیدنه کې د بریټانیا وزیر هېمش فالکونر له افغانستانه د ترهګریز ګواښ پر وړاندې له پاکستانه د ملاتړ د دوام ژمنه هم تازه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان او برېټانیا ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو او نړیوال امنیت لپاره مهمه ده او د ترهګرۍ ضد برخه کې به یې له پاکستان سره مرستې دوام وکړي.

امریکا؛راتلونکو څو ورځو کې له ایران سره د شوې هوکړې لومړنی متن خپروي

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس تایید کړې چې ښايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډېر زر له ایران سره د شوې هوکړې متن په ډاګه کړي.

نوموړي ویلي، دا کار ممکن له جمعې ورځې مخکې چې له ایران سره رسماً هوکړه لاسلیک کیږي، ترسره شي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو دغه هوکړه لا دمخه لاسلیک شوې ده.

په همدې حال کې ویل کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې متن شاوخوا «یو نیم مخ» او «ډېر عمومي» سند دی.

د امریکا لوړپوړو چارواکو د هوکړې ځینې جزئیات خپاره کړي چې له ډلې یې ویلي، د هرمز تنګی به د جمعې په ورځ بېرته د کښتیو پر مخ پرانیستل شي؛ په همدې ورځ به په جنیوا کې هوکړه هم په رسمي ډول لاسلیک شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د سولې د هوکړه لیک د ترلاسه کولو لپاره له امریکا سره د جمعې په ورځ په سویس کې د خبرو نوي پړاو ته چمتو دي.

د معلوماتو له مخې، دا هوکړه به د اوربند موده د نورو ۶۰ ورځو لپاره وغځوي او په دې موده کې به دواړه لوري د وروستۍ هوکړې پر جزئیاتو خبرې وکړي.

اعتراضات جبرئیل هرات با حمایت افغان‌ها و فعالان مدنی در ۱۴ شهر جهان همراه شد

اعتراضات مردمی در منطقه جبرئیل هرات که در پی بازداشت شماری از زنان و تشدید محدودیت‌های طالبان علیه زنان و دختران آغاز شده است، با موجی از همبستگی در کشورهای مختلف جهان روبه‌رو شده است.

براساس گزارش‌ها، افغان‌ها و فعالان مدنی در ۱۴ شهر جهان با برگزاری گردهمایی‌ها و برنامه‌های اعتراضی، حمایت خود را از حقوق زنان در افغانستان اعلام کردند.

اشتراک‌کنندگان این تجمعات با سر دادن شعار «تحصیل، کار و آزادی» خواستار پایان محدودیت‌ها و سرکوب زنان و دختران در افغانستان شده و بر حق دسترسی آنان به آموزش، اشتغال و حضور در جامعه تأکید کردند.

معترضان همچنین از جامعه جهانی خواستند تا در برابر نقض حقوق زنان در افغانستان سکوت نکند و برای حمایت از حقوق اساسی آنان اقدامات مؤثرتری انجام دهد.

ټرمپ: له ایران سره هوکړه دویم پړاو ته ننوتې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د واشنګټن هوکړه دویم پړاو ته ننوتې او تمه لري چې په بریالیتوب سره به پای ته ورسېږي.

ټرمپ د فرانسې په ایویان-لې-بان ښار کې د جي‌۷ هېوادونو د غونډې پر مهال وویل چې امریکا په ایران کې هېڅ ډول مالي پانګونه نه کوي او دا ادعاوې ناسمې دي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه بشپړه شوې او اوس دویم پړاو ته ننوځي. د نوموړي په وینا، دا پړاو به د پخوانیو خبرو په پرتله اسانه وي.

د امریکا ولسمشر د هوکړې د جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې له ایران سره روانه هوکړه د بریالۍ کېدو چانس لري.

د یوناما؛د ماموریت د غځېدو په تړاو د نصیر احمد فایق دریځ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې مهم او حیاتي رول لري.

فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، خپل‌سرې نیونې او پر بنسټیزو آزادیو بندیزونه زیات شوي دي.

نوموړي د امنیت شورا له هغه ټینګار هرکلی کړی چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو په اړه یې کړی او د هغو پالیسیو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او دودونو سره په ټکر کې دي.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یوه ټول‌ګډونه، مشروع، استازولیز او ځواب ویونکي سیاسي نظام له لارې تأمینېدای شي. فایق د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د پلي کېدو او د افغانانو په مشرۍ د یوه بااعتباره او ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له رامنځته کولو ملاتړ هم څرګند کړی دی.

نوموړي د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک د وېرې او ځپنې وړ نه، بلکې د انساني کرامت، عدالت، حقونو، فرصتونو او له هیلې ډک راتلونکي وړ دي.

متقی: روابط افغانستان و آسیای مرکزی بر پایه رویکرد عمل‌گرایانه استوار است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت امور خارجه حکومت طالبان، گفته است که روابط افغانستان با کشورهای آسیای مرکزی بر اساس رویکرد عمل‌گرایانه شکل گرفته و نیازمند گسترش بیشتر همکاری‌ها است.

متقی با اشاره به پیوندهای مشترک میان افغانستان و کشورهای منطقه، اظهار داشت که افغانستان با آسیای مرکزی دارای مشترکات دینی، تمدنی و جغرافیایی بوده و آینده مشترکی با این کشورها دارد.

او تأکید کرد که تقویت همکاری‌های دوجانبه و منطقه‌ای می‌تواند زمینه‌ساز توسعه روابط سیاسی، اقتصادی و تجاری میان افغانستان و کشورهای آسیای مرکزی شود.