په سویس کې یوې تازه نظرپوښتنې ښودلې چې ډېری رایه ورکوونکي د هغه وړاندیز مخالف دي چې غواړي د هېواد نفوس تر ۲۰۵۰ کال پورې تر ۱۰ میلیونو کسانو محدود کړي.
دغه وړاندیز، چې د جون په ۱۴مه به پرې ټولپوښتنه وشي، دا هم غواړي چې سویس له اروپايي ټولنې سره د خلکو د ازاد تګ راتګ تړون پای ته ورسوي.
د نظرپوښتنې له مخې، ۵۲ سلنه ګډونوال د دې طرحې مخالف او ۴۵ سلنه یې پلویان دي، په داسې حال کې چې پاتې کسان لا هم پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
د وړاندیز ملاتړي وایي چې د نفوس چټکه وده پر کورونو، ترانسپورټ، ښوونځیو او روغتونونو فشار زیاتوي؛ خو مخالفین باور لري چې دا اقدام به له اروپايي ټولنې سره اړیکې زیانمنې او د سویس اقتصاد کمزوری کړي.
د یادونې وړ ده چې د سویس نفوس په ۲۰۰۲ کال کې ۷.۳ میلیونه و؛ خو تېر کال ۹.۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

