دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 53

ولادیمیر پوتین:روسیه ښايي اروپا ته د ګازو رسونه بنده کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه ښايي اروپا ته د ګازو رسونه بنده کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د جګړو له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.

نوموړي ویلي، اروپايي اتحادیه هڅه کوي چې پر روسي ګاز او مایع طبیعي ګاز (LNG) بندیزونه ولګوي.

پوتین زیاته کړې، که پر روسي ګاز او تېلو بندیزونه ولګول شي، نو مسکو به د نورو بازارونو لکه چین لور ته مخه کړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې پر انرژۍ د اروپا د تکیې له کمېدو سره، مسکو هڅه کوي خپل صادرات نورو نړیوالو بازارونو ته واړوي.

جنرال خوشال سادات:افغانستان د انساني ځواک او دینې عقیدې له مخې په پاکستان پیاوړی دی

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، جنرال خوشال سادات ویلي چې د پاکستان ډېری جنګي الوتکې او مهمات د امریکا جوړ دي او په اوسني وضعیت کې امریکا او اسراییل خپلو اکمالاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د هغه په وینا، که پاکستان ته د بمونو او تخنیکي پرزو رسونه کمه شي؛ نو ښایي د دې هېواد د هوايي ځواک مهمات ژر محدود شي او اړ شي چې خپلې ستراتیژیکې زېرمې وکاروي، هغه څه چې د هند له احتمالي ګواښ سره د مقابلې له امله ورته اسانه نه دي.

سادات زیاتوي چې افغانستان د درنو وسلو پر ځای انساني ځواک او قوي دیني انګېزه لري او د ده په باور، همدا ځواک کولای شي پرته له هوايي بمبار څخه هم پر پاکستان فشار واچوي او امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

عاصم منیر:د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله هغه وخت شونې ده چې افغان طالبان د وسله‌والو ډلو ملاتړ پرېږدي

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول د منلو وړ نه ده او اسلام‌اباد به د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه دا څرګندونې د سویلي وزیرستان د وانا سیمې د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تلپاتې سوله هغه وخت شونې ده چې افغان طالبان له ترهګرۍ او وسله‌والو ډلو ملاتړ پرېږدي.

د پوځ ویاندویې ادارې زیاته کړې چې نوموړي د پولې پر اوږدو کې د ځای پر ځای شوو ځواکونو د وړتیا ستاینه کړې او پر هغوی یې بشپړ باور څرګند کړی دی.

ماریا زاخارووا:د کابل او اسلام‌اباد نښتې د اندېښنې وړ دي؛ اختلافونه دې د خبرو له لارې حل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پر پوله روانې نښتې د مسکو لپاره د جدي اندېښنې وړ دي.

زاخارووا په خپل بیان کې ټینګار کړی چې روسیه له دواړو لورو غواړي له هر ډول پوځي ټکر او کړکېچ څخه ډډه وکړي.

هغې ویلي: «موږ پر کابل او اسلام‌اباد غږ کوو چې خپل اختلافونه د متقابل درناوي او رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د نوموړې په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې پر امنیت منفي اغېز وکړي، نو ځکه اړینه ده چې دواړه هېوادونه له زغم او سیاسي تعامل څخه کار واخلي.

اسماعیل بقایي:د امریکا لخوا د ایران د ډیپلوماټیکو پولیسو پر دفتر برید د ډیپلوماسۍ پر ضد خطرناک عمل دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا او اسراییلو له لوري په تهران کې د ایران د ډیپلوماټیکو پولیسو پر مرکزي دفتر وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماسۍ پر ضد خطرناک او غیرقانوني اقدام وباله.

بقایي په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه دفتر یوازې د بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، او پر داسې یوې ادارې برید د نړیوالو عرفي اصولو ښکاره نقض دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا برید د امریکا د هغې تګلارې دوام دی چې په وینا یې په فعاله توګه غواړي ډیپلوماسي کمزورې کړي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت:د ایران هغه بالستیک توغوندي د ناټو لخوا شنډ شوي، چې د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو

د ترکیې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه بالستیک توغوندي چې له ایران څخه توغول شوي وو او د عراق او سوریې له هوايي حریم تر تېرېدو وروسته د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو، په ختیځ مدیترانې کې د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونو له لوري په وخت هدف وګرځول شول او شنډ کړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو مهماتو یوه ټوټه د هاتای ولایت د دورتیول ولسوالۍ کې لوېدلې، خو څرګنده شوې چې دا د هوايي دفاعي عملیاتو د مخنیوي مهماتو پورې اړه لري چې ګواښ یې په هوا کې له منځه وړی و.

په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

انقره همداراز ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د شخړو د پراخېدو لامل کېدونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي، او زیاته کړې یې ده چې له ناټو او نورو متحدینو سره به خپلې سلا مشورې جاري وساتي.

ضمیر کابلوف:روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اشاره کړې او دا یې د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید اختلافات د خبرو او سیاسي تعامل له لارې حل کړي.

کابلوف همداراز ویلي چې که اړتیا وي، روسیه چمتو ده د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي ترڅو کړکېچ راکم او ثبات ته لاره هواره شي.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ له لویو دفاعي شرکتونو غوښتي چې د وسلو تولید چټک کړي

رویټرز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د لویو دفاعي شرکتونو له اجراییوي مشرانو سره غونډه وکړي.

د راپور له مخې، د ټرمپ اداره غواړي د وسلو تولید چټک کړي او له دفاعي شرکتونو غواړي چې د وسلو د تولید کچه لوړه کړي.

دغه اقدام وروسته له هغې مطرح کېږي چې پنټاګون هڅه کوي د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي عملیاتو له امله د وسلو زیرمې بېرته بشپړې کړي.

راپورونه وايي چې د وسلو د تولید د زیاتوالي هدف د امریکا د پوځي اړتیاوو پوره کول دي.

راپورونه:د ایران جګړه کې امریکا ته نږدې دوه میلیارده ډالره زیان اوښتی

راپورونه ښيي چې د روانو پوځي نښتو په ترڅ کې امریکا د ایران پر وړاندې په عملیاتو کې درانه مالي او تجهیزاتي زیانونه لیدلي دي.

د ځینو سرچینو په وینا، له تېرو څلورو ورځو راهیسې نږدې دوه میلیارده ډالره پوځي وسایل او تجهیزات له منځه تللي دي.

د انادولو خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د العدید هوايي اډې یو پرمختللی رادار چې ارزښت یې شاوخوا ۱.۱ میلیارده ډالره اټکل شوی، د ایران د توغندیز برید له امله زیانمن شوی دی.

همداراز راپورونه وايي چې په کویټ کې د امریکا درې F-15E جنګي الوتکې له منځه تللې او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز هم برید شوی دی.

بلخوا د امریکا د مرکزي قومندې قومندان ویلي چې ایران تر دې مهاله شاوخوا ۵۰۰ بالستیک توغندي او دوه زره بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا په ځوابي عملیاتو کې لسګونه زره پوځیان، سلګونه جنګي الوتکې، الوتک‌وړونکې بېړۍ او بمبار الوتکې برخه لري.

د ایران دفاع وزارت:لا مو خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

د ایران د دفاع وزارت اعلان کړی چې د امریکا او اسراییل پر وړاندې په روانو نښتو کې یې لا خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي.

دغه وزارت ویلي چې تهران لا هم داسې پوځي ظرفیتونه لري چې تر اوسه نه دي کارول شوي او د اړتیا په صورت کې به وکارول شي.

تر دې مخکې د سپاه پاسداران د لوی قومندان یو سلاکار هم ادعا کړې وه چې ایران به ډېر ژر داسې وسلې معرفي کړي چې د هغه په وینا، امریکا تر اوسه نه دي لیدلي.