دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 67

وال‌سټریټ ژورنال:امریکا د ایران د کښتیو د نیولو لپاره نړیوالو اوبو ته تیاری نیسي

0

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا پوځ په نږدې ورځو کې پلان لري چې له ایران سره تړلي د تېلو ټانکرونه تلاشي کړي او ځینې سوداګریزې بېړۍ یې په نړیوالو اوبو کې ونیسي.

راپور، چې د امریکایي چارواکو له قوله خپور شوی، وایي دا ګام د واشنګټن له لوري د فشارونو د پراخولو برخه ده، څو تهران اړ کړي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه نرم کړي او د خپل اټومي پروګرام په اړه امتیاز ورکړي.

په ورته وخت کې، ایراني ځواکونو د دې مهمې سمندري لارې پر کنټرول ټینګار کړی او ادعا کوي چې دغه سیمه تر سخت نظارت لاندې ده.

راپور زیاتوي چې وروستي پوځي تحرکات او د کښتیو پر وړاندې بریدونه، د نړیوالو کښتۍ چلولو شرکتونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې ته نږدې سرچینو ویلي، دا اقدامات ښايي یوازې اقتصادي فشار نه وي، بلکې د سمندري تقابل د پراخېدو نښه هم وي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت؛په هرمز تنګي کې پر هندي کښتیو د برید په غبرګون د ایران سفیر احضار کړ

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دې هېواد تر بیرغ لاندې دوه د نفتو لېږدوونکې کښتۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال د ایران د نظامي ځواکونو له لوري هدف ګرځېدلې دي.

د پېښې په غبرګون کې، نوي ډیلي کې د ایران سفیر محمد فتحعلي د هند د بهرنیو چارو له وزیر ویکرام میسري سره لیدنې ته احضار شوی.

هندي لوري په دې ناسته کې د پېښې په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د هند سوداګریزو کښتیو لپاره دې د هرمز تنګي له لارې خوندي تګ راتګ ژر تر ژره بېرته عادي شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له ایراني سفیر وغوښتل چې د نوي ډیلي دریځ د تهران چارواکو ته ورسوي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

بلخوا، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره (UKMTO) ویلي چې له دغو دوو کښتیو پرته یوه بله بار وړونکې بېړۍ هم د یوه توغندي په برید کې زیانمنه شوې

ډونالډ ټرمپ؛د فضایي مخلوقاتو یا نامعلومه فضايي پدیدو د سندونو خپرولو امر کړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د نامعلومو الوتونکو شیانو (UFO) اړوند د حکومت د اسنادو په تازه ارزونه کې «یو شمېر ډېر مهم او په زړه پورې معلومات» موندل شوي دي، او هغه د دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دغو اسنادو د خپرولو بهیر ژر تر ژره پیل کړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د دې اسنادو لومړۍ برخه به ډېر ژر د عامو خلکو لپاره خپره شي، څو خلک پخپله پرې قضاوت وکړي او معلومه کړي چې دا پدیده رښتیا ده که نه.

هغه ویلي، د UFO موضوع لا هم له ګڼو ناحلو پوښتنو سره مخ ده او داسې مسایل پکې شته چې «د انسان ذهن ژور فکر ته اړ باسي.»

د سپینې ماڼۍ له لوري دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د نامعلومو فضايي پدیدو په اړه نړیواله لېوالتیا زیاته شوې ده، او د امریکا حکومت تر فشار لاندې دی چې په دې برخه کې خپل پټ معلومات له عامه خلکو سره شریک کړي.

ډونالډ ټرمپ:تهران له واشنګټن څخه د باج د هضمولو توان نه لري او ګورو چې د مذاکراتو په نوم د چل پایله څه راوځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن لا هم ایران سره د روانو خبرو اترو په بهیر کې دی، او د ورځې تر پای پورې به روښانه شي چې آیا دواړه لوري د کومې احتمالي موافقې پر لور پرمختګ کولی شي او که نه.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې ایران د ځینو فشارونو د زیاتولو هڅه کړې او د هرمز تنګي د بیا تړلو موضوع یې راپورته کړې ده.

هغه وویل: «ایران لږ چالاکي وکړه… هغوی غوښتل بیا د هرمز تنګی وتړي، خو دوی نه شي کولی له موږ څخه باج واخلي.»

د ټرمپ په وینا، امریکا به د خپلو ګټو او د نړیوالو اوبو د ازاد تګ راتګ په اړه هېڅ ډول فشار ته غاړه کېنږدي.

خیبر پښتونخوا؛پر پاکستاني پوځیانو د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د امنیتي ځواکونو یو موټر د بنو د برمیخیل سیمې په اندوس لویه لار کې د برید هدف وګرځېد.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه سرتېري او یو ځايي ملکي وګړی هم ټپیان شوي دي.

له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو تبادله هم رامنځته شوې.

مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام:زموږ سمندري ځواکونه او ډرون الوتکې د دښمن لپاره هر وخت اماده دي

0

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام، خپور شوی چې پکې یې د پوځ رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا ځواک د انقلاب وروسته د ملت له منځه راټوکېدلی او د هېواد د دفاع اصلي ستن ګرځېدلی دی.

په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ایران پوځ د امریکا، د پخواني پهلوي نظام د پاتې عناصرو او تجزیه‌ غوښتونکو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی او په بېلابېلو پړاوونو کې یې «حماسي» رول لوبولی دی.

مجتبی خامنه اي، همدارنګه ادعا کړې چې د ایران پوځ اوس هم د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د «استکبار جبهې» پر وړاندې په جګړه بوخت دی، او زیاته کړې یې ده چې د پوځ بې‌پیلوټه الوتکې پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو بریدونه ترسره کوي، او سمندري ځواک یې د نورو احتمالي عملیاتو لپاره هم چمتو دی.

په پیغام کې د پوځ د لا پیاوړتیا ژمنه هم شوې او ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ځواک د پرمختګ لپاره نوي تدابیر اعلان شي.

د یادونې وړ ده چې په دې پیغام کې د ایران د پخوانیو پوځي قوماندانانو او جګړه‌ییزو څېرو ستاینه هم شوې او هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره د بېلګې په توګه یاد شوي دي.

العربیه:هرمز تنګي کې، د هند د تېلو کښتۍ هدف ګرځېدلي

0

د العربیه د راپور پر بنسټ، هرمز تنګي کې د یوه تازه امنیتي پېښې خبر ورکړل شوی، چې پکې یوه هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې ده.

د راپور له مخې، د کښتیو د څار ادارې ویلي چې دغه کښتۍ د عراق شاوخوا دوه میلیونه بېرله تېل لېږدول او د پېښې پر مهال د هرمز تنګي له لارې روانه وه.

سرچینې زیاتوي چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه دوه هندي کښتۍ اړ کړې چې له سیمې ووځي او د تنګي اوبه پرېږدي.

همدارنګه، د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې د عمان له ساحل څخه شاوخوا ۲۰ مایله لرې د یوه احتمالي برید راپورونه ترلاسه شوي دي.

دغه پېښه تر هغه څو ساعته وروسته رامنځته شوې چې د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه بېرته عملي کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزارت:د ټاپي پروژې نل‌لیکه ۴۴کیلومټره غځول شوې او ۱۲۴کیلومټره نور مسیر هم ورته چمتو شوی

د طالبانو حکومت وایي، د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې رغنیز کارونه په وروستیو میاشتو کې چټک شوي او د پروژې عملي بهیر په منظم ډول مخ ته روان دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې ده.

د وزارت په وینا، د نل‌لیکې د دوام لپاره ۱۲۴ کیلومټره نور مسیر هم چمتو شوی او تخنیکي چارې یې بشپړې شوې دي.

ټاپي پروژه، چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، د سیمې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

تسنیم خبري اژانس:ایران امریکایي لوري ته د نه موافقت خبر ورکړی

0

وروسته له هغه چې ایراني رسنیو د دویم پړاو له پیل سره د تهران د نه‌موافقت خبر ورکړی، د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو راتلونکی پړاو له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ، راپور ورکړی چې تهران د «امریکايي لوري د زیاتو غوښتنو» او همدارنګه د سمندري فشارونو له امله، تر دې دمه د خبرو د دوام لپاره شین څراغ نه دی ورکړی.

د راپور له مخې، ایران دا دریځ د پاکستاني منځګړي له لارې واشنګټن ته رسولی او ټینګار یې کړی چې «اوږدې، ستړې کوونکې او بې‌پایلې خبرې» د منلو وړ نه دي.

د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ ناسته چې له ۲۰ ساعتونو زیات یې دوام وکړ، د تېرې شنبې ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

له هغې وروسته، په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه وه، خو لا هم کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

ایران:د امریکا د ژمنې د ماتېدو له کبله د هرمز تنګی بیرته وتړل شو

0

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویلي چې د امریکا د ژمنې د ماتیدو او د سمندري محاصرې د دوام له امله د هرمز تنګي کنټرول بېرته سخت شوی دی.

د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو له امله، د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او اوس د وسله‌والو ځواکونو تر جدي کنټرول لاندې دی.

هغه زیاته کړې چې تر هغو به دا سخت کنټرول دوام ولري، څو امریکا د ایران له بندرونو څخه د بېړیو د تګ راتګ بشپړه ازادي تضمین نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د پخوانیو توافقاتو له مخې یې د یو شمېر نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو د تګ اجازه ورکړې ده.