د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویلي چې د امریکا د ژمنې د ماتیدو او د سمندري محاصرې د دوام له امله د هرمز تنګي کنټرول بېرته سخت شوی دی.
د خاتمالانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو له امله، د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او اوس د وسلهوالو ځواکونو تر جدي کنټرول لاندې دی.
هغه زیاته کړې چې تر هغو به دا سخت کنټرول دوام ولري، څو امریکا د ایران له بندرونو څخه د بېړیو د تګ راتګ بشپړه ازادي تضمین نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د پخوانیو توافقاتو له مخې یې د یو شمېر نفتوړونکو او سوداګریزو بېړیو د تګ اجازه ورکړې ده.

