پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 6

راستنېدونکو کډوالو ته؛د مسلکي زده ‌کړو او مرستو پروګرام پیلېږي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له «ستاسو غږ» موسسې سره د ۷۲ زره او ۵۷۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، د دې هوکړې له مخې به په ننګرهار ولایت کې ۱۱۰ راستنو شویو کورنیو ته مسلکي زده‌کړې برابرې او د مرستو کڅوړې ووېشل شي.

یاد وزارت ویلي، د ورته هوکړه‌لیکونو له لارې هڅه کوي د راستنېدونکو او کډوالو د ژوند شرایط ښه کړي او هغوی ته اقتصادي اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت ټینګار کړی چې له بېلابېلو مرستندویه بنسټونو سره د همکاریو دوام به د راستنېدونکو او کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره مهم رول ولوبوي.

سويس؛د نفوس د زیاتوالي د مخنیوي طرحه د خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوې

په سویس کې یوې تازه نظرپوښتنې ښودلې چې ډېری رایه ورکوونکي د هغه وړاندیز مخالف دي چې غواړي د هېواد نفوس تر ۲۰۵۰ کال پورې تر ۱۰ میلیونو کسانو محدود کړي.

دغه وړاندیز، چې د جون په ۱۴مه به پرې ټولپوښتنه وشي، دا هم غواړي چې سویس له اروپايي ټولنې سره د خلکو د ازاد تګ راتګ تړون پای ته ورسوي.

د نظرپوښتنې له مخې، ۵۲ سلنه ګډونوال د دې طرحې مخالف او ۴۵ سلنه یې پلویان دي، په داسې حال کې چې پاتې کسان لا هم پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د وړاندیز ملاتړي وایي چې د نفوس چټکه وده پر کورونو، ترانسپورټ، ښوونځیو او روغتونونو فشار زیاتوي؛ خو مخالفین باور لري چې دا اقدام به له اروپايي ټولنې سره اړیکې زیانمنې او د سویس اقتصاد کمزوری کړي.

د یادونې وړ ده چې د سویس نفوس په ۲۰۰۲ کال کې ۷.۳ میلیونه و؛ خو تېر کال ۹.۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

افغان شنونکي:د افغانیت او اسلامیت پر ضد د محی‌الدین مهدي څرګندونې له مبالغې او عقدې ډکې دي

یو شمېر افغان شننونکو دمحي الدین مهدي د هغو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي چې دا نظر له مبالغې او عمومیت څخه ډک بولي.

خان آغا میاخېل وایي، د افغانستان د جګړو او بې‌ثباتۍ اصلي عوامل د قدرت پر سر سیالۍ، بهرنۍ لاسوهنې، کمزورې ادارې، فساد، اقتصادي وروسته پاتېوالی او افراطي سیاسي ډلې دي، نه افغانیت او اسلامیت په خپله.

د پکتیا پخوانی والي او افغان سیاستوال حلیم فدایي په دې اړه سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې، افغانیت د ملي هویت او ګډ تابعیت مفهوم لري او اسلام د افغانستان د اکثریت خلکو د عقیدې بنسټ دی.

شنونکي استدلال کوي چې ستونزه د دغو مفاهیمو په اصل کې نه، بلکې د هغو په سیاسي او انحصاري تفسیر کې ده.

د دوی په نظر، که افغانیت د ټولو قومونو د ګډ هویت او اسلامیت د عدالت، ورورولۍ او مساواتو پر اصولو ولاړ تعبیر شي، نو دا دواړه د سولې او ثبات لپاره د خنډ پر ځای د یووالي او همغږۍ وسیلې کېدای شي.

همدارنګه، منتقدین وايي چې د افغانستان د څو لسیزو بحران یوازې د هویت او دین له زاویې تشریح کول د مسئلې پیچلتیا کم رنګه کوي او د جګړو ژور سیاسي، سیمه‌ییز او نړیوال عوامل له پامه غورځوي.

د دوی په اند، د سولې لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د قانون حاکمیت، عادلانه سیاسي مشارکت، د ټولو وګړو مساوي حقوق او د انحصار ضد ملي اجماع ده، نه د افغانیت او اسلامیت بشپړ ردول.

سپاه پاسداران، امریکا او د سیمې هیوادونو ته:د «ووهه او وتښته» دوره پای ته رسېدلې ده، د نوک ځواب په سوک درکوو

سپاه پاسداران د یوې توندې اعلامیې په خپرولو سره امریکا او د سیمې هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د خاورې، پولو او ملي حاکمیت پر ضد هر ډول اقدام به له «ویجاړوونکي، خوله ماتي او قاطع» غبرګون سره مخ شي.

سپاه ویلي، هر لوری چې د ایران د حاکمیت د نقض هڅه وکړي، باید د سختو پایلو لپاره چمتو وي.

د اعلامیې له مخې، د ایران احتمالي ځواب به یوازې د متقابل اقدام تر کچې محدود نه وي، بلکې په پراخه او پرېکنده بڼه به عملي شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د «ووهه او وتښته» دوره پای ته رسېدلې او هغه ځواکونه چې د ایران پر ضد پوځي ماجراجویۍ کوي، نور به د خپلو کړنو له عواقبو خوندي پاتې نه شي.

ډاکټر محي‌الدین مهدي:«افغانیت او اسلامیت» د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي

د لندن په ویسټ‌منسټر پوهنتون کې د «افغانستان د سولې او ثبات خنډونه» تر سرلیک لاندې جوړ شوي علمي کنفرانس کې، د افغانستان پخواني پارلمان غړي محی‌الدین مهدي وویل چې «افغانیت او اسلامیت» د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي.

نوموړي استدلال وکړ چې افغانیت او اسلامیت د قوم او دین پر ځای د هغو سیاسي ایډیالوژیو په معنا کاروي چې د ده په باور د تاریخ په اوږدو کې د انحصار، حذف او نابرابرۍ وسیلې ګرځېدلې دي.

مهدي د هېواد د دوامدار بحران عوامل د هویت‌محوره دولت‌سازۍ، د قدرت انحصار او د تنوع نه منلو له سیاستونو سره وتړل او د یوه عدالت‌محور، دیموکراتیک او شهروندمحور نظام غوښتنه یې وکړه.

د جون درېیمه د بايسکل نړیواله ورځ؛ملګري ملتونه بایسکل د ارزانه او چاپېریال‌دوسته ترانسپورټ سمبول ګڼي

نن د جون درېیمه د بایسکل نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې د ترکمنستان په وړاندیز د یو پرېکړه‌لیک له لارې ونوموله.

ملګري ملتونه بایسکل د تګ راتګ یوه ارزانه، چاپېریال‌دوسته او دوامداره وسیله ګڼي چې د روغ ژوند، د ککړتیا د کمولو او دوامدار پرمختګ په برخه کې مهم رول لري.

په افغانستان کې هم په وروستیو کلونو کې د بایسکل کارونه زیاته شوې ده.

اقتصادي ستونزو او د ترانسپورټ لګښتونو لوړېدو ډېر خلک دې ته اړ کړي چې بایسکل د ورځني تګ راتګ لپاره وکاروي.

ايټاليا؛دوو پاکستاني بريدګرو درې افغانان او یو پاکستانی په موټر کې ژوندي سوځولي

د ایټالیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کالابریا په جنوبي سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي دي.

د ایټالیا د امنیتي ادارو په وینا، د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي.

راپورونه وایي، د څار کمرې ښيي چې بریدګرو پر موټر اور اخیستونکې ماده شیندلې او وروسته یې اور ورته اچولی دی.

ویل کېږي چې دغه بريدګرو هڅه کړې وه د موټر دروازې وتړي، څو دننه کسان د تېښتې توان ونه لري.

په دې پېښه کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د پېښې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کویټ دفاع وزارت:د ايران له لوري د هوايي ډګر پر ترمینل برید کې څو کسان ټپیان شوي

د کویټ د دفاع وزارت ویاند سعود عبدالعزیز العطوان ویلي چې د چهارشنبې په سهار د ایران له لوري په څو بې‌پیلوټه الوتکو د کویټ نړیوال هوايي ډګر لومړی ترمینل په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې برید کې پراخ مالي زیانونه اوښتي او څو کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ټپیانو ته لازمې طبي مرستې رسېدلې او روغتیایي وضعیت یې تر څارنې لاندې دی.

د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی چې د کویټ وسله‌وال ځواکونه د اړوندو ادارو په همغږۍ وضعیت له نږدې څاري او د هر ډول احتمالي پرمختګ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ویلي چې امنیتي ځواکونه به د هېواد د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

رويټرز:منځني ختیځ کې کړکېچ يو ځل بيا د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

رويټرز راپور ورکړی چې منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو او د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو د نه پرمختګ له امله د نړۍ د تېلو بیې د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو بیه ۹۶.۸۱ ډالرو او د امریکا د لوېدیځ ټکساس خام تېلو بیه ۹۴.۶۷ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د امریکا پوځ ویلي چې ایران د کویټ او بحرین پر لور بالستیک توغندي توغولي؛ خو خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.

په ځواب کې امریکایي ځواکونو د ایران د قشم ټاپو پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت،‌ د UNODC رييس ته:نړیوال بنسټونه دې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس، پولیک اوک سري سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال د معینیت چارواکو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

بلخوا، د UNODC رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت د فعالیتونو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې په اړوندو برخو کې به همکارۍ لا زیاتې کړي.