یکشنبه, جولای 5, 2026
Home Blog Page 71

د یوناما؛د ماموریت د غځېدو په تړاو د نصیر احمد فایق دریځ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې مهم او حیاتي رول لري.

فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، خپل‌سرې نیونې او پر بنسټیزو آزادیو بندیزونه زیات شوي دي.

نوموړي د امنیت شورا له هغه ټینګار هرکلی کړی چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو په اړه یې کړی او د هغو پالیسیو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او دودونو سره په ټکر کې دي.

هغه همداراز ویلي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یوه ټول‌ګډونه، مشروع، استازولیز او ځواب ویونکي سیاسي نظام له لارې تأمینېدای شي. فایق د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د پلي کېدو او د افغانانو په مشرۍ د یوه بااعتباره او ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له رامنځته کولو ملاتړ هم څرګند کړی دی.

نوموړي د بشري مرستو د دوام، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک د وېرې او ځپنې وړ نه، بلکې د انساني کرامت، عدالت، حقونو، فرصتونو او له هیلې ډک راتلونکي وړ دي.

متقی: روابط افغانستان و آسیای مرکزی بر پایه رویکرد عمل‌گرایانه استوار است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت امور خارجه حکومت طالبان، گفته است که روابط افغانستان با کشورهای آسیای مرکزی بر اساس رویکرد عمل‌گرایانه شکل گرفته و نیازمند گسترش بیشتر همکاری‌ها است.

متقی با اشاره به پیوندهای مشترک میان افغانستان و کشورهای منطقه، اظهار داشت که افغانستان با آسیای مرکزی دارای مشترکات دینی، تمدنی و جغرافیایی بوده و آینده مشترکی با این کشورها دارد.

او تأکید کرد که تقویت همکاری‌های دوجانبه و منطقه‌ای می‌تواند زمینه‌ساز توسعه روابط سیاسی، اقتصادی و تجاری میان افغانستان و کشورهای آسیای مرکزی شود.

هشتمین نشست نمایندگان ویژه اتحادیه اروپا و آسیای مرکزی درباره افغانستان در آلماتی برگزار شد

هشتمین نشست نمایندگان ویژه اتحادیه اروپا و کشورهای آسیای مرکزی درباره افغانستان در شهر آلماتی قزاقستان برگزار شد.

در این نشست، نمایندگان ویژه کشورهای اشتراک‌کننده درباره وضعیت کنونی افغانستان و پیامدهای آن بر منطقه گفت‌وگو و تبادل نظر کردند.

براساس گزارش‌ها، موضوعات اقتصادی، وضعیت بشردوستانه، تغییرات اقلیمی، حقوق بشر و راه‌های گسترش همکاری‌های منطقه‌ای از محورهای اصلی این نشست بوده است.

اشتراک‌کنندگان همچنین بر اهمیت هماهنگی و همکاری میان کشورهای منطقه و جامعه جهانی برای رسیدگی به چالش‌های مرتبط با افغانستان تأکید کرده‌اند.

آمریکا حمایت از صندوق سرمایه‌گذاری ۳۰۰ میلیارد دالری برای ایران را مشروط به توافق گسترده‌تر کرد

دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا، آمادگی دارد از ایجاد یک صندوق سرمایه‌گذاری خصوصی به ارزش ۳۰۰ میلیارد دالر برای ایران حمایت کند؛ اقدامی که مشروط به موافقت تهران با یک توافق گسترده‌تر در زمینه پایان درگیری‌ها و پیشبرد مذاکرات هسته‌ای خواهد بود.

براساس این گزارش‌ها، این صندوق توسط شرکت‌های خصوصی بین‌المللی و نه دولت‌ها تأمین مالی می‌شود و تنها در صورتی در اختیار ایران قرار خواهد گرفت که تهران به تعهدات مندرج در توافق پایبند بماند.

در همین حال، بازگشایی تنگه هرمز، تمدید آتش‌بس و ادامه مذاکرات هسته‌ای از جمله شرایط مطرح‌شده برای بهره‌مندی ایران از این صندوق عنوان شده است.

همچنین گفته شده که هرگونه کاهش یا لغو تحریم‌ها علیه ایران به‌صورت مرحله‌ای انجام خواهد شد و روند آن به میزان پایبندی تهران به مفاد توافق بستگی خواهد داشت

عباس عراقچي:په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د روانو هوکړو تر ټولو مهمه موضوع ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سيد عباس عراقچي ويلي چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د روانو خبرو او تفاهماتو تر ټولو مهمه موضوع ده.

عراقچي ویلي چې د لبنان د جګړې ختمول ښايي د پروتوکول یا هوکړې تر ټولو مهمه برخه وي.

نوموړي زیاته کړې چې په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره باید د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

ملاله یوسفزۍ:بروکسل ته د طالبانو د حکومت د استازو بلنه د ښځو د حقونو په اړه پوښتنې راولاړوي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ، د اروپایي ټولنې له خوا بروکسل ته د طالبانو حکومت د استازو د بلنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په اېکس کې لیکلي چې د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د موضوع په اړه خبرې کول داسې پیغام ورکوي چې یو حکومت کولای شي د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او بیا هم د یوه ډیپلوماتیک شریک په توګه ومنل شي.

هغې ویلي چې اروپا باید له داسې نظام سره د اړیکو پراخولو په اړه له احتیاطه کار واخلي چې د هغې په وینا د نړۍ له جدي بشري حقونو ستونزو څخه د یوې مسوولیت پر غاړه لري.

یوسفزۍ ويلي چې د طالبانو حکومت ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، ټولنیز ژوند او ازاد تګ راتګ څخه محرومې کړې دي.

هغې همدارنګه د هرات د وروستیو پېښو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د نیولو او د اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې تایید کړې چې د افغانستان د کډوالو د موضوع په اړه د خبرو لپاره یې د طالبانو د حکومت یو پلاوی بروکسل ته وربللی دی.

د طالبانو حکومت:د بې‌کیفیته خوړو او درملو پر ضد د څارنې ټیمونه ګومارل کېږي

د طالبانو حکومت ویلي چې د خوړو او درملو د تنظیم ځانګړې غونډه د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د درملو د کیفیت د ښه والي، د اړتیا وړ درملو د لېست د بشپړولو او د غیرمعیاري درملو د وارداتو د مخنیوي په اړه خبرې شوې.

همدارنګه د هېواد د درملو د تنظیم او کنټرول د سیستم د لا معیاري کولو پر لارو چارو هم بحث او ارزونه ترسره شوې ده.

ارګ زیاتوي چې د غونډې په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده وسپارل شوه څو په بازارونو کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو خوړو او درملو د پلور او پېر مخه ونیسي او د عامې روغتیا د خونديتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

استخراج سه هزار و ۲۰۸ قیراط زمرد به ارزش بیشتر از ۱۳۹ هزار دالر از معادن ولایت پنجشیر

سیف‌الدین لتون سخنگوی مقام ولایت پنجشیر حکومت طالبان اعلام کرده است که سه هزار و ۲۰۸ قیراط زمرد استخراج‌شده از معادن این ولایت، به ارزش ۱۳۹ هزار و ۴۰۰ دالر امریکایی به تاجران داخلی به فروش رسیده است.

به گفته وی، این مقدار زمرد پس از استخراج از معادن پنجشیر، در یک روند مشخص فروش و داوطلبانه وارد بازار شده و سپس به تاجران کشور به قیمت توافقی واگذار گردیده است.

مقام‌های محلی حکومت طالبان در پنجشیر می‌گویند که هدف از چنین روندهایی، تنظیم بهتر بازار سنگ‌های قیمتی، جلوگیری از قاچاق و افزایش عواید داخلی از منابع طبیعی است.

پنجشیر از ولایت‌های شناخته‌شده افغانستان در زمینه استخراج زمرد به شمار می‌رود و معادن آن در سال‌های اخیر توجه بیشتری را از سوی تاجران داخلی جلب کرده است. به باور مسئولان، فروش رسمی این نوع سنگ‌های قیمتی می‌تواند در تقویت اقتصاد محلی و ایجاد فرصت‌های کاری برای باشندگان منطقه نقش داشته باشد.

امير خان متقي:د ایران او امریکا هوکړه د سیمې په ګټه ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه یو مثبت ګام دی او د سیمې د هېوادونو په ګټه تمامېدای شي.

امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې غونډې ته ویلي چې د هېوادونو ترمنځ شخړې او اختلافات باید د جګړې پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه زیاته کړې چې که د تهران او واشنګټن ترمنځ توافق عملي شي، دا به د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره ګټور پرمختګ وي.

متقي د سیمه‌ییزو څېړنیزو بنسټونو ترمنځ علمي او فکري همکارۍ مهمې بللې او ویلي چې د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، چاپېریالي ستونزو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې ګډې څېړنې او طرحې کولی شي د ستونزو په حل کې اغېزمنې ثابتې شي.

د ياد وزارت په وينا، په دې غونډه کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو استازو، څېړونکو او پالیسي جوړوونکو ګډون کړی دی.

ګډونوال به د سیمې د ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره کړي او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو روان وضعیت به هم وارزوي.

د ایران د قدس ځواک مشر:د ایران پر ضد جګړې امریکا بې‌اعتباره کړه او د اسراییل زوال یې چټک کړ

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک مشر ویلي چې د ایران پر ضد جګړې امریکا بې‌اعتباره کړې او د اسراییل د زوال بهیر یې لا چټک کړی دی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې دې جګړې د امریکا نړیوال دریځ ته زیان رسولی او د اسراییل د کمزوري کېدو لامل شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د ایران پر ضد پوځي فشارونه نه یوازې هدف ته ونه رسېدل، بلکې د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلاتو کې یې بدلونونه رامنځته کړي دي.