سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 64

سنتکام د شپنیو پوځي عملیاتو د چمتووالي انځورونه خپاره کړل

0

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې خبرې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شپنیو پوځي عملیاتو د چمتووالي انځورونه خپاره کړي دي.

سنتکام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو ملوانان الوتکې د شپنیو الوتنیزو عملیاتو لپاره د خپلې عملیاتي حوزې په دننه کې چمتو کوي.

د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده څرګنده شوې، خو داسې انګېرل کېږي چې ښايي د «خشم حماسي» په نوم د روانو پوځي فعالیتونو برخه وي.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې امریکایي پلاوی له اسلام‌اباده تر ۲۱ ساعته خبرو وروسته، پرته له کومې پایلې، بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی.

ایران:له امریکا سره د دویم پړاو خبرو پلان نه لرو

0

د ایران فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې له امریکا سره د لومړي پړاو مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، د دویم پړاو د خبرو لپاره کوم پلان نشته.

د سرچینې په وینا، د اسلام‌اباد د خبرو پر مهال امریکايي لوری د جدي تعامل پر ځای د مذاکراتو له مېز څخه د وتلو لپاره د پلمې په لټه کې و.

سپاه پاسداران ته نږدې سرچینو دا هم ویلي چې د خبرو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ و او د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې خبرې پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې او د راتلونکو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه لا هم ناڅرګندتیا موجوده ده.

تر اوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

ایراني رسنۍ:د امریکا زیاتې غوښتنې د تهران–واشنګټن د خبرو د ناکامۍ لامل شوې

0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته اوږدې خبرې او ډیپلوماتیکې هڅې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د تسنیم، فارس او صدا و سیما په ګډون رسنیو ویلي، چې د امریکايي لوري زیاتو غوښتنو د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، که څه هم مذاکرات اوږده او جدي وو، خو د اختلافاتو د حل لپاره کافي پرمختګ ونه شو.

تر دې دمه د ایران پلاوي په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسلام‌اباد کې د ایران–امریکا بې‌نتیجې خبرې؛عاطف مشعل وایي، چې سیمه په چټکۍ د یو لوی کړکېچ پر لور روانه ده

پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې ‏په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې داسې ښکاري سیمه په چټکۍ د یو لوی کړکېچ پر لور روانه ده چې اغېزې به یې د سیمې پر امنیت او نړیوال اقتصاد دواړو باندې وي، او انفلاسیون به هم زیات شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که څه هم هڅې روانې دي چې امریکا بېرته خبرو ته را وګرځي، خو تر اوسه یې نتیجه عملي نه ښکاري، په ځانګړي ډول کله چې داسې انګېرل کېږي چې نتنیاهو د امریکا پر تګلارې زیات اغېز لري.

د مشعل په وینا، پاکستان چې غوښتل یې د دواړو ترمنځ پُل واوسي، اوس ورو ورو د همدې کړکېچ تر سیوري لاندې راځي.

جی‌ډي ونس؛له ایران سره د ۲۱ ساعته خبرو وروسته له موافقې پرته له اسلام‌آباد څخه ووت

0

امریکايي هیئت چې مشري یې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس کوله، د شنبې په سهار د ځایي وخت له مخې په ۷:۰۸ بجو له اسلام اباد څخه په الوتکه کې سپاره شول او پاکستان یې پرېښود.

نوموړي څو ساعته مخکې اعلان کړی و چې امریکايي پلاوی، له ۲۱ ساعتونو پرله‌پسې خبرو اترو وروسته د ایران له چارواکو سره، پرته له کومې موافقې بېرته واشنګټن ته ستنېږي.

د راپورونو له مخې، دغه خبرې اترې چې په اسلام‌آباد کې ترسره شوې وې، د دواړو لورو ترمنځ د مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو پر سر متمرکزې وې، خو تر اوسه پورې هېڅ عملي پایله یې نه ده ورکړې.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او ایران خبرې پیل شوې؛ خو د بریا په اړه ډاډ نشته

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلیفوني مرکه کې تایید کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې په پاکستان کې پیل شوې دي، خو ویلي یې دي چې نه پوهېږي دا مذاکرات به څومره بریالي وي.

هغه د خبرو د راتلونکې په اړه ویلي: «هیڅ نظر نه لرم»، او زیاته کړې چې ژر به معلومه شي چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په رښتینې نیت عمل کوي که نه.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې امریکا پوهېږي چې ماینونه د هرمز تنګي په کومو ځایونو کې ځای پر ځای شوي او د امریکا پوځ د هغوی د پاکولو لپاره تجهیزات انتقالوي.

ډونالډ ټرمپ:د هرمز تنګي د پاکولو هغه عملیات مو پیل کړي، چې هیڅوک یې جرأت نه لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې پوځ یې د هرمز تنګي د ماینونو د پاکولو عملیات پیل کړي او ویلي یې دي چې د ایران ټولې هغه کښتۍ چې د ماینونو ایښودلو لپاره کارېدې، له منځه وړل شوې دي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي: «موږ اوس د هرمز تنګي د پاکولو بهیر پیل کړی، او دا کار د نړۍ د ګڼو هېوادونو په ګټه ترسره کېږي.»

نوموړي زیاته کړې چې چین، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسه او جرمني په څېر هېوادونه خپله د دې اقدام جرأت نه لري.

هغه همداراز ادعا کړې چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه تللي، د هوايي دفاع سیستمونه یې له کاره لوېدلي، او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ډېری تاسیسات ویجاړ شوي دي.

ټرمپ دا هم ویلي چې ګڼ شمېر تش د تیلو ټانکرونه له بېلابېلو هېوادونو څخه د امریکا پر لور روان دي څو هلته د نړۍ تر ټولو خواږه تېل بار کړي.

حامد کرزي:اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د سوله‌ییزې مذاکرې هرکلی کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران او امریکا ترمنځ په اسلام آباد کې د اوربند د ټینګېدو او مذاکراتو د پیل هرکلی کړی دی.

کرزي ویلي، د جګړې پای او د وسله‌والې شخړې ختمېدل نه یوازې د دواړو لورو، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه دي.

هغه د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د پیل لپاره شوې هڅې ستایلي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې له امله ایران ته د درنو انساني تلفاتو او مالي زیانونو اوښتل، او همدارنګه د عربي هېوادونو د احتمالي زیانمنېدو موضوع، د اندېښنې وړ ده.

هغه له ایران سره خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې روانې خبرې به، ګټورو او اغېزناکو پایلو ته ورسېږي.

د کرزي په وینا، که د تفاهم له لارې سوله او ثبات تأمین شي، نو دا به د ایران، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره د هوساینې او ارامۍ زمینه برابره کړي.

اسماعیل بقایي:د ایران پوځ او ډیپلوماسي دواړه په بشپړ ډول چمتو دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي چې د مذاکراتي پلاوي سره په اسلام اباد کې حضور لري، ویلي چې د هېواد پوځ او ډیپلوماټیکه اداره دواړه په بشپړ چمتووالي کې دي.

هغه ټینګار کړی: «د وسلوالو ځواکونو لاسونه پر ماشه دي او ډیپلوماسي هم هر څه له نږدې څاري، څو په وخت به مناسب ځواب ورکړل شي.»

نوموړي زیاته کړې چې ایران له پیل څخه ټینګار کړی چې اوربند باید بشپړ وي او هر ډول سرغړونه به په جدي توګه وڅارل شي.

د هغه په وینا، دوی له نږدې تماسونو کې دي څو معلومه کړي چې آیا د اوربند نقض کېږي که نه.

بلومبرګ:د ټرمپ له سختې اړیکې وروسته نتنیاهو د لبنان د اوربند خبرو ته غاړه کېښوده

0

بلومبرګ وایي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ یوه تونده ټیلیفوني اړیکه شوې، چې وروسته اسرائیل د لبنان سره د اوربند مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې، امریکا پر اسرائیل فشار راوړی څو د حزب‌الله پر ضد بریدونه کم کړي، ځکه وروستیو حملو کې ملکي تلفات زیات شوي وو.

راپورونه وایي، له دې اړیکې وروسته اسرائیل اعلان کړی چې له لبنان سره به د اوربند رسمي خبرې پیل کړي، چې دا په سیمه کې یو مهم ډیپلوماتیک پرمختګ بلل کېږي.

ویل کېږي چې واشنګټن مخکې له مخکې اسرائیل خبر کړی و چې لبنان به د اوربند په هوکړه کې شامل شي.