سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهساناې تاکايچي:جاپان د امریکا او ایران د سولې موافقه ستايي

ساناې تاکايچي:جاپان د امریکا او ایران د سولې موافقه ستايي

د جاپان لومړۍ وزیره ساناې تاکایچي وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د ختمېدو په اړه د هوکړې هرکلی کوي او تمه لري چې دا تړون په عملي ډول پیاوړی شي.

نوموړې په خپل رسمي بیان کې ویلي:

جاپان له وړاندې راهیسې د وضعیت د ژر ارامېدو لپاره فعالې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي.

د امریکا او ایران د وروستۍ موافقې هرکلی کېږي، ځکه دا د کړکېچ د ختمېدو لپاره یو مهم ګام دی.

دا پرمختګ د دواړو هېوادونو د مذاکراتو او دوامداره خبرو پایله ده.

جاپان د هغو هېوادونو هڅې هم ستايي چې د منځګړیتوب رول یې لوبولی دی.

نوموړې ټینګار کوي چې باید دا موافقه په عملي ډول پلې شي او د هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو لپاره ازاد او خوندي تګ راتګ ډاډمن شي.

همدارنګه هیله څرګندوي چې د ایران د اټومي مسئلې په اړه وروستۍ جامع موافقه ژر تر ژره تر لاسه شي.

جاپان وايي چې د هرمز تنګي ثبات د نړیوالو انرژۍ د بازارونو او د تېلو د لیږد لپاره ډېر مهم دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here