چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهد هند کرکټ بورډ؛د رحمن الله ګربز د ورزشي اخلاقو ستاینه کړې

د هند کرکټ بورډ؛د رحمن الله ګربز د ورزشي اخلاقو ستاینه کړې

نن د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبلړۍ پر مهال د هند کرکټ بورډ د افغان لوبډلې د وېکټ ساتونکي مخکښ توپ وهونکي رحمن الله ګربز د ورزشي اخلاقو ستاینه کړې.

ګربز نن د لوبې په دوام کې د هند لوبډلمشر شوبمن ګېل د پښې د درد په وخت کې ورسره د پښې د حرکت جوړولو او د حال په ښه کېدو کې مرسته وکړه.

د هند کرکټ بورډ د دغې شېبې انځور په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې: «سپورټسمن‌شپ په تر ټولو لوړه کچه»

د لوبې یاده صحنه د دې څرګندونه کوي چې ورزش یوازې د سیالۍ نوم نه دی، بلکې د درناوي، همکارۍ او انساني اړیکو یو مهم ارزښت هم لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here