شنبه, اپریل 18, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزارت:د ټاپي پروژې نل‌لیکه ۴۴کیلومټره...

د طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزارت:د ټاپي پروژې نل‌لیکه ۴۴کیلومټره غځول شوې او ۱۲۴کیلومټره نور مسیر هم ورته چمتو شوی

د طالبانو حکومت وایي، د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې رغنیز کارونه په وروستیو میاشتو کې چټک شوي او د پروژې عملي بهیر په منظم ډول مخ ته روان دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې ده.

د وزارت په وینا، د نل‌لیکې د دوام لپاره ۱۲۴ کیلومټره نور مسیر هم چمتو شوی او تخنیکي چارې یې بشپړې شوې دي.

ټاپي پروژه، چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، د سیمې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here