سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 65

بلومبرګ:د ټرمپ له سختې اړیکې وروسته نتنیاهو د لبنان د اوربند خبرو ته غاړه کېښوده

0

بلومبرګ وایي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ یوه تونده ټیلیفوني اړیکه شوې، چې وروسته اسرائیل د لبنان سره د اوربند مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې، امریکا پر اسرائیل فشار راوړی څو د حزب‌الله پر ضد بریدونه کم کړي، ځکه وروستیو حملو کې ملکي تلفات زیات شوي وو.

راپورونه وایي، له دې اړیکې وروسته اسرائیل اعلان کړی چې له لبنان سره به د اوربند رسمي خبرې پیل کړي، چې دا په سیمه کې یو مهم ډیپلوماتیک پرمختګ بلل کېږي.

ویل کېږي چې واشنګټن مخکې له مخکې اسرائیل خبر کړی و چې لبنان به د اوربند په هوکړه کې شامل شي.

شهباز شریف:د اسلام‌اباد مذاکرات د سیمې د سولې لپاره مهم ګام دی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې په اسلام اباد کې پیل شوي مهم مذاکرات کولای شي په سیمه کې د دوامدارې سولې پر لور یو مهم پرمختګ وي.

د راپور له مخې، نوموړي د امریکا د ولسمشر له مرستیال جی‌ډي ونس سره کتلي، چې په کې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر هم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د پاکستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم حاضر وو.

شهباز شریف د دواړو لورو د رغنده خبرو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د سیمې دایمي سولې لپاره مهم ګام وګرځي، او ټینګار یې کړی چې پاکستان به د منځګړیتوب رول ته دوام ورکړي.

رویټرز:امریکا د ایران د کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې

0

رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا د ایران د هغو کنګل شویو شتمنیو له ازادولو سره موافقه کړې چې په قطر او نورو بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي.

د راپور له مخې، ایران دا اقدام له واشنګټن سره د اسلام اباد په مذاکراتو کې د امریکا د جديت نښه بولي.

یوې بلې ایراني سرچینې ویلي چې امریکا د ایران د شاوخوا شپږ میلیارده ډالرو شتمنیو د ازادولو منلې ده، چې اوس مهال په قطر کې ساتل کېږي.

رویټرز وایي، د دغو شتمنیو ازادول د هرمز تنګي له خوندي تېرېدو سره مستقیم تړاو لري، او تمه کېږي چې دا موضوع به د مذاکراتو له مهمو محورونو څخه وي.

تر اوسه امریکا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو حکومت مشر؛د لاس پلورونکو د تنظیم لپاره نوی فرمان صادر کړی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د شیخ هبت‌الله نوی فرمان خپور کړی چې پکې د لاس پلورونکو د فعالیتونو د تنظیم لپاره مهمې لارښوونې شاملې دي.

د فرمان له مخې، ښاروالۍ مکلفې دي چې د لاس پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي او د هغوی فعالیتونه منظم کړي.

همدارنګه، د هر ۱۰۰ لاس پلورونکو لپاره به یو استازی ټاکل کېږي او ثبت شویو کسانو ته به وړیا پېژندپاڼې ورکول کېږي.

په فرمان کې ویل شوي چې د لاس پلورونکو د فعالیت ساحې به د GPS له لارې ثبتېږي.

بلخوا، لاس پلورونکي مکلف دي چې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې فعالیت وکړي، له منع شوو او تاریخ تېر توکو څخه ډډه وکړي او خپل ځایونه نورو ته په کرایه یا پلور ورنه کړي.

د سرغړونې په صورت کې به لومړی خبرداری ورکول کېږي او که تکرار شي، له ټاکلې ساحې څخه به ایستل کېږي.

چارواکي وایي، د دې اقدام هدف په ښارونو کې د نظم ټینګښت، د ګڼې ګوڼې کمول او د ښاري خدمتونو ښه مدیریت دی.

عباس عراقچي:په پوره بې باورۍ، امریکا سره خبرو ته کینو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران د واشنګټن د تکراري بدعهدیو او د ډیپلوماسۍ د ماتولو له تجربو وروسته د لوړې کچې بې‌باورۍ سره د هر ډول مذاکراتو برخه ګرځي.

نوموړي د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره په پوره هوډ او اقتدار سره خپل دریځ تعقیب کړي.

عراقچي زیاته کړه چې د امریکا د پخوانیو چلندونو له امله د ایران لپاره د باور فضا زیانمنه شوې، خو تهران لا هم خپلې ډیپلوماټیکې لارې نه دي بندې کړې؛ خو د خپلو اساسي حقونو په چوکاټ کې به هر ډول تعامل ترسره کړي.

رویټرز:واشنګټن له تهران سره مذاکراتو ته خوشبین نه دی

0

د رویټرز د راپور له مخې، امریکایي چارواکي د روانې اونۍ په پای کې په اسلام‌آباد کې له ایران سره د احتمالي مذاکراتو پایلو ته خوشبین نه ښکاري او باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ ژور سیاسي او ستراتیژیک اختلافات به د هر ډول چټک پرمختګ مخه ونیسي.

راپور زیاتوي چې واشنګټن د هرمز ستراتیژیک تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو په اړه هم شکونه لري؛ په داسې حال کې چې تهران د بندیزونو لرې کول، د کنګل شویو مالي شتمنیو آزادول او د لبنان د اوربند په چوکاټ کې د مسایلو شاملول د خپلو اساسي غوښتنو په توګه وړاندې کړي دي.

همدارنګه د ایران د ۱۰ مادېز وړاندیزي چوکاټ او د امریکا د ۱۵ مادېز طرحې ترمنځ اختلافات د مذاکراتي بهیر پیچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

عراق؛بغداد کې د امریکایي ډیپلوماټانو پر کاروان د کمین برید په ترڅ کې درې ځانمرګي ډرونونه کارول شوي

0

د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکایي ډیپلوماټانو پر کاروان د کمین برید شوی، چې په ترڅ کې درې ځانمرګي ډرونونه کارول شوي دي.

د العربیه الحدث شبکې د جزئیاتو له مخې، په دې کاروان کې چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځینې غړي هم پکې شامل وو، د ویکټوري پوځي اډې ته د یو امریکایي خبریال د لېږد پر مهال د برید هدف وګرځېد.

دغه خبریال مخکې د «کتائب حزب‌الله» له خوا تښتول شوی و او وروسته خوشې شوی و.

راپور زیاتوي چې د برید له امله د وضعیت د خرابېدو له وېرې، د بیړنیو ډیپلوماتیکو تماسونو په نتیجه کې امریکایي کاروان اړ شو چې خپله لاره بدله کړي او د بغداد په شنه سیمه کې د امریکا سفارت ته ستانه شي.

تر اوسه د پېښې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

اکسیوس:جی‌ډي ونس د ایران په ډیپلوماسۍ کې د رول غوښتنه کړې

0

اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې فعاله ونډه ولري.

د راپور له مخې، ونس ته د امریکايي پلاوي د مشرۍ سپارلو یو مهم لامل د ټرمپ د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ بې‌باوري او کړکېچ بلل شوی، چې حتی د شخړې د زیاتېدو سبب شوی و.

اکسیوس زیاتوي چې ایراني لوري پر سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د بې‌باورۍ څرګندونه کړې او باور لري چې د ونس ګډون کولای شي د مذاکراتو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

د ونس یوې نږدې سرچینې ویلي چې هغه غوښتل په دې مهم پړاو کې برخه واخلي او د ټرمپ په غوښتنه یې د مذاکراتو مشري په لېوالتیا ومنله.

اسرائیلي ورځپاڼه:مجتبی خامنه اي خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د څهرې له جدي ټپونو سره مخ دی

0

اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت اخرونوت» په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ایران د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه‌اي زوی، مجتبی خامنه‌اي، د وروستۍ جګړې پر مهال سخت ټپي شوی دی.

د راپور له مخې، نوموړی خپله یوه پښه له لاسه ورکړې او د مخ د جدي ټپونو سره مخ شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې هغه اوس هم هوښیار حالت کې دی او امکان شته چې په نږدې راتلونکې کې له هغه پټنځي څخه راووځي چې تر اوسه پکې ساتل کېږي.

واشنګټن او تهران؛اسلام‌آباد کې د امریکا او ایران مذاکراتي پلاوي مهمې ناستې پیلوي

0

د امریکا او ایران ترمنځ مهمې خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پیل په درشل کې دي، چې هدف یې د شپږ اوونیزې جګړې لپاره د دوامدار حل موندل دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اسلام‌اباد ته رسېدلی او ورسره د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکوف او د ډونالډ ټرمپ زوم جېرډ کوشنر هم مل دي، څو له ایراني پلاوي سره خبرې پر مخ یوسي.

ایراني پلاوی چې ۷۱ غړي لري، مشري یې د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف کوي.

په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي هم شامل دي.

قالیباف ویلي: «موږ نیت لرو، خو باور نه لرو»، او ټینګار یې کړی چې که امریکا د رښتینې هوکړې لپاره چمتو وي، ایران به هم مثبت ځواب ورکړي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو تر پیل مخکې پر ایران فشار زیات کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د هرمز تنګي وضعیت ژر حل نه شي او خبرې ناکامې شي، امریکا به بېرته پوځي اقدام پیل کړي.