چهارشنبه, جون 3, 2026
Homeافغانستانايټاليا؛دوو پاکستاني بريدګرو درې افغانان او یو پاکستانی په موټر کې ژوندي...

ايټاليا؛دوو پاکستاني بريدګرو درې افغانان او یو پاکستانی په موټر کې ژوندي سوځولي

د ایټالیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کالابریا په جنوبي سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي دي.

د ایټالیا د امنیتي ادارو په وینا، د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي.

راپورونه وایي، د څار کمرې ښيي چې بریدګرو پر موټر اور اخیستونکې ماده شیندلې او وروسته یې اور ورته اچولی دی.

ویل کېږي چې دغه بريدګرو هڅه کړې وه د موټر دروازې وتړي، څو دننه کسان د تېښتې توان ونه لري.

په دې پېښه کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د پېښې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here