پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 7

جاپان؛شدید توپان لسګونه زره جاپاني کورنۍ له برېښنا بې‌برخې او د کورونو څخه وتلو ته اړ کړې

جاپان کې نن سهار شدید استوایي توپان پر بېلابېلو سیمو سخت اغېز کړی، چې له امله یې د ترانسپورټي خدماتو، سوداګریزو فعالیتونو او برېښنا شبکو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د توپان مرکز د هونشو ټاپو ته نږدې موقعیت لري او د ټوکیو پر لور روان دی.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د ارام سمندرګي د ساحلي سیمو ځینې برخې د ژوند ګواښوونکو طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، نږدې ۶۰ زره کورنۍ له برېښنا بې‌برخې شوې دي، او په اتو ولایتونو کې سلګونو زرو اوسېدونکو ته د خوندي سیمو ته د لېږدېدو سپارښتنه شوې ده.

همداراز، شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ او نړیوالې الوتنې لغوه شوي، د چټکو اورګاډو ځینې خدمات ځنډول شوي او د موټرو لویو شرکتونو خپل تولیدي فعالیتونه په موقتي ډول درولي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام:په يوه سایبري برید کې د غزې د ۶۰۰ زره کورنیو شخصي معلومات افشا شوي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د یوې سایبري حملې له امله د غزې د شاوخوا ۶۰۰ زره کورنیو شخصي معلومات افشا شوي دي.

د راپورونو له مخې، په افشا شویو معلوماتو کې د خلکو نومونه، د پېژندپاڼو شمېرې، د ټیلیفون شمیرې او د استوګنې ځایونو اړوند معلومات شامل دي.

د دغه پروګرام چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د اغېزمنو شویو معلوماتو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي.

سنټکام:د ايران د قشم ټاپو پر هدفونو مو دفاعي بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا سنټکام ویلي چې ځواکونو یې د ځان‌دفاع په موخه د ایران د قشم ټاپو پر ځینو هدفونو بریدونه کړي او ګڼ ایراني توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.

سنټکام ادعا کړې چې دغه اقدامات وروسته له هغې ترسره شول چې ملکي بېړۍ او د امریکا سیمه‌ییز متحدان، په ځانګړې توګه کویټ او بحرین، تر بریدونو لاندې راغلل.

د کویټ پوځ ویلي چې د هوايي دفاع سیسټمونو یې ورغلي توغندي او ډرونونه په هوا کې له منځه وړي دي، په داسې حال کې چې د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي د احتمالي خطر له امله د خبرداري زنګونه فعال شوي وو.

بلخوا ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د قشم ټاپو په شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

زېلېنسکي، امريکا ته:د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره پاتريوت دفاعي سیستم او توغندیو ته اړتیا لرو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې د هېواد د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره نور د پاتریوت توغندیز دفاعي سیسټمونه او رهګیر توغندي ور واستوي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین د ۷۳ توغندیو او له ۶۰۰ څخه زیاتو بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، که اوکراین د بالستیک او نورو توغندیو پر وړاندې کافي دفاعي وسایل ترلاسه نه کړي، نو دا ډول بریدونه به دوام ومومي.

د راپورونو له مخې، وروستي بریدونه پر کیف، دنیپرو او نورو لویو ښارونو متمرکز وو، په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې هم درېدلې دي.

اوکرایني چارواکو له خپلو لوېدیځو متحدانو غوښتي چې پر روسیې فشارونه زیات او له کیف سره پوځي مرستې پراخې کړي.

مارکو روبیو:هېڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د اوس لپاره هېڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري او واشنګټن هڅه کوي چې په قطر کې مېشت افغانان په نورو خوندي هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.

روبیو دا څرګندونې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې کړې، او زیاته کړې چې د تېر کال د امنیتي پېښې او د صادر شوي اجرائیوي فرمان له امله اوس مهال د افغانانو امریکا ته انتقال ناشونی دی.

په همدې غونډه کې سناتور کریس کونز ویلي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې پخواني همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي پکې شامل دي، لا هم د قطر په السیلیه کمپ کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

روبیو زیاته کړې چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغانانو د منلو په اړه خبرې کړې دي او لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دوی یوه برخه ومني.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټرمپ اداره د قطر له کمپونو څخه د یو شمېر افغان کډوالو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږدولو پر طرحه غور کوي؛ هغه طرحه چې د سلګونو پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

رومن ګوفمن؛هغه پوځي قومندان چې د موساد مشري یې په غاړه واخیسته

لیکوال: ارمان شینواری

اسراییلو د خپل بهرني استخباراتي سازمان (موساد) د مشرتابه په کچه مهم بدلون اعلان کړی او جنرال رومن ګوفمن یې د دې ادارې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. ګوفمن د پنځه کلنې دورې لپاره د موساد مشري پر غاړه اخلي او د ډیویډ بارنیا ځای ناستی شوی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ګوفمن د معرفۍ پر مهال هغه یو زړور، نوښتګر او د جګړې پر مهال د غیر دودیز فکر لرونکی افسر وباله. د نوموړي ټاکنه له دې امله هم د پام وړ بلل کېږي چې په اسراییلو کې معمولا د موساد مشري د همدې ادارې له دننه چارواکو څخه ټاکل کېږي، خو ګوفمن له پوځي شالید سره دې مقام ته رسېدلی دی.

د لانجمنې دوسیې سیوری

د ګوفمن ټاکنه له مخالفتونو پرته نه وه. منتقدانو د ۲۰۲۲ کال یوې لانجمنې قضیې ته اشاره کوله چې پکې د اسراییلو پوځ د ایران، حزب‌الله او حماس پر ضد د عربي ژبې د نفوذي عملیاتو لپاره د «آوري الماکیس» په نوم یو ۱۷ کلن ځوان کارولی و.

وروسته دغه ځوان د اسراییلو د کورني امنیت ادارې (شین‌بت) له لوري د امنیتي جرمونو په تور ونیول شو او نږدې اتلس میاشتې یې د بېلابېلو ډولونو بند تجربه کړ. کله چې څرګنده شوه چې نوموړی د پوځ له لوري ګومارل شوی و، دوسیه وتړل شوه.

منتقدانو ادعا کوله چې ګوفمن د دې قضیې په اړه بشپړ معلومات نه وو ورکړي، خو د اسراییلو سترې محکمې او د لوړو ګومارنو ارزونې کمېټې د هغه پر وړاندې شواهد کافي ونه بلل او د موساد د مشر په توګه یې ټاکنه تایید کړه.

له بلاروسه تر موساده

رومن ګوفمن ۴۹ کلن دی او په بلاروس کې زېږېدلی. هغه په ۱۴ کلنۍ کې اسراییلو ته کډه شوی او تر درې لسیزو زیات یې د اسراییلو په پوځ کې خدمت کړی دی.

ګوفمن د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د حماس د بریدونو پر مهال سخت ټپي شوی و، خو له رغېدو وروسته د نتانیاهو د لوړپوړي پوځي سلاکار په توګه وګومارل شو. سرچینې وايي چې نوموړي په وروستیو کلونو کې د ایران، لبنان، غزې او سوریې اړوند مهمو پوځي او امنیتي پرېکړو کې رول لوبولی دی.

د روسي ژبې د تسلط له امله هغه د نتانیاهو او کرملین ترمنځ د اړیکو مهم رابط هم بلل کېږي.

د ایران په اړه جنجالي لیدلوری

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ګوفمن له هغو اسراییلي چارواکو څخه و چې باور یې درلود احتمالي جګړه له ایران سره د تهران د واکمن نظام د کمزوري کېدو او حتی سقوط لامل کېدای شي.

راپورونه ښيي چې دغه ارزونه یوازې د ګوفمن نظر نه و، بلکې د موساد د ځینو لوړپوړو چارواکو ترمنځ هم ورته لیدلوری موجود و.

د موساد پخواني مشر ډیویډ بارنیا هم په وروستیو کلونو کې دې پایلې ته رسېدلی و چې پر ایران فشار او هدفمند استخباراتي عملیات کولی شي د ایران دننه سیاسي او ټولنیزې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړي.

د بارنیا وروستۍ څرګندونې

ډیویډ بارنیا د خپلې دندې د سپارلو په مراسمو کې په ښکاره ډول ایران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوسنی سیمه‌ییز وضعیت باید د تهران د واکمن نظام پر ضد د فرصت په توګه وکارول شي.

هغه ادعا وکړه چې د ایران حکومت تر بل هر وخت کمزوری او تر فشار لاندې دی او زیاته یې کړه چې د ایران د سیاسي واقعیت بدلول د حکومت د بدلون له لارې یو ترلاسه کېدونکی هدف ګڼي.

بارنیا دا هدف د راتلونکو نسلونو په وړاندې یو مسوولیت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید د اسراییلو د امنیتي لومړیتوبونو په سر کې پاتې شي.

نوی مشر، پخوانی ماموریت

ګوفمن د موساد د مشرۍ له پیل سره ویلي چې د ایران او د اسراییلو د مخالفو ډلو پر ضد د استخباراتي فعالیتونو له امله په سیمه کې د ځواک توازن بدل شوی، خو ماموریت لا بشپړ شوی نه دی.

هغه د موساد کارکوونکو ته ویلي چې د دې ادارې اصلي ځواک په پټو عملیاتو کې نغښتی دی او ژمنه یې کړې چې د حیرانتیا رامنځته کولو، نفوذ او اغېزمنتیا لپاره به د موساد استخباراتي او عملیاتي وړتیاوې لا پراخې کړي.

د رومن ګوفمن ټاکنه داسې مهال کېږي چې منځنی ختیځ لا هم له امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی او د اسراییلو او ایران ترمنځ سیالي د سیمې د مهمو معادلو په توګه دوام لري.

رافائل ګروسي:په ایران کې د جګړې له امله ګڼ اټومي فعالیتونه درېدلي دي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافائل ګروسي په ابوظبۍ کې ویلي چې په ایران کې د اټومي پروګرام ګڼ فعالیتونه د روانو جګړه‌ییزو شرایطو او بریدونو له امله درېدلي دي.

ګروسي ویلي، د ایران د اټومي پروګرام په اړه ارزونې اوس په بنسټیز ډول بدلې شوې دي، ځکه چې دا پروګرام د جګړې تر اغېز لاندې راغلی او ځینې تاسیسات یې په نښه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکې کې به د جګړې له تجربو د زده‌کړو، د چمتووالي د کچې د لوړولو او د زیانمنو شویو تاسیساتو د ترمیم لپاره ځانګړې غونډې او تخنیکي فعالیتونه ترسره شي.

نوموړي همداراز ویلي چې د متحده عربي امارات چارواکو د براکه اټومي بټۍ د پېښې پر مهال چټک غبرګون وښود او د برېښنا د پرې کېدو له امله یې یو ریاکټر بند کړ.

ګروسي ټینګار کړی چې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول احتمالي هوکړه د قوي څارنې او بشپړې تصدیق پروسې پرته عملي کېدای نه شي، او نړیواله اداره به په دې برخه کې خپل تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نصير احمد فايق:افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رئیس مرستیال وټاکل شو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فايق ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د خپلې ۸۱مې دورې لپاره نوی رئیس، مرستیالان او د اصلي کمېټو مشران ټاکلي دي.

نوموړي د خلیل الرحمن په مشرۍ د بنګله‌دېش نوماند ته د عمومي اسامبلې د ۸۱مې دورې د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ورته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

فايق زیاته کړې چې افغانستان ویاړي چې د دې دورې د رئیس له مرستیالانو څخه د یوه په توګه ټاکل شوی او هیله لري چې د نورو غړو هېوادونو سره په همغږۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د موخو او مسئولیتونو د پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

د پښتو نامتو سندرغاړې؛شکیله ناز روغتیایي وضعیت وخیم بلل شوی

د پښتو ژبې کلاسیکې موسیقۍ نامتو سندرغاړې شکیله ناز ناروغه شوې او دا مهال په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د نوموړې مېړه فاروق فراق په خپله فېسبوک پاڼه د شکیله ناز د ناروغۍ خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د هغې د روغتیا لپاره ځانګړې دعاوې وکړي.

فاروق فراق لیکلي چې د شکیله ناز روغتیایي وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې لا پسې په خرابېدو دی او له همدې امله په روغتون کې بستر ده.

نوموړي د پښتنو له بې‌ پامۍ هم ګیله کړې او ویلي یې دي چې شکیله ناز د ټول پښتون ولس هنرمنده ده او نږدې نیمه پېړۍ یې پښتنو ته سندرې ویلي، خو په دې سختو شېبو کې د هغې د درملنې او پالنې بار یوازې د ده پر اوږو دی.

فاروق فراق په پای کې ویلي چې د دې سختو ورځو پر مهال د پښتونخوا د حکومت، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو بې‌ پامي به یې هېره نه شي او تل به یې په یاد پاتې وي.

شکیله ناز د پښتو کلاسیکې موسیقۍ داسې سندرغاړې ده چې لا هم ځینې سندرې یې د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ لوړه کچه؛د بودجې او خوراکي توکو کمښت مرستې له خنډ سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، په افغانستان کې خوارځواکي نږدې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د خوراکي توکو د کمښت له امله ګڼې میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو بې له مرستې تش لاس ستنېږي.

د دې ادارې په وینا، د اړتیا وړ بودجې یوازې اته سلنه ترلاسه شوې او د جګړو او د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت او د اکمالاتي لارو بندېدو په افغانستان کې بشري عملیات تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

د ادارې په وینا، که کافي مالي ملاتړ او د مرستو د لېږد اسانتیاوې برابرې نه شي، میلیونونه اړمن افغانان به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري بحران له امله میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.