چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستاند چین د بهرنیو چارو وزیر:د افغانستان فعال ګډون د شانګهای همکاريو...

د چین د بهرنیو چارو وزیر:د افغانستان فعال ګډون د شانګهای همکاريو سازمان لپاره مهم دی

د چین د بهرنیو چارو وزیر، ونګ‌يي، ویلي چې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان فعال حضور ځانګړی اهمیت لري او باید د دغه هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره عملي اقدامات وشي.

نوموړي د شانګهای همکاریو سازمان د تاسیس د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ټینګار کړی چې د غړو هېوادونو نږدې همکاري او همغږي کولی شي د سیمې ثبات او امنیت لا پیاوړی کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په ګډون سیمه‌ییز هېوادونه باید له ګډو فرصتونو ګټه واخلي څو د اقتصادي پرمختګ او امنیتي همکاریو لپاره ښه زمینه برابره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here