یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 6

ایران بیانیه شورای همکاری خلیج فارس را «مداخله‌جویانه» خواند

وزارت امور خارجه ایران بیانیه مشترک آمریکا و شورای همکاری خلیج فارس را «مداخله‌جویانه غیرمسئولانه و تحریک‌آمیز» توصیف کرد و حضور نظامی آمریکا در خلیج فارس را عامل ناامنی و اختلاف در منطقه دانست.

این وزارتخانه همچنین بار دیگر تأکید کرد که مدیریت تنگه هرمز باید با همکاری عمان و بر اساس مفاد یادداشت تفاهم میان ایران و ایالات متحده انجام شود.

این واکنش در پی نشست شورای همکاری خلیج فارس در بحرین و با حضور وزیر خارجه آمریکا مطرح شد نشستی که در آن درباره تنش‌های جاری در تنگه هرمز گفت‌وگو شد.

در بیانیه پایانی این نشست ضمن استقبال از تفاهم اخیر ایران و آمریکا، هرگونه سیاست برای دریافت عوارض هزینه یا اعمال کنترل بر تنگه هرمز رد شده است.

شورای همکاری خلیج فارس متشکل از بحرین، عربستان سعودی، قطر، عمان، امارات متحده عربی و کویت است.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د هرمز تنګي د کښتۍ تګ راتګ به د تهران–واشنګټن د هوکړې له مخې تنظیمېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، هغه څه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک په پنځمه ماده کې پرې هوکړه شوې، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د تنظیم بنسټ به وي.

دغه وزارت یاده ګډه اعلامیه مداخله کوونکې، غیرمسؤلانه او پاروونکې بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي: «د امریکا دا ادعا چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو امنیت ته ژمنه ده، له تشو شعارونو او د حقیقت له تحریف پرته بل څه نه دي.»

په اعلامیه کې د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د سیمې د امنیت په اړه په خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي، او ټینګار شوی چې ګډ امنیت د بهرنیو لاسوهنو پرته هم تامین کېدای شي.

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه بیانیه کې؛افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو جدي اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ۴۱ هېوادونو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یوه ګډه بیانیه وړاندې کړې ده.

په بیانیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله رامنځته شوی سیستماتیک ظلم او تبعیض غندل شوی او ټینګار شوی چې دا محدودیتونه او اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.

بیانیه زیاتوي چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې:

  • نجونې له زده کړو محرومې پاتې شوې دي
  • ښځې له کار، روغتیايي خدماتو، عامه ژوند او ټولنیزې فضا څخه ایستل شوې دي
  • خپل سري نیونې، د محتسبانو له لوري ځورونې، سانسور او تاوتریخوالی د فشار وسیلې ګرځېدلي دي

په بیانیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ملاتړ وکړي او د حساب ورکولو خپلواک میکانیزم (IIM-A) پیاوړی کړي.

د ایټالیا لومړۍ وزیره:د ایران پر ضد په جګړه کې بې‌طرفه پاتې شوي یوو

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي، هېواد یې د ایران پر ضد په هېڅ پوځي عملیاتو یا جګړه کې ګډون نه دی کړی او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

میلوني دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي وو، د ایټالیا په ګډون ځینو اروپايي غړو هېوادونو امریکا ته اجازه ورکړې وه چې د ایران پر ضد عملیاتو لپاره له خپلو پوځي اډو استفاده وکړي.

هغې ټینګار وکړ چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د بېلابېلو موضوعاتو له ګډولو څخه رامنځته شوې وې او وروسته یې خپله خبره هم اصلاح کړې ده.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه، که هېواد یې په دغو عملیاتو کې ښکېل وای، نو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه نیوکې به بې‌معنا وې چې د ایټالیا د نه ګډون له امله یې کړې وې.

په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني هم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د ایټالیا پوځي اډې د ایران پر ضد په عملیاتو کې نه دي کارول شوې.

خيبر پښتونخوا؛په بنو کې پر امبولانس برید کې څلور کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د بنو په سرکلر سړک ناپېژاندو وسله‌والو د یوې خیریه موسسې پر امبولانس برید کړی چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د عاشورا د لسمې ورځې د امنیت لپاره په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ویل کېږي، دغه امبولانس د “کلتور” په نوم یوې ځايي خیریه ادارې پورې تړاو درلود.

تر اوسه د برید انګېزه نه ده روښانه شوې او پولیسو هم د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

بنو، چې د خیبر پښتونخوا له جنوبي ولسوالیو څخه ده، په وروستیو کلونو کې د ګڼو خونړیو بریدونو شاهده پاتې شوې ده.

په دې سیمه کې بېلابېلې وسله‌والې ډلې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي.

حامد کرزی:عاشورا د اصلاح، وحدت او ملي یووالي پیغام لري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عاشورا د رارسېدو په مناسبت د امام حسین (رض) د شهادت ورځ نمانځلې او د کربلا د شهیدانو روح ته یې دعا کړې ده.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، امام حسین د ټولنیزو انحرافاتو پر ضد د اصلاح یو مهم او معنادار حرکت وکړ او د حق او عدالت د دفاع لپاره یې تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه وکړه، چې د کربلا تاریخي حماسه یې پرېښوده.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک لکه د نړۍ نور مسلمانان د عاشورا درناوی کوي او د اهل بیت مینه د وحدت او ورورولۍ وسیله ګڼي.

کرزي ټینګار کړی چې دا مناسبت د اصلاح، روښانتیا او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت دی او خلک باید ترې د هېواد د پرمختګ، یووالي او علم د ودې لپاره ګټه واخلي.

افغانان آزادۍ ته اړتیا لري، نه نصیحتونو ته

افغانان د تاوتریخوالي په اړه د چا نصیحت ته اړتیا نه لري.
موږ هغه خلک یو چې خپل عزیزان مو خاورو ته سپارلي دي. موږ هغه خلک یو چې ځانمرګي بریدونه، ترهکري، کډوالي، خیانتونه او د خپل نظام سقوط مو په خپلو سترګو لیدلی دی. موږ د هرې جګړې له امله تر ټولو دروند قیمت پرې کړی. هیڅوک د افغانانو پر تله د سولې تږي نه دي، ځکه هیڅوک زموږ په څېر د خپلو او پردېو جګړو قربانیان نه دي.
خو ټول باید پوه شي چې افغانستان نن نه د سولې، نه د ثبات او نه د یوه مشروع نظام خاوند دی.
افغانستان نن د یوې استخباراتي ډلې لخوا یرغمل شوی هېواد دی. افغانستان د نړۍ پر سر د میلیونونو افغانانو لپاره یو سرخلاصی زندان دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، پخوانیو سرتېرو، خبریالانو، مدني فعالانو، قومي او مذهبي اشخاصو، او هر هغه چا لپاره چې نه غواړي خپل عزت او کرامت یوې داسې وسله‌والې ډلې ته تسلیم کړي چې د وېرې له لارې واکمني کوي.
له همدې امله باید د افغانستان په اړه هغه نړیوال روایت وننګول شي چې ورځ تر بلې پیاوړی کېږي. افغانانو ته بیا بیا ویل کېږي چې صبر وکړئ، له مقابلې ډډه وکړئ، هیله ولرئ چې طالبان به بدل شي، او انتظار وکړئ چې ښکېلتیا او تعامل به یوه ورځ طالبان معتدل کړي. موږ دا خبرې مخکې هم اورېدلې دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط مخکې افغانانو ته ویل کېدل چې طالبان بدل شوي دي. موږ ته ویل کېدل چې طالبان عملي شوي، له تېر څخه یې زده کړه کړې، مشروعیت غواړي، او د مشروعیت اړتیا به هغوی اعتدال ته اړ کړي.
د ولسمشر غني اختریز پیغام باید افغانان او نړیوال دې ته اړ باسي چې له ځانه هغه درې پوښتنې وکړي چې نوموړي هم ورته اشاره کړې. لومړی، آیا طالبانو سوله راوړې ده، که یوازې یې د وېرې له لارې چوپتیا تحمیل کړې ده؟ دویم، آیا طالبانو د افغان ولس له رضایت څخه مشروعیت ترلاسه کړی، که له یوه پټ مشر سره د اطاعت غوښتنه کوي ځکه چې ولسي مشروعیت نه لري؟ درېیم، آیا طالبانو د ملي ډیالوګ، د نجونو د زده‌کړو، سیاسي ګډون او روغې جوړې دروازه پرانیستې ده، که هرې سوله‌ییزې غوښتنې ته یې په نورو فرمانونو، لا زیات حذف او لا ژورې ځپنې ځواب ورکړی دی؟ که ځوابونه روښانه وي، پایله هم باید روښانه وي: د افغانستان راتلونکی د دې فریب پر بنسټ نه شي جوړېدای چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ د دې برعکس ثابتوي.
حقیقت ټولو ته روښانه دی چې طالبان نه دي بدل شوي بلکې بدتر شوي خو بې له شکه چې نړیوالو خپل معیارونه راټیټ کړی دی.
نږدې پنځه کاله کېږي چې افغانانو د خبرو اترو، سیاسي اجماع، ملي روغې جوړې او یوه سوله‌ییزې لارې غوښتنه کړې ده. د طالبانو ځواب جوړجاړی نه و. د هغوی ځواب لا ژور استبداد و: نور فرمانونه، نورې نیونې، نور شکنجې، نور محدودیتونه، نوره وېره، او له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذفول. هغوی سولې ته په فرمانونو ځواب ورکړ، شمولیت ته په حذفولو، او روغې جوړې ته په ځپلو.
دا اعتدال نه دی. دا بدلون نه دی. دا داسې ستونزمن انتقال نه دی چې یوازې نور وخت ته اړتیا ولري. دا هماغه پخوانۍ ایډیالوژي ده، خو اوس د نړیوالې ستړیا او دیپلوماتیکو خیالونو تر سیوري لاندې خوندي شوې ده.

په داسې حال چې افغانستان له یوې ستر بشري او انساني فاجعې سره مخ دی، هیله ستراتیژي نه ده. خیال دیپلوماسي نه ده. او دا تصور چې طالبان به په خپله بدل شي یو ستر خوب او خیال دی.

هو افغانان بې له شکه چې سول غواړي خو داسې معلومېږي چې له یو شمېر نړیوالو سیاسونو او هېوادونو د سولې او تسلیمۍ تر منځ توپېر ورک شوی.
سوله عدالت غواړي. سوله حقونه غواړي. سوله سیاسي ګډون، د خلکو رضایت او د انساني کرامت ساتنه غواړي. هغه څه چې نن په افغانستان کې دي، سوله نه ده. دا جبري چوپتیا ده. دا له پورته نه تحمیل شوې وېره ده. دا د ډیپلوماټانو لپاره ثبات، خو د خلکو لپاره زندان دی.
هیڅ ملت ته باید ونه ویل شي چې سوله‌ییز پاتې شي، په داسې حال کې چې د آزادۍ ټولې سوله‌ییزې لارې په قصدي ډول پرې تړل شوې وي.
کله چې خبرې اترې ردېږي، سوله‌ییز اعتراض جرم ګڼل کېږي، ټاکنې لغوه کېږي، سیاسي ګډون منع کېږي، ښځې له ټولنې حذفېږي، او یو ټول هېواد د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د وېرې او زور له لارې اداره کېږي، د دوامداره کړکېچ لومړنی مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې د سولې هره دروازه یې تړلې ده، نه د هغو خلکو پر غاړه چې نه غواړي په ځنځیرونو کې ژوند وکړي.
همدا د افغانستان په اړه د نړیوال چلند تر ټولو لوی اخلاقي تضاد دی. کله چې نور دولتونه له وسله‌والو افراطي ډلو سره مخ کېږي، د زور کارول اکثر د ځان‌دفاع او امنیت په نوم توجیه کېږي. خو کله چې افغانان د طالبانو پر ضد د مقاومت خبره کوي ناڅاپه موږ ته د تاوتریخوالي درسونه راکول کېږي.
دا دوه‌ګونی معیار د منلو نه دی.
د افغانانو لپاره د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ توپیر یو اخلاقي توپیر نه دی؛ ډېر کله دا یوازې یوه دیپلوماتیکه اسانتیا ده. دواړه له همدې افراطي خاورې راټوکېدلي دي. دواړه تکثر او سیاسي تنوع ردوي. دواړه له وېرې کار اخلي. دواړه باور لري چې واک د خلکو له رضایت څخه نه، بلکې د ټوپک له شپېلۍ څخه راځي. که د یوې وسله‌والې افراطي ډلې پر ضد د امنیت په نوم د زور کارول توجیه کېدای شي، نو افغانان هم د آزادۍ په نوم د بلې وسله‌والې افراطي ډلې پر ضد د مقاومت له حقه نه شي محرومېدای.
دا په دې معنا نه ده چې افغانان جګړه غواړي. موږ جګړه نه غواړو.
موږ جګړه نه غواړو. موږ آزادي غواړو.
خو سوله بې له عدالته تسلیمېدل دي. ثبات بې له حقونو زندان دی. د ظلم تر سیوري لاندې چوپتیا سوله نه ده؛ دا ملګرتیا او شریک جرم دی.
افغانان له نړۍ نه دا نه غواړي چې زموږ جګړه وکړي. موږ یوازې دا غواړو چې نړۍ دې د ظلم نوم سوله نه ږدي او تسلیمۍ ته دې ثبات نه وايي. موږ له نړۍ غواړو چې هماغه ناکامه فریب بیا پر موږ و نه پلوري: دا چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ برعکس ثابتوي. موږ له نړۍ غواړو چې له طالبانو سره د یوه راتلونکي حکومت په څېر چلند بند کړي، او افغان ولس دې د یوې ستونزې یا مزاحمت په سترګه نه ګوري.
د افغانستان راتلونکی د دې هیلې پر بنیاد نه شي جوړېدای چې زموږ ظالمان به یوه ورځ زړه‌سواندي شي. ملتونه د دې په انتظار نه آزادېږي چې ظالمان دې وجدان پیدا کړي. ملتونه هغه وخت آزادېږي چې خلک یې منظم شي، متحد شي، قرباني ورکړي، او ظلم د خپل برخلیک په توګه ونه مني.
افغانان باید هم پخپله لاس په کار شي. په داسې حال کې چې د هېواد ساه مو بنده ده، موږ نه شو کولای یوازې د بهرنیو پلازمېنو ته په تمه شو. موږ نه شو کولای خپله آزادي نورو ته وسپارو. موږ نه شو کولای د پخوانۍ بېلتونونه، شخصي رقابتونه، قومي سیاستونه او د تېرې دورې ناکامیو له امله کمروز پاتې شو. طالب خپل ځواک د افغانانو په ناپوهۍ، نفاق، ترهه او ارزښتونو په بې ارزښته کولو کې ویني.
دا حالت باید پای ته ورسېږي.
موږ داسې ملي جبهې ته اړتیا لرو چې د ښځو او نارینه‌وو، ځوانانو، د سرتېرو او ملکیانو د کورنیو، بې‌ځایه شویو، چوپ کړل شویو، او هر هغه افغان غږ وي چې ومني د طالبانو واکمني زموږ وروستی برخلیک نه دی.
نړیواله ټولنه باید د داسې لیدلوري ترڅنګ ودرېږي خو باید په ډاګه ووایم چې که نړۍ زموږ ترڅنګ درېږي او یا نه، افغانان باید د آزادۍ لپاره خپلې مبارزې ته په کلکه دوام ورکړي.
که بهرني هېوادونه موږ مني او یا مو نه مني، افغانان په ځانګړي توګه نوی نسل به تل د داسې هېواد غوښتنه کوي چې د خلکو د رضایت له مخې اداره کېږي. که نړیواله ټولنه دیپلوماتیک جرئت ولري او که نه، افغانان به د ظلم د عادي کولو پر ضد کلکې مبارزې ته دوام ورکوي.
طالبان ښايي نن پر افغانستان کنټرول ولري، خو د دې وطن راتلونکی د هغوی ملکیت نه دی.
دا راتلونکی د افغان ولس دی؛ د هغو لوڼو دی چې ښوونځي او پوهنتونونه یې حق دی؛ د هغو زامنو دی چې له جګړې او کډوالۍ پرته د ژوند حق لري؛ د هغو میندو دی چې د عزت ژوند یې حق دی؛ د هغو شهیدانو دی چې عدالت یې حق دی؛ او د هغو راتلونکو نسلونو دی چې باید داسې هېواد ورته په میراث پاتې نه شي چې له د وېرې له لارې اداره کېږي.
نړۍ باید له افغانانو دا غوښتنه بنده کړي چې هغه څه ومني چې هېڅ آزاد ملت یې د ځان لپاره نه مني.
موږ له تاوتریخوالي ستړي یو. موږ له جګړې ستړي یو. موږ له خیانتونو ستړي یو. خو موږ له آزادۍ نه یو ستړي.
او موږ به د افغانستان راتلونکی هغو کسانو ته تسلیم نه کړو چې زموږ وطن یې په زندان بدل کړی دی.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

باقر قالیباف، ډونالډ ټرمپ ته:د کنګل شویو شتمنیو د لګښت پرېکړه زموږ خپل صلاحیت دی

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ایران به خپلې ازادې شوې یا له کنګل حالت څخه ایستل شوې شتمنۍ د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره وکاروي.

قالیباف ویلي، د ایران مالي شتمنۍ د هېواد ملي سرمایه ده او د هغو د لګولو په اړه پرېکړه د ایران د ملي ګټو او اړتیاوو له مخې کېږي، نه د نورو هېوادونو د غوښتنو پر بنسټ.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اقتصادي او مالي پالیسۍ د هېواد د خپلو لومړیتوبونو پر اساس تنظیمېږي او تهران د خپلو شتمنیو د مصرف په اړه د بهرنیو لورو شرطونه نه مني.

ډونالډ ټرمپ:ایران ته مو سخت ګوزار ورکړی او اوس له پیاوړي دریځه ورسره خبرې کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د ایران پر حکومت ډېر سخت ګوزار کړی او اوس له تهران سره د بشپړ ځواک له دریځه خبرې اترې کوي.

ټرمپ ويلي چې امریکا د ایران پوځي وړتیاوې په لنډ وخت کې له منځه وړي او د ایران پوځ، قومانده، جنګي الوتکې او سمندري ځواک یې د شاوخوا یوې نیمې اوونۍ په موده کې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړې، امریکا اړ وه چې د ایران پر ضد اقدام وکړي، ځکه د هغه په وینا، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو دا به د اسرائیل او ټول منځني ختیځ لپاره جدي ګواښ او د نړۍ د امنیت لپاره خطر و.

ټرمپ همداراز ویلي، د ایران حکومت په کلکه غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو توافق رامنځته شي.

امریکا؛په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بدلون ارزونه کوي

وال سټریټ ژورنال وايي، امریکا په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بیا تنظیمولو پر طرحه کار کوي او دا احتمال ارزوي چې د خلیج له ځینو هېوادونو څخه د خپلو اډو او پوځي عملیاتو یوه برخه اسرائیلو ته ولېږدوي.

راپور زیاتوي، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په بحرین کې د امریکا یوې مهمې سمندري اډې ته د ایران د بریدونو له امله اوښتي زیانونه تر هغو ډېر پراخ دي چې واشنګټن په رسمي ډول اعلان کړي دي.

د راپور له مخې، امریکا د بحرین د خپلې پوځي اډې د بیارغونې تر څنګ په کوېټ او سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو امکان هم ارزوي.

ویل کېږي، د دې احتمالي بدلون موخه دا ده چې د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو ځای د سیمې لوېدیځ لوري ته ولېږدول شي، څو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له مستقیم ګواښ څخه لرې وي.