چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهد افغانستان په استازیتوب؛نن دوه د کرکټ مهمې سیالۍ

د افغانستان په استازیتوب؛نن دوه د کرکټ مهمې سیالۍ

افغان ابدالیان نن د یو ورځنۍ درې اړخیزې لوبلړۍ په چوکاټ کې خپله درېیمه او د لوبلړۍ پنځمه لوبه د هند الف لوبډلې سره ترسره کوي.

دغه سیالۍ دا مهال روانه ده او افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړې.

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده، که افغان ابدالیانو وګټله پایلوبې ته لار پیدا کوي او هندۍ لوبډله له لوبلړۍ بهر کیږي، خو که افغانستان پاتې راغی نو بیا هم بله لوبه د سریلانکا پر وړاندې لري چې هم به یې پایله د افغانستان او هم د هند د مخته تګ لپاره مهمه وي، ځکه هندۍ لوبډله بله لوبه نه لري او د نننۍ بریا په صورت کې به د راتلونکي لوبې پایلې ته په تمه کیږي.

په ورته وخت، د افغانستان ملي لوبډله هم نن د هند ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي.

د نننۍ لوبې پایله له تاریخي پلوه ډېر ارزښت لري، که افغانستان بریالی کیږي او لوبه ګټي نو په لومړي ځل به مخکښې هندۍ لوبډلې ته ماتې ورکوي او که یې بایلي په لومړي ځل به هندۍ لوبډله ترې د یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي ګټي.

نن په لکنو کې چېرې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه ترسره کیږي، آسمان لمرین او د هوا حالات مناسب اټکل شوي چې تمه شته د افغان لوبغاړو پر کارکردګۍ به هم ښه اغېز ولري ځکه لومړۍ لوبه یې د هوا د خرابوالي له امله ګډوډه وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here