د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي د ایران او امریکا ترمنځ سویس کې مذاکرات هغه مهال ودرول شول چې د امریکا له لوري ګواښوونکې څرګندونې وشوې.
قالیباف ادعا کړې چې د مذاکراتو په منځ کې خبر شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د ولسمشر، د مذاکراتي پلاوي او د ایران د خاورې پر ضد د احتمالي بریدونو په اړه ګواښوونکې څرګندونې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې بیا یې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ته وویل چې د لاسلیک شوې هوکړه لیک له مخې باید هېڅ ډول ګواښ او فشار نه وي او ټینګار یې کړی چې ایران هېڅکله د فشار لاندې خبرې نه کوي.
قالیباف ویلي، بیا له دې وروسته ایراني پلاوي خبرې اترې پای ته ورسولې، غونډه یې پرېښوده او بېرته ور ونه ګرځېدل.
د هغه په وینا، امریکايي لوري د منځګړو له لارې د بیا ناستې غوښتنه وکړه، خو ایران دا غوښتنه رد کړه.
نوموړی وایي، بیا د قطر او پاکستان منځګړي له ایراني پلاوي سره د خبرو لپاره ورغلل خو موږ هغوی ته وویل چې یوازې له تاسو سره خبرې کوو، نه په مستقیم ډول له امریکايي پلاوي سره.
قالیباف زیاته کړې چې د همدې ۸۰ دقیقو خبرو او بحثونو پایله وروسته د قطر او پاکستان له لوري په یوه ګډه خبرپاڼه کې خپره شوه.
تر اوسه د امریکا له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

