د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شريف ویلي چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د څه باندې سلو ورځو جګړې د پای ته رسولو لپاره د احتمالي هوکړې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.
شهباز شریف د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي چې د خبرو اترو په وروستیو پړاوونو کې څو ځله داسې ښکاره کېده چې مذاکرات به ناکام شي، خو د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منير د هڅو په دوام د خبرو بهیر ژوندی وساته.
هغه زیاته کړې چې عاصم منیر شپه او ورځ کار وکړ څو د جګړې اور مړ کړي او د سولې لپاره لاره هواره شي.
د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ په احتمالي ۱۴ مادهییز تفاهم کې د ایران پر ضد د ځینو بندیزونو کمول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو تدریجي خوشې کول او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه راتلونکې خبرې شاملې دي.
شهباز شریف همدارنګه د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین له مشرانو مننه کړې او ویلي چې دغو هېوادونو هم د منځګړیتوب په بهیر کې مهمه ونډه لرله.
ټاکل شوې ده چې د یادې احتمالي هوکړې د لاسلیک مراسم د روانې اوونۍ په وروستیو کې د جینوا په ښار کې ترسره شي.

