سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران د سولې هوکړه به په سویس کې...

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران د سولې هوکړه به په سویس کې لاسلیک شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن او تهران د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د دې هوکړې له مهمو مادو څخه یوه د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي.

د هوکړې له مخې به ایران د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه د یوې، یعنې هرمز تنګي، د بې‌خنډه تګ راتګ زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه پای ته ورسوي.

د دواړو لورو په وینا، دا تفاهم د سیمې د ثبات، نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د بازارونو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

همداراز ویل شوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه بحثونه به د مذاکراتو په دویم پړاو کې دوام ومومي.

تمه ده چې په راتلونکو تخنیکي او سیاسي ناستو کې د اټومي فعالیتونو، نظارت او اړوندو تضمینونو په اړه تفصیلي خبرې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here