چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:افغان کډوال لا هم د درېیم هېواد د بیا مېشتېدو تر...

ملګري ملتونه:افغان کډوال لا هم د درېیم هېواد د بیا مېشتېدو تر ټولو ستره اړتیا لرونکې ډله ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه راپور له مخې، تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه کډوال د درېیمو هېوادونو د بیا مېشتېدو اړتیا ولري، خو د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره موجود فرصتونه لا هم محدود دي.

راپور ښيي چې افغان کډوال د هغو کسانو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د خوندي او دوامداره حل لارې د موندلو لپاره د بل هېواد د بیا مېشتېدو پروګرامونو ته اړتیا لري.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، که څه هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د بیا مېشتېدو اړتیا د ۲۰۲۶ کال په پرتله شاوخوا شپږ سلنه کمه اټکل شوې، خو دا د کډوالو د وضعیت د ښه والي نښه نه ده.

د ادارې په وینا، د اړتیاوو په شمېر کې دغه کموالی تر ډېره د بېلابېلو هېوادونو د پالیسۍ بدلونونو، لومړیتوبونو او نړیوالو شرایطو د بدلونونو له امله رامنځته شوی، نه دا چې د کډوالو ستونزې حل شوې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here