سه شنبه, جون 16, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو؛د سرمنشي نوی مرستیال کابل ته ورسېد او نن یې...

د ملګرو ملتونو؛د سرمنشي نوی مرستیال کابل ته ورسېد او نن یې خپله دنده پیل کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوی ټاکل شوی مرستیال او د استوګنې او بشري چارو همغږي کوونکی برونو لمارکي نن کابل ته راورسېد او خپله دنده یې پیل کړه.

نوموړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش له لوري ټاکل شوی او د اندریکا راټواټه ځای ناستی دی. نوموړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د پراختیايي چارو همغږي هم پر غاړه لري.

یوناما وایي، لمارکي به په افغانستان کې د دغه سازمان د ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کوي او د بشري مرستو او پراختیايي پروګرامونو مشري به کوي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، برونو لمارکي د ملګرو ملتونو په سیستم کې پراخه تجربه لري او له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ پورې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت (MONUSCO) د مرستیال استازي او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here