یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog

لیندسي ګراهام:که د ټرمپ له وړاندیزونو پاکستان، قطر او سعودي انکار وکړ، ډېرې بدې پایلې به ولري

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندسي ګراهام ویلي، که د ایران د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره روان مذاکرات بریالي شي او سعودي عربستان، قطر او پاکستان د «ابراهیم تړونونو» سره یوځای شي؛ نو دا به د منځني ختیځ او اسلامي نړۍ په تاریخ کې یو بنسټیز او تاریخي بدلون وي.

ګراهام په خپله ایکس‌پاڼه، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو د ابراهیم تړونونو منل به د عرب، اسرائیل شخړې د پای ته رسېدو لار هواره کړي.

هغه ټینګار کړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ټرمپ له وړاندیز شوي مسیر څخه انکار وکړي؛ نو دا به د امریکا او دغو هېوادونو پر راتلونکو اړیکو سختې او اوږدمهالې اغېزې ولري او تاریخ به یې لویه ستراتیژیکه تېروتنه ثبت کړي.

سناتور ګراهام له ټرمپ غوښتي چې د ایران سره د احتمالي هوکړې ترڅنګ دې پر سعودي عربستان، قطر او پاکستان فشار وساتي، څو د ابراهیم تړونونو برخه شي.

هغه د ټرمپ دا طرحه «ځیرکه، تاریخي او د نوي منځني ختیځ لپاره بدلوونکې نقشه» بللې ده.

آی پي اېل؛ راجستان رایلز د څلورمې لوبډلې په توګه پلی آف پړاو ته ووتله

د هند غوره لیګ یا آی پي اېل سیالیو په دوام، نن راجستان رایلز لوبډلې د الله محمد غضنفر اړوند ممبۍ انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د څلورمې لوبډلې په توګه یې راتلونکي پلی آف پړاو ته لار پیدا کړه.

رایل چلېنجرز بنګلور، د راشد خان اړوند لوبډله ګجرات ټایټنز، سنرایرزر حیدرآباد او راجستان رایلز هغه څلور لوبډلې دي چې د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل پلی آف پړاو کې به ولوبیږي.

د پلی آف لومړۍ لوبه د روانې می میاشتې په ۲۶مه د بنګلور او ګجرات او دویمه لوبه د می په ۲۷مه د حیدرآباد او راجستان ترمنځ ترسره کیږي.

د لومړۍ لوبې ګټونمې لوبډله به مستقیم پایلوبې ته ووځي او بایلونکې لوبډله به د دویمې لوبې له ګټونمې لوبډلې سره په اېلېمنټر لوبه کې بیا ځلي د پایلوبې لپاره خپل بخت وآزمویي.

د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل پایلوبه هم د روانې می میاشتې په ۳۱مه په احمد آباد لوبغالي کې ترسره کیږي.

بنیامین نتنیاهو:زموږ او د ټرمپ ګډه تګلاره روښانه ده، د ایران اټومي ځواک باید فلج شي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، له ډونالډ ټرمپ سره یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو مذاکراتو پر سر خبرې کړې دي.

نتنیاهو پر خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو ټینګار کړی چې له ایران سره هر ډول وروستۍ هوکړه باید د تهران اټومي ګواښ په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د هغه په خبره، دا به یوازې هغه مهال ممکنه وي چې د ایران د یورانیمو د غني‌کولو مرکزونه ړنګ او غني شوي اټومي مواد د ایران له خاورې وایستل شي.

د اسرائیل لومړي وزیر همداراز ویلي، ټرمپ یو ځل بیا د اسرائیل د «ځان‌ دفاع حق» تایید کړی او ژمنه یې کړې چې واشنګټن به د لبنان او نورو جبهاتو پر وړاندې د اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نتنیاهو د «روارینګ لاین» او «ایپیک فیوري» عملیاتو ته په اشارې ویلي، امریکايي او اسرائیلي ځواکونو د ایران د ګواښ پر ضد اوږه په اوږه جګړه کړې او د دواړو هېوادونو پوځي او ستراتیژیک ائتلاف تر بل هر وخت پیاوړی شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د اسرائیل او امریکا ګډه تګلاره بدله شوې نه ده او په وينا یې «ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.»

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره خبرې رغنده دي؛ خو وخت د امریکا په ګټه دی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې لیکلي، هغه احتمالي هوکړه چې د ده اداره یې له ایران سره پرې خبرې کوي، د بارک اوباما د دورې له اټومي تړون سره توپیر لري.

ټرمپ ویلي، خبرې په منظم او رغنده ډول روانې دي او خپلو استازو ته یې سپارښتنه کړې چې د هوکړې لپاره بېړه ونه کړي، ځکه د هغه په وینا “وخت د امریکا په ګټه دی.”

هغه ټینګار کړی چې تر هغه به بندیزونه او محاصره په بشپړ ډول دوام ولري، څو هوکړه نهايي، تایید او لاسلیک شي.

ټرمپ زیاته کړې چې دواړه لوري باید کافي وخت ورکړي ترڅو هېڅ تېروتنه رامنځته نه شي.

نوموړي همداراز ویلي، د ایران له حکومت سره اړیکې د لا مسلکي او رغنده بڼې پر لور روانې دي؛ خو ایران باید درک کړي چې د اټومي وسلې یا بم د جوړولو اجازه نه لري.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د بلوچستان په کوټه کې بمي چاودنه غندو

‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په کرښه بمي چاودنه وغندله.

دغې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د بلوچستان په کوټه ښار کې په عامه سفر کوونکو وروستۍ چادونه چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول غندي،‏ د ملکي وګړو مرګ ژوبله که د هر چا له لوري او په هره بڼه وي، د غندني وړ ده.

‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت همداراز د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او خپله خواخوږي یې ورسره څرګنده کړې.

نن ماسپښین د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي پر کرښه بمي چاودنه وشوه چې په کې ۲۳ تنه ووژل شوي او له ۷۰ ډېر ټپیان شوي دي.

کابل؛ شهزاده سرای؛په وسله واله پېښه کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون درې تنه وژل شوي

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو نن ماسپښین شهزاده سرای ته څېرمه د زرګرۍ مارکېټ مخې ته وسله واله نښته تایید کړه او وایي، په ډزو کې د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد زوی احسان الله مجاهد په نښه شوی چې د نوموړي په ګډون یې ساتونکی او دوه ملکي وګړي «یوه ښځه او سړی» هم وژل شوي دي.

مسوولین وایي، پېښه د شخصي دوښمنۍ له امله رامنځته شوې او په تړاو یې یو تن په ټپي حالت کې نیولی او د الله ګل مجاهد وراره هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

په ورته وخت، ملکي وګړي په رڼا ورځ دا ډول مرموزو پېښو او ورځ تر بلې خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښمن کړي.

په کندهار کې؛ درې اېف اېم راډیو ګانې وتړل شوې

کندهار کې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، په دغه ولایت کې یې درې راډیو ګانې وتړلې.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د څانګې، زېور او تحسین القران په نوم د اېف اېم راډیو ګانو فعالیتونه یې د فعالیت د رسمي جوازونو د نه درلودو، مالیاتو نه ورکړې او غیرمعیاري نشراتو له کبله وتړل.

همداراز یو شمېر راډیو ګانو ته یې خبرداری ورکړی چې زر تر زره خپل اسناد بشپړ او فعالیتونه قانوني کړي.

د راډیو ګانو مسوولینو بیا ویلي چې د جواز کارونه یې په کابل کې ځنډېدلي وو او پر وخت نه دي اجرا شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې ورځ تر بلې د رسنیو فعالیتونه کم رنګه کیږي، ځینې د دغه حکومت له لوري تړل کیږي او یو شمېر د مالي ستونزو له کبله نه شي کولی فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د کابل شهزاده سرای؛ نامعلوم وسله وال په ملکي وګړو ډزې کړي

ځایي سرچینې وایي، نن مازدیګر د کابل شهزاده سرای ته څېرمه د زرګرۍ په کوڅه کې یو نامعلوم وسله وال په ملکي وګړو د کلاشنکوف ډزې کړي او مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د سرچینو په وینا، وسله وال د زرګرۍ په کوڅه کې پر یوې ښځې، یو سړي او د زرګرۍ مارکېټ پر دوه کارکوونکو ډزې کړي او له سیمې تښتېدلی دی.

خو تراوسه د کره مرګ ژوبلې او د برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل مېشتي د امنیتي وضعیت له خرابېدو شکایتونه کوي.

شهباز شریف د کوټې چاودنې ته په غبرګون؛ترهګریز بریدونه زموږ اراده نه شي کمزورې کولی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د چمن پهاټک ته نږدې د اورګاډي په کرښه شوې بمي چاودنه غندلې ده.

شهباز شریف ویلي، په دې چاودنه کې بې‌ ګناه خلکو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې او ګڼ کسان ټپیان شوي دي. هغه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کوې او د ټپیانو د زر رغېدو هیله یې کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې دا ډول «بزدلانه ترهګریز بریدونه» د پاکستان د خلکو اراده نه شي کمزورې کولی او حکومت به د ترهګرۍ پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي، ټول پاکستان د دې غم پر مهال د بلوچستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

نن ماسپښین د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي پر لیکه زوروې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او له ۷۰ ډې ټپیان کړل.

په هلمند کې؛ دوه روغتونونه جوړ او عامه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د بريټانيا لومړي وزير کی‌یر سټارمر د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي هوکړې د پرمختګ هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نړۍ د داسې تړون اړتیا لري چې شخړه پای ته ورسوي او د هرمز تنګي کې د بې‌قيد او شرط سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تضمين کړي.

سټارمر په خپله ایکس پاڼه ټينګار کړی چې ايران ته بايد هېڅکله د اټومي وسلې د جوړولو اجازه ورنه کړل شي.

نوموړي ويلي، د بريټانيا حکومت به د روان کړکېچ له اغېزو د برېتانوي وګړو د خونديتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د بريټانيا لومړي وزير زياته کړې چې لندن به له خپلو نړيوالو متحدينو سره په ګډه کار وکړي، څو له دې فرصته د اوږدمهالې ديپلوماټيکې هوکړې لپاره ګټه پورته شي.