د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام، خپور شوی چې پکې یې د پوځ رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا ځواک د انقلاب وروسته د ملت له منځه راټوکېدلی او د هېواد د دفاع اصلي ستن ګرځېدلی دی.
په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ایران پوځ د امریکا، د پخواني پهلوي نظام د پاتې عناصرو او تجزیه غوښتونکو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی او په بېلابېلو پړاوونو کې یې «حماسي» رول لوبولی دی.
مجتبی خامنه اي، همدارنګه ادعا کړې چې د ایران پوځ اوس هم د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د «استکبار جبهې» پر وړاندې په جګړه بوخت دی، او زیاته کړې یې ده چې د پوځ بېپیلوټه الوتکې پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو بریدونه ترسره کوي، او سمندري ځواک یې د نورو احتمالي عملیاتو لپاره هم چمتو دی.
په پیغام کې د پوځ د لا پیاوړتیا ژمنه هم شوې او ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ځواک د پرمختګ لپاره نوي تدابیر اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې په دې پیغام کې د ایران د پخوانیو پوځي قوماندانانو او جګړهییزو څېرو ستاینه هم شوې او هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره د بېلګې په توګه یاد شوي دي.

