اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې افغانې ښځې له اوږدې مودې راهیسې د افراط او تفریط ترمنځ قرباني شوې دي.
ښاغلي مشعل ټینګار کړی چې نه باید د دین په نوم ښځې له تعلیم محرومې شي او نه هم د ښځو د حقونو تر نوم لاندې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره ناساز بهرني نظریات ترویج شي.
د نوموړي په وینا، د ښځو د تعلیم حق سلبول د ټولنې له اړتیاوو او د علم له ارزښت سره په ټکر کې دي.
عاطف مشعل زیاته کړې چې د ښځو تعلیم باید داسې خوندي شي چې دیني ارزښتونه، کورنۍ، ټولنیز هویت او ملي وقار پیاوړی کړي، او په ورته وخت کې کې د زده کړو او پرمختګ لارې هم پرانیستې پاتې شي.
مشعل د ښځو د حقونو په اړه د متوازنې او اسلامي لارې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغانې ښځې باید نه د افراط او نه د تفریط قرباني شي.

