د سیمهییزو سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
سرچینې وايي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د امنیتي ځواکونو یو موټر د بنو د برمیخیل سیمې په اندوس لویه لار کې د برید هدف وګرځېد.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه سرتېري او یو ځايي ملکي وګړی هم ټپیان شوي دي.
له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو تبادله هم رامنځته شوې.

