د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا پوځ په نږدې ورځو کې پلان لري چې له ایران سره تړلي د تېلو ټانکرونه تلاشي کړي او ځینې سوداګریزې بېړۍ یې په نړیوالو اوبو کې ونیسي.
راپور، چې د امریکایي چارواکو له قوله خپور شوی، وایي دا ګام د واشنګټن له لوري د فشارونو د پراخولو برخه ده، څو تهران اړ کړي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه نرم کړي او د خپل اټومي پروګرام په اړه امتیاز ورکړي.
په ورته وخت کې، ایراني ځواکونو د دې مهمې سمندري لارې پر کنټرول ټینګار کړی او ادعا کوي چې دغه سیمه تر سخت نظارت لاندې ده.
راپور زیاتوي چې وروستي پوځي تحرکات او د کښتیو پر وړاندې بریدونه، د نړیوالو کښتۍ چلولو شرکتونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ډونالډ ټرمپ ادارې ته نږدې سرچینو ویلي، دا اقدامات ښايي یوازې اقتصادي فشار نه وي، بلکې د سمندري تقابل د پراخېدو نښه هم وي.

