یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 7

امریکا؛په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بدلون ارزونه کوي

وال سټریټ ژورنال وايي، امریکا په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بیا تنظیمولو پر طرحه کار کوي او دا احتمال ارزوي چې د خلیج له ځینو هېوادونو څخه د خپلو اډو او پوځي عملیاتو یوه برخه اسرائیلو ته ولېږدوي.

راپور زیاتوي، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په بحرین کې د امریکا یوې مهمې سمندري اډې ته د ایران د بریدونو له امله اوښتي زیانونه تر هغو ډېر پراخ دي چې واشنګټن په رسمي ډول اعلان کړي دي.

د راپور له مخې، امریکا د بحرین د خپلې پوځي اډې د بیارغونې تر څنګ په کوېټ او سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو امکان هم ارزوي.

ویل کېږي، د دې احتمالي بدلون موخه دا ده چې د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو ځای د سیمې لوېدیځ لوري ته ولېږدول شي، څو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له مستقیم ګواښ څخه لرې وي.

له کابل څخه؛وروستی وتلی امریکايي قوماندان له دندې ګوښه کېږي

ټاکل شوې چې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د اروپا او افریقا قوماندان، جنرال کریسټوفر ډوناهیو، د جولای په دویمه نېټه له خپلې دندې لرې شي.

نوموړی هماغه امریکايي جنرال دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې یې د کابل له هوايي ډګره د وروستي امریکايي سرتېري په توګه وتل د نړۍ پام ځانته واړاوه.

د راپورونو له مخې، ډوناهیو له څه مودې راهیسې د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګسېت، سره د نظر د اختلافونو له امله تر فشار لاندې و.

ویل کېږي چې د دفاع وزارت پرېکړه کړې، نوموړی به له ټاکلي وخت مخکې خپله دنده پرېږدي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا اقدام د هېګسېت د هغه اصلاحاتي پلان برخه ده چې موخه یې د امریکا په پوځ کې د جګپوړو جنرالانو او سمندري قوماندانانو شمېر کمول دي.

ډوناهیو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د ۸۲مې هوايي لېوا قوماندان و او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو عملیاتو کې یې مهم رول ترسره کړ.

د کابل په هوايي ډګر کې پوځي الوتکې ته د هغه د ختلو انځور د امریکا د شل کلن پوځي حضور د پای یوه تاریخي نښه بلل کېږي.

له هېواد څخه بهر؛«ایلم نیوز» خپل رسنيز فعالیت پیل کړ

د «ایلم نیوز» په نوم یوې نوې انلاین رسنۍ د رسنیو په ډګر کې خپل فعالیت پیل کړی دی.

د دې رسنۍ بنسټ د یو شمېر هغو افغان خبریالانو له لوري اېښودل شوی چې دا مهال له افغانستانه بهر ژوند کوي او په رسنیزو چارو کې تجربه لري.

د ایلم نیوز د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه رسنۍ به د افغانستان، سیمې او نړۍ اړوند خبرونه، راپورونه، شننې او ځانګړي مطالب په خپلواک او مسلکي ډول خپروي.

د رسنۍ مسؤلین وايي، ایلم نیوز د حقیقت‌محورې ژورنالېزم، د بیان ازادۍ، مسلکي رسنیزو اصولو او د عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا، د کره او باوري معلوماتو وړاندې کول، د مهمو پېښو بې‌طرفه انعکاس، او د ټولنې د اړتیاوو او اندېښنو را برسېره کول به د دوی د فعالیتونو مهم محورونه وي.

بلوڅ وسله‌والو؛د کوټې–تفتان لویه لاره تړلې او ۱۰ اکمالاتي موټرې یې سوځولې دي

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ د احمدوال په سیمه کې، د پټلۍ (فهاټک) ترڅنګ پر کوټه ـ تفتان لویه لاره وسله‌والو کسانو پر شپږو هغو موټرو برید کړی چې پاکستاني پوځیانو ته یې اکمالات کول.

تر دې وړاندې هم د نوشکي د «مَل» په سیمه کې پر همدې لویه لاره د تېلو ټانکر (بوزر) په ګډون څلور نورې موټرې په نښه او له منځه وړل شوې وې.

بلخوا، نن د مستونګ ولسوالۍ د شیخ واصل په سیمه کې وسله‌والو د څو ساعتونو لپاره پر کوټه ـ تفتان لویه لاره چاپه اچولې وه، چې پر مهال یې اووه ټرېلر موټرې تر خپلې ولکې لاندې نیولې وې.

د دغو بریدونو او لاربندۍ مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو راپورونه وایي چې یاده لویه لاره له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بلوڅ لیبریشن آرمي (BLA) د فعالیتونو او نفوذ تر اغېز لاندې ده.

اسرائیل و لبنان گزارش عقب‌نشینی نیروهای اسرائیلی از جنوب لبنان را رد کردند

مقام‌های ارشد اسرائیل و لبنان روز پنجشنبه گزارش‌ها درباره عقب‌نشینی نیروهای اسرائیلی از جنوب لبنان را تکذیب کردند.

این واکنش پس از آن مطرح شد که یک مقام وزارت خارجه آمریکا اعلام کرده بود اسرائیل برای نشان دادن حسن نیت بخشی از نیروهای خود را از منطقه حائل در جنوب لبنان خارج کرده است.

در همین حال، اسرائیل و لبنان در حال بررسی پیشنهاد آمریکا درباره واگذاری بخش‌هایی از مناطق اشغال‌شده در جریان جنگ با حزب‌الله و سپردن کنترل آن مناطق به دولت لبنان هستند.

یک مقام ارشد ارتش اسرائیل تأکید کرد که نیروهای این کشور از منطقه حائل عقب‌نشینی نخواهند کرد.

همچنین یک مقام نظامی لبنان گفت تحولات میدانی روزهای اخیر نشان می‌دهد که هیچ نشانه‌ای از عقب‌نشینی نیروهای اسرائیلی وجود ندارد.

ارتش اسرائیل نیز در بیانیه‌ای اعلام کرد که هیچ تغییری در محل استقرار نیروهای این کشور در جنوب لبنان ایجاد نشده است.

گفت‌وگوی تلفنی وزرای خارجه ایران و عمان پس از هشدار سپاه درباره تنگه هرمز

ساعاتی پس از انتشار بیانیه هشدارآمیز سپاه پاسداران درباره مسیر جدید تردد کشتی‌ها در تنگه هرمز عباس عراقچی وزیر امور خارجه ایران و بدر البوسعیدی وزیر امور خارجه عمان در یک تماس تلفنی درباره آخرین تحولات این آبراه راهبردی گفت‌وگو کردند.

براساس گزارش رسانه‌های ایرانی، دو طرف در این تماس وضعیت تردد دریایی در تنگه هرمز و ترتیبات موقت پیش‌بینی‌شده برای دوره ۶۰ روزه آینده را مورد بررسی قرار دادند.

سپاه پاسداران پیش‌تر اعلام کرده بود که مسیر جدید عبور کشتی‌ها در تنگه هرمز بدون اطلاع و هماهنگی با ایران تعیین شده و آن را «غیرقابل قبول و کاملاً خطرناک» توصیف کرده بود
عمان اخیراً از ایجاد یک مسیر امن برای عبور کشتی‌ها در تنگه هرمز خبر داده است.

این اقدام پس از سفر هفته جاری محمدباقر قالیباف رئیس مجلس و مذاکره‌کننده ارشد ایران، به همراه عباس عراقچی به عمان اعلام شد. گزارش‌ها حاکی است که هیئت ایرانی در این سفر با سلطان عمان درباره وضعیت تنگه هرمز و امنیت کشتیرانی در منطقه گفت‌وگو کرده است .

به نظر می‌رسد واکنش اخیر سپاه پاسداران در ارتباط با اعلام همین مسیر جدید از سوی عمان باشد.

تنگه هرمز که میان ایران و عمان قرار دارد، یکی از مهم‌ترین گذرگاه‌های انرژی جهان به شمار می‌رود و بخش قابل توجهی از صادرات نفت و گاز جهان از آن عبور می‌کند.

ایران اعلام کرده است که در حال طراحی سازوکار جدیدی برای مدیریت عبور کشتی‌ها از تنگه هرمز با مشورت عمان است، اما تأکید دارد که شرایط این آبراه به وضعیت پیش از جنگ اخیر بازنخواهد گشت.

در مقابل، کشورهای منطقه بر ادامه تردد کشتی‌ها بر اساس مقررات بین‌المللی و حفظ وضعیت پیشین این گذرگاه تأکید دارند.

انور قرقاش مشاور رئیس امارات متحده عربی، نیز هشدار داده است که تحمیل واقعیت‌های جدید در تنگه هرمز می‌تواند زمینه‌ساز اختلافات و تنش‌های تازه در آینده شود.

همزمان، شورای همکاری خلیج فارس در نشست امروز خود در بحرین با حضور مارکو روبیو وزیر امور خارجه آمریکا موضوع تنگه هرمز را بررسی کرد. روبیو در این نشست تأکید کرد که آبراه‌های بین‌المللی به هیچ کشور خاصی تعلق ندارند و محدود شدن دسترسی به آن‌ها می‌تواند جهان را با بی‌ثباتی و هرج‌ومرج روبه‌رو سازد.

جاوید امیرخېل:له پېښور سره مې مخه ښه وکړه، جرمني ته کډه شوم

افغان سندرغاړي جاويد امیرخېل اعلان کړی چې له پېښور او پښتونخوا سره یې د تل لپاره مخه ښه کړې او په جرمني کې مېشت شوی دی.

نوموړي ویلي، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته لومړی اسلام‌اباد او بیا کویټې ته ولاړ، او هلته یې څو میاشتې د کډوالۍ ژوند تېر کړ.

هغه ويلي، چې وروسته یې په پېښور کې استوګنه غوره کړه او دغه موده یې د خپل ژوند له یادګاري پړاوونو څخه بللې ده.

امیرخېل زیاته کړې چې د روان کال په مې میاشت کې اروپا ته د هنري پروګرامونو لپاره تللی و، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل راتلونکی ژوند به په جرمني کې پرمخ وړي.

هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه یې د ځانګړو شرایطو او مجبوریتونو له امله کړې، خو ډاډ یې ورکړی چې له هېواده بهر به هم خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

قالیباف ادعای خرید غلات آمریکایی با دارایی‌های آزادشده ایران را رد کرد

محمدباقر قالیباف رئیس مجلس ایران و عضو هیئت مذاکره‌کننده این کشور اظهارات مقام‌های آمریکایی درباره استفاده از دارایی‌های آزادشده ایران برای خرید غلات از آمریکا را رد کرد.

قالیباف در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس آمریکا را به دروغ‌گویی درباره نحوه آزادسازی دارایی‌های ایران متهم کرد و نوشت که نتیجه سیاست‌های واشنگتن برای ایران چیزی جز «دهه‌ها بی‌اعتمادی» نبوده است وی همچنین آمریکا را به صدور «بدعهدی و ادعاهای بی‌اساس» متهم کرد.

این واکنش در حالی مطرح می‌شود که دونالد ترامپ رئیس‌جمهور آمریکا، و جی‌دی ونس، معاون او در روزهای اخیر بارها اعلام کرده‌اند که بخشی از پول‌های آزادشده ایران برای خرید ذرت، سویا و گندم از آمریکا مصرف خواهد شد.

پیش از این، عبدالناصر همتی رئیس بانک مرکزی ایران نیز در واکنش به این اظهارات گفته بود که نحوه استفاده از شش میلیارد دالر دارایی ایران بر اساس توافق امضاشده میان تهران و واشنگتن در سال ۱۴۰۲ تعیین شده و این منابع تنها برای تأمین کالاهای اساسی و دارو قابل استفاده است.

همتی افزوده بود که در صورت مناسب بودن قیمت و کیفیت محصولات آمریکایی در مقایسه با سایر کشورها ایران مانعی برای خرید این کالاها نخواهد داشت و در سال‌های اخیر نیز بخشی از خریدهای بخش کشاورزی از طریق شرکت‌های بزرگ آمریکایی و اروپایی انجام شده است.

د امریکا سترې محکمې؛د پناه غوښتونکو په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي تایید کړه

د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې چې د ټرمپ اداره کولای شي د امریکا ـ مکسیکو پر پوله هغه پالیسي بیا عملي کړي چې له مخې یې پناه غوښتونکي د امریکا خاورې ته له ننوتو مخکې بېرته ستنول کېږي.

محکمې ویلي، هغه کسان چې لا د مکسیکو په خاوره دي، د امریکا خاورې ته رسېدلي نه ګڼل کېږي او د پناه غوښتنې قانوني حق نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې په پراخه کچه د پناه غوښتنې د بهیر د محدودولو هڅې کړې دي او سترې محکمې ته یې ویلي وو چې غواړي د اړتیا په صورت کې د کډوالو د زیاتوالي پر مهال دغه پالیسي بېرته عملي کړي.

بل لور د بشري حقونو ملاتړو ډلو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د زرګونو پناه غوښتونکو لپاره ستونزې زیاتې کړي.

رحمن الله ګربز؛له میرویس عزیزي سره لیدلي او له شاپور ځدراڼ سره یې د مرستې لپاره ترې مننه کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکي او چټک پیلیز توپ وهونکي رحمن‌الله ګربز له افغان پانګه‌وال او سوداګر میرویس عزیزي سره لیدلي دي.

ګربز ویلي، په دې لیدنه کې یې له عزیزي سره د سوداګریزو برنامو او د افغانستان د راتلونکو پراختیایي پروژو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

نوموړي همدارنګه د ملي اتل شاپور ځدران د ملاتړ او همکاریو لپاره له میرویس عزیزي مننه کړې ده.

رحمن الله ګربز په دې لیدنه کې میرویس عزیزي ته د «RG پرفیوم» په نوم د خپل نوي برانډ ځانګړې بسته هم ډالۍ کړې ده.

ګربز په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې داسې ملي شخصیتونه د هېواد لپاره ستره پانګه ده او د هغوی خدمتونه، هڅې او وطنپالنه باید وستایل شي او قدر یې وشي.