یو شمېر افغان شننونکو دمحي الدین مهدي د هغو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي چې دا نظر له مبالغې او عمومیت څخه ډک بولي.
خان آغا میاخېل وایي، د افغانستان د جګړو او بېثباتۍ اصلي عوامل د قدرت پر سر سیالۍ، بهرنۍ لاسوهنې، کمزورې ادارې، فساد، اقتصادي وروسته پاتېوالی او افراطي سیاسي ډلې دي، نه افغانیت او اسلامیت په خپله.
د پکتیا پخوانی والي او افغان سیاستوال حلیم فدایي په دې اړه سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې، افغانیت د ملي هویت او ګډ تابعیت مفهوم لري او اسلام د افغانستان د اکثریت خلکو د عقیدې بنسټ دی.
شنونکي استدلال کوي چې ستونزه د دغو مفاهیمو په اصل کې نه، بلکې د هغو په سیاسي او انحصاري تفسیر کې ده.
د دوی په نظر، که افغانیت د ټولو قومونو د ګډ هویت او اسلامیت د عدالت، ورورولۍ او مساواتو پر اصولو ولاړ تعبیر شي، نو دا دواړه د سولې او ثبات لپاره د خنډ پر ځای د یووالي او همغږۍ وسیلې کېدای شي.
همدارنګه، منتقدین وايي چې د افغانستان د څو لسیزو بحران یوازې د هویت او دین له زاویې تشریح کول د مسئلې پیچلتیا کم رنګه کوي او د جګړو ژور سیاسي، سیمهییز او نړیوال عوامل له پامه غورځوي.
د دوی په اند، د سولې لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د قانون حاکمیت، عادلانه سیاسي مشارکت، د ټولو وګړو مساوي حقوق او د انحصار ضد ملي اجماع ده، نه د افغانیت او اسلامیت بشپړ ردول.

