د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف په اېکس ټولنیزې شبکې کې د ایران خلکو ته په خطاب کې ویلي چې د هغوی د تاریخي مقاومت او د وسلهوالو ځواکونو د مېړانې له امله ایران د خپلې وروستۍ بریا پر لور یو مهم ګام اخیستی دی.
قالیباف ویلي، هغو کسانو چې د ایران د ملت د له منځه وړلو او د هېواد د تسلیمولو هڅه یې کوله، خپلې موخې ته ونه رسېدل.
هغه زیاته کړې: «هغوی غوښتل، خو ویې نه شول کولای.»
د ایران د پارلمان مشر همدارنګه ټینګار کړی چې دوی به پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي او په پای کې به ایران بریالی شي.

