د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا او ایران ترمنځ له شوې موافقې هرکلی کړی او هغه یې د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو پایله بللې ده.
هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې دا موافقه په چټکۍ او بشپړ ډول عملي کړي او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي ژر، بې قید و شرطه پرانیستل او د کښتۍ تګ راتګ له هر ډول محدودیت او فیس پرته بیا پیل د سیمهییز ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره اړین دی.
مکرون ویلي چې دا موافقه کولی شي د منځني ختیځ د سولې او امنیت لپاره د پراخو خبرو زمینه برابره کړي؛ هغه خبرې چې باید د ایران د اټومي او توغندیو پروګرام او د هغه په وینا د تهران د بېثباته کوونکو سیمهییزو سیاستونو موضوع هم په کې شامله وي.
نوموړي زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده له خپلو شریکانو سره په دې بهیر کې رول ولوبوي.
د فرانسې ولسمشر همدارنګه په لبنان کې د حکومت له هڅو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې بشپړ ملي حاکمیت کولی شي د لبنان ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو اړتیاوې تضمین کړي.

