دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 68

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست:پاکستاني لوري تورخم کې د کډوالو کمپ په نخښه کړی

د طالبانو حکومت د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي چې پاکستاني ځواکونو د تورخم په سیمه کې د کډوالو پر “عمري” نومي پنډغالي د درنو وسلو ډزې کړي.

بدلون ویلي، د یاد برید له امله یو شمېر بې‌ځایه شوي کډوال ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د طالبانو حکومت:پر فرضي کرښه د پاکستان تر شلو زیاتې پوستې نیول شوي او له پنځوسو زیات پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د فرضي کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې انتقامي بریدونه ترسره شوي، چې پکې، د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو تر قوماندې لاندې واحدونو برخه لرله.

د راپورونو له مخې، یادې نښتې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، ننګرهار او تورخم دروازه کې شوې دي.

فطرت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې له ۵۵زیات سرتېري وژل شوي ۲۳جسدونه یې را انتقال شوي او لسګونه نور سخت ټپیان شوي.

همداراز ویل شوي چې تر اوسه پورې ۱۹ پوستې فتحه شوي، څلور نورې پوستې تر کنټرول لاندې راوستل شوي او یو شمېر نورې بشپړې ویجاړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات هم د افغان لوري لاس ته ورغلي، چې پکې یو ټانک او یو شمېر درنې او سپکې وسلې شاملې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، لا هم جګړه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

حمداالله فطرت:یوازې کونړ کې ترپنځوس پاکستاني پوځیانو د وژلو سربیره درې نورې پوستې هم ونیول شوې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د پاکستاني لوري درې نورې امنیتي پوستې هم نیول شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغو نښتو کې د دښمن ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او ټپیان دي، او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې عملیات لا هم روان دي او په سیمه کې وضعیت د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی.

ذبیح الله مجاهد:خوست کې د ببرک تاڼې اړوند پاکستاني قرارګاه فتحه شوه


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د خوست اړوند ببرک ټاڼې اړوند انځر سر لویه پاکستاني قرارگاه فتحه شوه.

هغه ویلي، چې په دې قرارګاه کې لسګونه عسکر وژل شوي او ټپيان دي او ډېره وسله نیول شوې.

ذبیح الله مجاهد:که پاکستان د کابل په شمول کومه سیمه په نښه کړه؛ نو موږ به یې هم ستر ښارونه په نښه کړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي که پاکستان د کابل په شمول نورې سیمې بیا په هوايي بریدونو وځپي، «اسلامي امارت» به هم د پاکستان ستر ښارونه په نښه کړي.

مجاهد ویلي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې ۱۵ پاکستاني پوستې نیولي او جګړه لا هم روانه ده.

نوموړي زیاته کړې:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په ننګرهار او کونړ کې یې ۵۳ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

حمدالله فطرت:ننګرهار او کونړ کې ۵۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ په غاښي کنډو سیمه کې درې پوستې، او د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ او دوکلام سیمو کې دوه پوستې او یوه چوڼۍ د «اسلامي امارت» د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

نوموړي ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۴۰ پوځیان وژل شوي دي.

همداراز د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ پنځه پوستې او د ګوشتې ولسوالۍ دوه پوستې هم فتحه شوې دي، او ۱۳ جسدونه یې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت:د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت اقداماتو ته پاکستان چټک غبرګون وښود

د پاکستان د معلوماتو او نشراتو وزارت وایي، چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو پارونکو اقداماتو ته یې بیړنی ځواب ورکړی.

د وزارت اعلامیه وایي، د افغان طالبانو له لوري د ناسم اټکل له مخې د خېبر پښتونخوا (KP) په سیمه کې د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې پر څو ځایونو پارونکې ډزې پیل شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښودل شو.

اعلامیې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت ځواکونو ته د چترال، خېبر، مهمند، کورم او باجوړ په برخو کې سخت زیان رسیدلی دی.

پاکستان وایي، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه یې پورته کړي دي.

جابر نعماني:د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستان لخوا د ساتل کیدونکو خوارجو استوګن ځایونه په نښه کړي دي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د روانې جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ له لوري ساتل کیدونکي د خوارجو د استوګنې مرکزونه د «اسلامي امارت» د ډرون په وسیله په نښه شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې په دغه برید کې مقابل لوري ته درانه تلفات اوښتي؛ خو د زیانونو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی او ویلي یې دي چې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.

ذبیح الله مجاهد:د دښمن متحرک افراد به لیزري عملیاتو کې دوزخ ته ولېږل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د «اسلامي امارت» د ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوستو بریدونه موفقانه روان دي.

هغه ویلي چې د دښمن ۱۵ پوستې د «اسلامي امارت» د ځواکونو لاسته ورغلي.

نوموړي زیاته کړې:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»

حمدالله فطرت:پاکستان سره جګړه کې د مقابل لوري ۱۵ پوستې نېول شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «غچ اخیستنې» عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۳ منصوري قول اردوګانو ځواکونو په پکتیا، خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تهاجمي بریدونه کړي دي.

فطرت ادعا کړې چې تر اوسه پورې ۱۵ پوستې نیول شوې او عملیات لا هم دوام لري.