چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانراپورونه:په افغانستان کې د بندو لاریو د خلاصون لپاره ټرانسپورټرانو د تورخم...

راپورونه:په افغانستان کې د بندو لاریو د خلاصون لپاره ټرانسپورټرانو د تورخم لویه لاره وتړله

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د ټرانسپورټي اتحادیو غړو د پاکستان ـ افغانستان پر اصلي لویه لاره، چې د تورخم له لارې دواړه هېوادونه نښلوي، اعتراض کړی او سړک یې تړلی دی.

د دغې لارې د تړل کېدو له امله له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم درېدلی دی.

اعتراض کوونکي ټرانسپورټران وايي، هغه سلګونه باروړونکي موټر او موټرچلوونکي چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي، باید پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د دوی په وینا، په پېښور کې افغان ډیپلوماتانو مخکې هوکړه کړې وه چې دغه لارۍ به د جون له ۱۱مې نېټې پاکستان ته داخلېږي، خو دا پرېکړه عملي نه شوه.

راپورونه ښيي چې د پاکستان له لوري په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د هوايي بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د یادې هوکړې عملي کېدل وځنډېدل او د معلوماتو له مخې، له د ۶۰۰ څخه ډېرې لارۍ چې افغانستان ته یې سوداګریز توکي لېږدولي وو، لا هم د افغانستان په خاوره کې بندې پاتې دي.

ټرانسپورټران ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو حکومتونه د رامنځته شوي وضعیت مسؤلیت لري او د سیاسي اختلافاتو اصلي زیان عامو خلکو ته رسېږي.

د دوی په خبره، د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ کړکېچ نه یوازې سوداګر او موټرچلوونکي زیانمن کړي، بلکې اوس یې کډوال هم قرباني کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here