د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن پاکستان ته رسېږي، چې دا سفر د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له پلان شوي سفر څخه مخکې ترسره کېږي.
سرچینو ویلي چې عراقچي به د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړي.
تمه کېږي چې په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو بحث وشي.

