چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهراشد خان؛په نړیوالو لوبو کې ۴۵۰ وېکټې پوره کړې

راشد خان؛په نړیوالو لوبو کې ۴۵۰ وېکټې پوره کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچوونکي سپېن ماسټر راشد خان نن د هند پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په نړیوالو لوبو ۴۵۰ وېکټې پوره کړې.

ښاغلي خان په نننۍ لوبه کې درې وېکټې ترلاسه کړې او په ټوله کې یې د افغانستان لپاره د لومړني لوبغاړي په توګه په ۴۳۹ نړیوالو لوبو کې ۴۵۲ وېکټې ترلاسه کړې.

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره په نړیوالو ټېسټ لوبو کې ۴۵، نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۲۱۱ او نړیوالو شل اووریزو لوبو کې ۱۹۳ وېکټې اخیستي دي.

نوموړي د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره انفرادي توپ اچوونه په یو ورځنیو لوبو کې ترسره کړې چې د ۱۸ منډو په ورکولو یې ۷ وېکټې ترلاسه کړي.

راشد خان همداراز دا مهال په شل اووریزو او نړیوالو شل اووریزو لوبو کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو مخکښ او لومړی نمبر توپ اچوونی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here