یکشنبه, جون 28, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د کاروبارونو د ملاتړ لپاره...

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د کاروبارونو د ملاتړ لپاره ۱۶.۹ میلیونه ډالري پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) او اروپايي ټولنې د افغانستان د ښځینه متشبثینو او د ښځو تر مشرۍ لاندې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د ۱۶.۹ میلیونه ډالرو نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دواړو بنسټونو په وینا، د دې پروګرام موخه د ښځو د عایداتي سرچینو پیاوړتیا، د کوچنیو کاروبارونو دوام او د سیمه‌ییز اقتصاد د کمزوري کېدو مخنیوی دی.

دا نوښت د «ابادي» پروګرام برخه ده، چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو کلونو کې له ۸ میلیونو څخه ډېر کسان تر پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له دې پروګرامه به څه باندې ۲۳ زره او ۴۰۰ ښځینه متشبثینې مستقیمه ګټه واخلي.

ګډونوالې به مالي مرستو، مسلکي روزنو او تخنیکي ملاتړ ته لاسرسی ومومي، څو خپل کاروبارونه وساتي او لا یې پراخ کړي.

اروپايي ټولنې ویلي، دا پروګرام یوازې اقتصادي ملاتړ نه دی، بلکې د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړو او خوراکي خوندیتوب په برخو کې هم مرسته کوي، ترڅو د افغانستان د اقتصادي کړکېچ بشري اغېزې راکمې شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ښځو د کار محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد جدي منفي اغېزې لري، ځکه د هېواد ډېر اقتصادي فعاليت په غیررسمي سکټور کې ترسره کېږي او ښځې د همدې سکټور د غیرکرنیز کاري ځواک لویه برخه جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here