چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 6

افغان تاريخ‌پوه؛استاد حبیب‌الله رفیع له کاناډا څخه هېواد ته راستون شو

نوموتی افغان لیکوال، تاریخ‌پوه او فرهنګي شخصیت استاد حبیب‌الله رفیع نن سهار کابل ته راورسېد.

استاد رفیع، چې له څه مودې راهیسې د روغتیايي ستونزو له امله کړېږي، د درملنې او روغتیا د ښه والي په موخه هېواد ته راستون شوی دی.

نوموړي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو، فرهنګي شخصیتونو، لیکوالانو او د هغه مینه‌والو هرکلی ووایه.

هرکلی کوونکو د استاد رفیع هېواد ته راستنېدل د افغانستان د فرهنګي ټولنې لپاره مهمه پېښه وبلله او د هغه د بشپړې روغتیا هیله یې څرګنده کړه.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان له مخکښو لیکوالانو، څېړونکو او ادب‌پوهانو څخه دی، چې د هېواد د تاریخ، ادب او فرهنګ په برخو کې یې ارزښتناک آثار او څېړنې ترسره کړې دي.

گفت‌وگوی وزیران حج حکومت طالبان و عربستان درباره افزایش سهمیه حجاج افغان

ملا نورمحمد ثاقب، وزیر ارشاد، حج و اوقاف حکومت طالبان در مکه مکرمه با دکتور توفیق بن فوزان الربیعة، وزیر حج و عمره عربستان سعودی، دیدار و گفت‌وگو کرد.

وزارت ارشاد، حج و اوقاف حکومت طالبان با نشر خبرنامه‌ای اعلام کرده است که دو طرف در این دیدار درباره تداوم روابط دینی و فرهنگی میان افغانستان و عربستان سعودی، بهبود و تنظیم بهتر امور حج، آمادگی برای موسم حج آینده، افزایش سهمیه حجاج افغان و گسترش همکاری‌های مشترک در بخش‌های مرتبط بحث و تبادل نظر کردند.

به گفته این وزارت، دکتور نورمحمد ثاقب با اشاره به افزایش تقاضای شهروندان برای ادای فریضه حج، اظهار داشت که سالانه بیش از یک‌صد هزار شهروند افغان برای انجام این فریضه ثبت‌نام می‌کنند.

وی همچنین با توجه به افزایش نفوس افغانستان و شمار بالای متقاضیان، خواستار توجه ویژه عربستان سعودی به موضوع افزایش سهمیه حج برای افغانستان شد.

د فوټبال نړيوال جام؛د ایران له لوبې مخکې په لاس انجلس کې لاریونونه؛ د حکومت ضد شعارونه پورته شول

د فوټبال د نړیوال جام د ایران د لومړۍ لوبې څخه مخکې په لاس انجلس کې د لوبغالي بهر سلګونه لاریون کوونکي راټول شوي وو او د ایران د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

راپورونه وایي چې ځینې د فوټبال مینه‌والو د ایران ملي لوبډلې ملاتړ کاوه، خو یو شمېر په امریکا کې مېشت ایرانیانو د تهران پر حکومت د اعتراض نښې او شعارونه له ځان سره لرل.

د خبري سرچینو په وینا، د ایران او نيوزيلنډ ترمنځ د لوبې له پیل مخکې د لوبغالي بهر وضعیت عادي نه و او سیاسي فضا هم په کې محسوسېده.

ویل کېږي چې دا لاریونونه د هغو ایرانیانو له خوا رهبري کېدل چې د ایران د حکومت مخالف دي.

په ورته وخت کې، راپورونه زیاتوي چې د سولې د احتمالي هوکړې له اعلان شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته ایران په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د راپور له مخې، د ایران د فوټبال فدراسیون مخکې ویلي وو چې د لوبغاړو د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې موجودې وې او د مینه‌والو لپاره هم ځینې محدودیتونه لګېدلي وو.

همدارنګه د ایران د پخواني بیرغ د کارولو موضوع هم جنجالي شوې ده، ځکه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د سیاسي نښو پر کارولو بندیز لري؛ خو د پخواني بیرغ په اړه یې لا واضح دریځ نه دی اعلان کړی.

نتنیاهو:له ټرمپ سره تل یو نظر نه یم؛ اسراییل به له لبنانه ونه وځي

د اسراییل لومړي وزیر، بنيامين نتنياهو ویلي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ډېرو موضوعاتو کې موافق دی، خو په ځینو مواردو کې ورسره اختلاف نظر هم لري.

نتنياهو په یوه ټلویزیوني خبري مرکه کې وویل: «زه او ټرمپ شریکان یو؛ په ډېرو مسایلو موافق یو، خو کله ناکله اختلاف هم لرو.»

هغه ټینګار کړی چې د اسراییل پوځ به په لبنان کې د امنیتي حایل سیمې څخه ونه وځي او هلته به خپل حضور وساتي.

د نوموړي په وینا، امریکا د دې پرېکړې درناوی کوي.

نتنیاهو زیاته کړې چې د اسراییل پوځ به تر هغه وخته په غزه، لبنان او سوریه کې په هغو سیمو کې پاتې شي چې اسراییل یې امنیتي حایل سیمې ګڼي.

د اسراییل لومړي وزیر همدارنګه ویلي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره به هر اړین اقدام ترسره کړي.

جی‌ډي ونس:تهران باید غني شوي یورانیم له منځه یوسي څو له امتیازاتو برخمن شي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جی‌ډي ونس له ان‌بي‌سي نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ په وړاندیز شوي تفاهم کې تهران ته مهم اقتصادي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دغو امتیازاتو کې د بندیزونو کمول او د ایران د اقتصاد د پراخې ودې فرصتونه شامل دي، خو دا به یوازې هغه وخت عملي شي چې ایران خپلې ژمنې په بشپړه توګه ترسره کړي.

ونس زیاته کړې چې ایران باید خپلې غني شوې یورانیمي زېرمې له منځه یوسي، د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو لپاره یوې اوږدمهالې او د باور وړ لارې ته ژمن پاتې شي، او د سیمې له وسله‌والو ډلو د ملاتړ پر ځای د سیمه‌ییز ثبات لپاره کار وکړي.

هغه ویلي، که ایران خپلې ژمنې عملي کړي، نو د تړون له اقتصادي ګټو به برخمن شي؛ خو که ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، نو له دغو امتیازاتو به محروم وي.

ونس ټینګار کړی چې دا تړون د دقیقې څارنې او تصدیق پر بنسټ ولاړ دی او کولی شي په منځني ختیځ کې د بنسټیز بدلون لامل شي.

د امریکا؛د بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې اته کسان وژل شوي

د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې د دوشنبې په سهار د بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه د الوتنې له پیل لږ وروسته د امریکا د هوايي ځواک د اډوارډز له اډې سره نږدې ولوېده، چې له امله یې د الوتکې ټول اته سپاره ووژل شول.

دا پېښه د کالیفورنیا ایالت په جنوبي برخه کې د موهاوي دښتې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، الوتکه له هوايي اډې تر پورته کېدو لږ وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه او راولوېده.

پوځي چارواکو د پېښې د قربانیانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

بي-۵۲ د امریکا د هوايي ځواک له مهمو ستراتیژیکو بم غورځوونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي او د اوږد واټن پوځي عملیاتو لپاره کارول کېږي.

شهباز شريف:د امریکا او ایران د احتمالي سولې په تړون کې مو مهم منځګړیتوب کړی

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شريف ویلي چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د څه باندې سلو ورځو جګړې د پای ته رسولو لپاره د احتمالي هوکړې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

شهباز شریف د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي چې د خبرو اترو په وروستیو پړاوونو کې څو ځله داسې ښکاره کېده چې مذاکرات به ناکام شي، خو د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منير د هڅو په دوام د خبرو بهیر ژوندی وساته.

هغه زیاته کړې چې عاصم منیر شپه او ورځ کار وکړ څو د جګړې اور مړ کړي او د سولې لپاره لاره هواره شي.

د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ په احتمالي ۱۴ ماده‌ییز تفاهم کې د ایران پر ضد د ځینو بندیزونو کمول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو تدریجي خوشې کول او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه راتلونکې خبرې شاملې دي.

شهباز شریف همدارنګه د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین له مشرانو مننه کړې او ویلي چې دغو هېوادونو هم د منځګړیتوب په بهیر کې مهمه ونډه لرله.

ټاکل شوې ده چې د یادې احتمالي هوکړې د لاسلیک مراسم د روانې اوونۍ په وروستیو کې د جینوا په ښار کې ترسره شي.

د ایران او امریکا د جګړې د پای موقت تړون؛سیمه او نړۍ له کومو بدلونونو سره مخ کېدونکې ده؟

لیکنه: ارمان شینواری
حماسه میډیا

له څه باندې سل ورځنۍ جګړې وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای لپاره یو موقت تړون اعلان شوی چې د منځني ختیځ د وروستیو کلونو له مهمو سیاسي تحولاتو څخه ګڼل کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه توافق «لوی تړون» بللی، خو په داسې حال کې چې ایراني چارواکي وایي د جګړې او پوځي عملیاتو د درولو ترڅنګ به د هرمز تنګي سمندري بندیز هم پای ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، د تړون د لاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي، خو لا هم ګڼې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي؛ لکه دا چې ایا اسرائیل به د تړون ټولو مادو ته ژمن پاتې شي او که نه!

د تړون مهم ټکي:

د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې د توافق له مخې به په ټولو جبهو کې پوځي عملیات سمدستي درول کېږي، په ځانګړي ډول په لبنان کې، چیرې چې اسرائیلي ځواکونه لا هم د دغه هېواد د خاورې یوه پراخه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.

دغه تړون همدارنګه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري بندیز د ختمېدو او د اټومي موضوعاتو په اړه د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو د دوام زمینه برابروي.

خو اسرائیل؛
د تړون تر ټولو لویه ننګونه!

سره له دې چې ایران د لبنان لپاره د اوربند خبره کوي، خو اسرائیلي چارواکي بل دریځ لري.

د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ویلي چې د دوی پوځ به په لبنان، سوریه او غزه کې په امنیتي سیمو کې د نامحدود وخت لپاره پاتې شي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د بیروت پر جنوبي سیمو وروستي اسرائیلي بریدونه د دې لپاره وو چې تل ابیب د تړون تر عملي کېدو مخکې خپل امتیازات زیات کړي. حتی ټرمپ په ښکاره ډول پر اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بیروت بریدونه د تړون د ناکامېدو سبب کېدای شول، او کار یوه لویه ننګونه او د خپګان وړ موضوع وه.

د اسرائیل دننه غبرګونونه څه وایي؟

په اسرائیل کې د دغه توافق پر وړاندې مخالفتونه زیات شوي دي.
د اسرائیلي شنونکو او اپوزیسیون ځینو مشرانو دا تړون د نتنیاهو شخصي او سیاسي ماتې بللې ده. د دوی په وینا، اسرائیل ونه توانېد چې د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي، د ایران ملاتړې ډلې بې وسلې کړي او یا هم د تهران حکومت کمزوری کړي.

افراطي ښي اړخي سیاستوال اېتامار بن ګوېر هم ویلي چې اسرائیل باید له هغو سیمو څخه ونه وځي چې پوځ یې نیولې دي.

خو د توافق دننه به د ایران اټومي پروګرام سره څه کېږي؟

د تړون تر ټولو مهمه برخه د ایران اټومي پروګرام دی.
د راپورونو له مخې، وروستی توافق به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د اټومي شخړې د حل لپاره بشپړې خبرې پر مخ یوسي. ځکه ټرمپ ویلي چې ایران به یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره د یورانیمو د غني کولو اجازه ولري. د اټومي انرژۍ لپاره یورانیم باید له ۳ تر ۵ سلنې پورې غني شي، خو د اټومي وسلو لپاره دغه کچه شاوخوا ۹۰ سلنې ته اړتیا لري.

هاخوا ویل کېږي چې ایران اوس هم نږدې ۴۴۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم لري، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.

د لبنان او حزب‌الله موضوع:

د راپور له مخې، د ایران او امریکا د توافق یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د لبنان جګړه د ایران له قضیې سره تړل شوې ده. داسې ښکاري چې د حزب الله د بې‌ وسلې کولو یا منحل کولو په اړه په توافق کې کوم واضح شرط نشته. دا د اسرائیل له هغو مهمو اهدافو څخه و چې غوښتل یې حزب‌الله کمزوری یا بې‌ وسلې شي. له همدې امله ګڼ اسرائیلي سیاستوال دا توافق د خپل هېواد لپاره نیمګړی او د ایران لپاره بریا بولي.

د امریکا او ایران د اړیکو راتلونکی:
که څه هم دواړو لورو د جګړې د درولو لپاره موقت توافق اعلان کړی، خو وروستی او دایمي تړون لا هم د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو پایلو پورې تړلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوکړه رامنځته نه شي، پوځي فشار او حتی عملیات بېرته پیل کېدای شي. له همدې امله اوسنی توافق د سولې بشپړ ضمانت نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې ډیپلوماتیکې مرحلې پیل ګڼل کېږي.

د سیمې پر ځواکمنو هېوادونو اغېز:

دغه توافق یوازې د ایران او امریکا ترمنځ موضوع نه ده؛ بلکې د سعودي، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو خلیجي هېوادونو لپاره هم مهم دی. ځکه چې د هرمز تنګي پرانیستل د نفتو او ګازو صادراتو ته بېرته لاره هواروي، چې د سیمې اقتصاد او نړیوال بازارونه ترې مستقیمه ګټه اخلي. له همدې امله خلیجي هېوادونه د دې توافق له اصلي ګټونکو څخه شمېرل کېږي.

د توغندیو پروګرام او سیمه‌ ییز متحدین!

امریکا مخکې ټینګار کاوه چې ایران باید خپل بالستیک توغندي محدود کړي او له خپلو سیمه‌ییزو متحدینو لکه حزب الله، حماس او د یمن حوثیانو ملاتړ کم کړي. خو وروستي راپورونه ښيي چې دا موضوعات د خبرو له اجنډا څخه ایستل شوي دي، چې د ډېرو شنونکو په اند د تهران لپاره یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د هرمز تنګي راتلونکی!

د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له مهمو لارو څخه دی او شاوخوا د نړۍ پنځمه برخه نفت او مایع ګاز له همدې لارې انتقالېږي.
د تړون له مخې به دغه تنګی لومړی د ماینونو د پاکولو لپاره پرانیستل شي او وروسته به سوداګریزې بېړۍ پرې تګ راتګ پیل کړي.

شنونکي وایي چې که څه هم تنګی پرانیستل کېږي، خو د نړیوالو باروړونکو شرکتونو باور بېرته ترلاسه کول به وخت ونیسي او ښایي څو میاشتې وخت ته اړتیا وي.

د بندیزونو برخلیک!

تر اوسه د امریکا او لویدیځو هېوادونو اقتصادي بندیزونه په بشپړه توګه نه دي لغوه شوي.
د راپورونو له مخې، د ایران د نفتو پر صادراتو ځینې محدودیتونه به کم شي، خو د بانکي او مالي بندیزونو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

اروپايي هېوادونو هم ویلي چې د بندیزونو لرې کول به د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکو پرمختګونو پورې تړلي وي.

کنګل شوې شتمنۍ!

ایران غواړي د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو د جبران لپاره خپلې کنګل شوې شتمنۍ ترلاسه کړي.
راپورونه ښيي چې شاوخوا ۲۴ میلیارده ډالر کنګل شوې ایراني شتمنۍ ښایي په پړاوونو کې خوشې شي، خو امریکا ټینګار کوي چې دا به د ایران د ژمنو د عملي کولو پورې تړلې وي.

نړیوال اقتصاد ته اغېزې!

د تړون له اعلان وروسته نړیوالو بازارونو مثبت غبرګون ښودلی دی.
د نفتو بیې نږدې ۴ سلنه راټیټې شوې او د امریکا د ونډو بازارونه هم لوړ شوي دي.

اقتصادپوهان باور لري چې د هرمز تنګي پرانیستل او د جګړې کمېدل به د انرژۍ نړیوال بازارونه ارام کړي، خو د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو، د اکمالاتي ځنځیر د ګډوډۍ او د انرژۍ د تاسیساتو د زیانونو اغېزې به لا هم د میاشتو لپاره دوام وکړي.

پایله

د ایران او امریکا ترمنځ نوی توافق که څه هم د جګړې د درولو او د سیمې د نسبي ثبات لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم د اسرائیل دریځ، د ایران اټومي پروګرام، د هرمز تنګي بشپړ فعالیت، بندیزونه او د تهران د سیمه‌ییز نفوذ راتلونکی هغه موضوعات دي چې د دې توافق بریا یا ناکامي به پرې وټاکل شي. د همدې لپاره شنونکي دا تړون د جګړې پای نه، بلکې د یوې نوې او حساسې سیاسي مرحلې پیل بولي.

قالیباف:د خلکو د مقاومت او د ځواکونو د مېړانې له برکته ایران د بریا پر لور مهم ګام واخیست

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف په اېکس ټولنیزې شبکې کې د ایران خلکو ته په خطاب کې ویلي چې د هغوی د تاریخي مقاومت او د وسله‌والو ځواکونو د مېړانې له امله ایران د خپلې وروستۍ بریا پر لور یو مهم ګام اخیستی دی.

قالیباف ویلي، هغو کسانو چې د ایران د ملت د له منځه وړلو او د هېواد د تسلیمولو هڅه یې کوله، خپلې موخې ته ونه رسېدل.

هغه زیاته کړې: «هغوی غوښتل، خو ویې نه شول کولای.»

د ایران د پارلمان مشر همدارنګه ټینګار کړی چې دوی به پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي او په پای کې به ایران بریالی شي.

روسیه:د یوناما د ماموریت غځېدل د افغانستان د ثبات او اقتصادي ځان‌بسیاینې ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې د دایمي استازولۍ مرستیالې آنا اوستینیگیوا ویلي، روسیې هغه پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

نوموړې د افغانستان اړوند د پرېکړه‌لیک د مسودې په چمتو کولو کې د چین له رول څخه هم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا سند د نړیوالې ټولنې ګډ دریځ منعکسوي.

اوستینیګیوا زیاته کړې چې د دې پرېکړه‌لیک موخه د افغانستان له خلکو سره د یوه سوله‌ییز، باثباته، هوسا او له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک هېواد د جوړولو په برخه کې ملاتړ دی.

هغې ټینګار کړی چې د یوناما د فعالیتونو اوسنی چوکاټ له کوم بدلون پرته پر خپل ځای پاتې شوی او دا ماموریت به په افغانستان کې خپلو دندو ته په بشپړه توګه دوام ورکړي.

د روسیې استازې همدارنګه د افغانستان د اقتصادي پراختیا اړوند موضوعاتو د شاملېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا موارد باید د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې او دوامدار پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.