د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس تایید کړې چې ښايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډېر زر له ایران سره د شوې هوکړې متن په ډاګه کړي.
نوموړي ویلي، دا کار ممکن له جمعې ورځې مخکې چې له ایران سره رسماً هوکړه لاسلیک کیږي، ترسره شي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو دغه هوکړه لا دمخه لاسلیک شوې ده.
په همدې حال کې ویل کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې متن شاوخوا «یو نیم مخ» او «ډېر عمومي» سند دی.
د امریکا لوړپوړو چارواکو د هوکړې ځینې جزئیات خپاره کړي چې له ډلې یې ویلي، د هرمز تنګی به د جمعې په ورځ بېرته د کښتیو پر مخ پرانیستل شي؛ په همدې ورځ به په جنیوا کې هوکړه هم په رسمي ډول لاسلیک شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د سولې د هوکړه لیک د ترلاسه کولو لپاره له امریکا سره د جمعې په ورځ په سویس کې د خبرو نوي پړاو ته چمتو دي.
د معلوماتو له مخې، دا هوکړه به د اوربند موده د نورو ۶۰ ورځو لپاره وغځوي او په دې موده کې به دواړه لوري د وروستۍ هوکړې پر جزئیاتو خبرې وکړي.

