دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 48

ډونالډ ټرمپ:ایران به خامخا خبرو ته کیني او اټومي وسلې به ترلاسه نه کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران به خامخا له امریکا سره خبرو ته کیني او اټومي وسلې به هېڅکله ترلاسه نه کړي.

هغه دا څرګندونې د یوې راډیويي مرکې پر مهال کړې او خبرداری یې ورکړی، که ایران مذاکرات ونه کړي، له داسې ستونزو سره به مخ شي چې مخکې یې نه وې تجربه کړې.

ټرمپ زیاته کړې چې تمه لري د خبرو له لارې یو عادلانه توافق وشي او ایران وکولای شي خپل هېواد بیا ورغوي، خو په هر حالت کې یې ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه به ور نه کړل شي.

اکسیوس:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره جی‌ډي ونس د سې‌شنبې ورځ اسلام اباد ته ځي

0

د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي، څو له ایران سره د خبرو په نوې پړاو کې ګډون وکړي.

راپور د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکي، چې د ایران مرکچي پلاوی د سپاه پاسداران د فشار له امله د لنډ مهال لپاره خبرې ځنډولې وې.

د سرچینې په وینا، د دوشنبې په شپه د ایران د مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي له لوري د “شین څراغ” له ورکړې وروسته، یو ځل بیا د خبرو بهیر ته لاره هواره شوې ده.

تر اوسه د دې خبرو د اجنډا او ګډون کوونکو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه کېږي چې دا ناسته به د امریکا او ایران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

فضل محمود فضلي:بهرني لاسپوڅي د هېواد د حاکمیت اصلي ګواښ دی او په مکمله توګه باید رد شي

د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري تمویل او رهبري کېدونکې ټولې نیابتي ډلې او اړوند افراد د افغانستان د ملي ګټو پر ضد عمل کوي او باید په قاطع ډول رد شي.

فضلي ټینګار کړی، چې که دا ډلې جهادي جنګسالاران وي، که طالبان او یا هم د غیر دولتي سازمانونو تر نامه لاندې سیاسي فعالان، ټول د بهرنیو اجنډاوو د پلي کولو وسیلې دي او د هېواد د ثبات، حاکمیت او پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.

د هغه په وینا، په تېرو لسیزو کې بېلابېلو ډلو ته مشخصې دندې سپارل شوې وې؛ مجاهدینو ته د زیربناوو د ویجاړولو، طالبانو ته د تعلیمي او ټولنیزو بنسټونو د کمزوري کولو او ځینو نورو کړیو ته د ملي حاکمیت د ارزښت د راکمولو مسؤلیت ورکړل شوی و.

فضلي زیاته کړې، چې د افغانستان د اوسني او راتلونکي ثبات لپاره اړینه ده، څو ټول هغه اشخاص او ډلې چې د بهرنیو ګټو لپاره کار کوي، له سیاسي او ټولنیز ډګر څخه لرې وساتل شي.

نوموړي، ویلي: « د محقق ترڅنګ د پاکستان ټولې نیابتي ډلې او افراد، پخواني او اوسني، باید رد شي!»

سمیع سادات:د محمد محقق پر تفرقه ولاړ دریځ ښیي چې د امیر عبدالرحمن خان پړ کړنو تایید کوي

د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، دمحمد محقق وروستیو څرګندونو، هغه تورن کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت او تاریخي مسایلو په اړه یې “ناسم او سپکاوی کوونکی دریځ” خپل کړی دی.

سادات ویلي، په داسې حال کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع لا هم د افغانستان له حساسو ملي مسایلو څخه شمېرل کېږي، دا د اندېښنې وړ ده چې یو مطرح سیاسي څېره د امیر عبدالرحمن پر کړنو تایید کوي.

هغه ټینګار کړی چې د دې موضوع په اړه باید له هر ډول تبصرې وړاندې تاریخي اسناد په دقت وڅېړل شي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د اوسني وضعیت او ملي ظرفیت په اړه د محقق څرګندونې د “مسوولانه رهبرۍ” خلاف دي او ښيي چې ځینې مشران لا هم د ملي یووالي پر ځای پر تفرقه ولاړ دریځ غوره کوي.

سادات همداراز خبرداری ورکړی چې یو شمېر سیاسي مشران د شخصي ګټو لپاره له بهرنیو استخباراتي شبکو سره اړیکې ټینګوي، چې دا کار د هېواد د خپلواکۍ او ملي ګټو پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د تېرو لسیزو تجربې، په ځانګړي ډول له بهرنیو لوبغاړو سره د افغان ډلو اړیکې، باید د عبرت سبب وګرځي.

حنیف اتمر، محمد محقق ته:د ډیورنډ کرښې په څېر ملي مسایلو کې د ولس اراده له پامه مه غورځوئ

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د محمد محقق څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د هېواد د خاورې او ملي حاکمیت په اړه هره پرېکړه باید د ولس له ارادې سرچینه واخلي.

اتمر ویلي:«د خپل برخلیک ټاکلو حق یو بنسټیز اصل دی چې نه یوازې په نړیوالو حقوقو کې تسجیل شوی، بلکې زموږ په اساسي قانون کې هم د خلکو انحصاري حق بلل شوی دی.»

هغه د ډیورنډ کرښې موضوع ته په اشارې سره زیاته کړې: «په تاریخي پړاوونو کې داسې پرېکړې شوې چې د ملت اراده پکې له پامه غورځول شوې، او دا کار د منلو وړ نه دی.»

د هغه په وینا، هېڅ ډول سیاسي ملاحظه نشي کولای د خلکو دا اساسي حق سلب کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د خاورې پر سر هر ډول معامله د ولس له رضایت پرته نه قانوني ده او نه مشروعیت لري.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د لویو ملي مسایلو په اړه د خلکو له غوښتنو سترګې پټول، د ملي حاکمیت له اصولو سره ښکاره ټکر دی او کولی شي د سیاسي نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

ډونالډ ټرمپ:که اسلام اباد کې خبرې پرمختګ وکړي، له ایراني چارواکو سره مستقیمه لیدنه کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره خبرې پرمختګ وکړي؛ نو دی چمتو دی د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

هغه دا څرګندونې له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي: «په دې پړاو کې داسې انګیرم چې هېڅوک لوبې نه کوي.»

ټرمپ زیاته کړې چې یو لوړپوړی امریکایي پلاوی، چې پکې جی‌ډي ونس، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر شامل دي، دا مهال د اسلام اباد پر لور روان دی څو د خبرو بل پړاو کې برخه واخلي.

د هغه په وینا، د خبرو اصلي موضوع یو نه بدلېدونکی شرط دی: ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هر ډول هڅې لاس واخلي.

ټرمپ ټینګار کړی چې که خبرې مخ ته ولاړې شي، دی به چمتو وي چې د تهران له چارواکو سره مستقیمه لیدنه وکړي.

شاه محمود میاخیل د محقق څرګندونو ته:جنګي جنایتکاران اوس د شخصي ګټو او مالي امتیازاتو لپاره پر افغانستان معامله کولو ته چمتوالی ښیي

د تیر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست، شاه محمود میاخېل، پر فرضي کرښه د محمد محقق څرګندونو ته په اشارې، ځینې سیاسي څېرې او ډلې پر ” جنګي جنایتکارانو” تورنې کړي او ویلې یې دي، چې د شخصي ګټو او مالي امتیازاتو په بدل کې د هېواد پر ملي حاکمیت معامله کولو ته چمتو دي.

هغه ویلي، دا کسان چې د جګړو، فساد او د بشري حقونو د سرغړونو سابقه لري، هڅه کوي افغانستان په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره د معاملې وسیله وګرځوي.

میاخېل ټینګار کړی چې د افغانستان د خاورې او ملي حاکمیت په سر پرېکړه د هر فرد یا ډلې له واکه پورته موضوع ده او دا ډول هڅې نه شي کولای د ولس اراده بدله کړي.

د هغه په وینا، د ملي ګټو پر ضد څرګندونې د دغو څېرو اصلي ماهیت نور هم بربنډوي او ورو ورو یې نفوذ د هېواد دننه کمزوری کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې یادې کړۍ نه یوازې په ملي کچه مشروعیت له لاسه ورکړی، بلکې په خپلو سیمو کې هم د خلکو له لوري رد شوي دي.

هغه زیاتوي، د هېواد نه بهر د دوی څرګندونې “تشې او بې‌اغېزې” دي او د افغانستان پر سیاسي راتلونکي هېڅ عملي اغېز نه لري.

نجیب الله علي‌خېل:د ډیورنډ په اړه د محقق وروستۍ څرګندونې، پاکستان سره د پټو معاملو نښې دي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، نجیب الله علي‌خېل ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق وروستیو څرګندونو پراخ سیاسي او ولسي غبرګونونه راپارولي، چې دا ډول څرګندونې په اوسنیو حساسو شرایطو کې تصادفي نه ښکاري، بلکې د یوې ځانګړې اجنډا او فکر څرګندونه کوي چې ښایي د سیمه‌ییزو او ملي مسایلو په تړاو د احتمالي معاملو لپاره فضا برابره کړي.

علي‌خېل زیاتوي، داسې انګېرنه شته چې د ډیورنډ په اړه دا ډول دریځونه ښایي د یوې پراخې “معاملاتي بستې” برخه وي، چې ځینې کړۍ غواړي د مقابل لوري پر وړاندې یې د امتیاز په توګه وړاندې کړي.

د هغه په باور، په دې چوکاټ کې د افغانستان له جغرافیایي موقعیته د “دور وهلو” هڅې، لکه د چترال، واخان او شکاشم له لارې د پاکستان او مرکزي آسیا نښلول، هم له ورته سناریو سره تړاو لرلای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښه د ۱۹مې پېړۍ د استعماري سیاست میراث دی چې په عملي توګه نه ده تطبیق شوې او له همدې امله فرضي بلل کېږي.

د علي خیل په وینا، د ډیورنډ مسئله نه د یو فرد صلاحیت دی او نه هم د پټو معاملو برخه کېدای شي، بلکې دا یوه ملي موضوع ده چې له ۱۳۰ کلونو راهیسې د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ځوان نسل، په احساساتو کې ژوره ریښه لري.

حلیم فدایي:د ډیورنډ کرښه د افرادو نه، بلکې د ولسونو د پرېکړې موضوع ده

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي چې د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي او ملي موضوع ده چې د افرادو او حکومتونو له واکه پورته ده، او وروستۍ پرېکړه یې باید د دواړو غاړو د ولسونو د ارادې پر بنسټ وشي.

هغه زیاتوي چې د پاکستان له لوري دا دریځ چې دا کرښه وروستۍ پوله ده، نوی نه دی؛ خو افغانان ورسره موافق نه دي.

فدایي همداراز نیوکه کړې چې ځینې افغان سیاستوال د سیاسي ګټو لپاره د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي، څو واک ته ورسېږي.

د هغه په اند، دا ډول موضوعات د افرادو له خوا نه، بلکې د مشروع، منتخب او ولسواک نظام له لارې حل کېدای شي.

هغه پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د ډلو او وسلوالو له لارې نه د ډیورنډ مسئله حل کېدای شي او نه هم د تروریزم ستونزه؛ بلکې دا پېچلې موضوعات یوازې د خلکو د رضایت او د حق خودارادیت پر بنسټ د یوه قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي.

فدایي ویلي:«پاکستان کم تر کمه له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې ګڼې ډلې د همدې روایت پر بنسټ روزلې دي؛ خو کله چې یې واک ته رسولې دي، مطلوبې پایلې یې نه دي ورکړې، ځکه چې دا موضوع په ناسم ادرس تعقیبېږي او د تېرو تېروتنو تکرار دی.»

په پای کې، فدایي ټینګار کړی چې د تېرو څو لسیزو تجربې ښيي چې د نیابتي ډلو ملاتړ اغېزناک نه دی او یوازې ستونزې لا پسې زیاتوي.

رحمت الله نبیل:د محقق د ډیورنډ دریځ د خپلواک نظر پر ځای د پټې معاملې بڼه لري

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د محمد محقق د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د هغه دریځ تر دې چې یو روښانه حقوقي نظر وي، د پوښتنې وړ سیاسي بدلون ته ورته دی چې د معاملې بڼه لري.

نبیل وایي که دغه موضوع هغه مهال مطرح شوې وای چې محقق د واک په اوج کې او د خپلواک تصمیم نیولو په حالت کې وای، نو کېدای شوای د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې د بحث وړ سیاسي نظر بلل شوی وای، که څه هم د ټولو له لوري د منلو وړ نه وای.

د هغه په وینا، د پاکستان له پوځي چارواکو سره د اړیکو له نږدې کېدو او وروستیو لیکونو وروسته د همدې ادعا مطرح کول، دا دریځ له خپلواکۍ لرې کوي او داسې انګېرل کېږي چې ښايي د پردې تر شا د معاملو پایله وي.

نبیل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع یوه حساسه تاریخي مسأله ده او د ورځنیو شرایطو یا اړیکو په بدلون سره نه بدلېږي، بلکې د افغانستان د خلکو له ګډې ارادې سره تړلې ده او په اړه یې پرېکړه باید د یو ملي، شفاف او اجماعي بهیر له لارې وشي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول موقتي دریځونه د طالبانو د واک د مشروعیت د پیاوړتیا او د مخالفو ډلو د لا تیتوالي سبب ګرځي.

نوموړی په پای کې وایي چې اوسنی حالت یوازې د بیان ازادۍ موضوع نه ده، بلکې دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا ډول دریځونه د خپلواک فکر پایله ده او که د اړیکو او شاته معاملو اغېز؟ او زیاته کړې یې ده چې ټولنه ثابتو او د باور وړ دریځونو ته اړتیا لري.